ads

غزني کې د تاوتریخوالي بله دوسیه هم وتړل شوه

د غزني ولایت استیناف محکمې د یوې علني جلسې په ترڅ كې یو تن د خپلې مېرمنې د وژلو په قضیه کې مجرم وپېژانده او په اووه کاله بند یې محکوم کړ. د غزني ولایت استیناف محکمې د یوې علني جلسې په ترڅ كې یو تن د خپلې مېرمنې د وژلو په قضیه کې مجرم […]

نویسنده: The Killid Group
22 چنګاښ 1394
غزني کې د تاوتریخوالي بله دوسیه هم وتړل شوه

د غزني ولایت استیناف محکمې د یوې علني جلسې په ترڅ كې یو تن د خپلې مېرمنې د وژلو په قضیه کې مجرم وپېژانده او په اووه کاله بند یې محکوم کړ.

د غزني ولایت استیناف محکمې د یوې علني جلسې په ترڅ كې یو تن د خپلې مېرمنې د وژلو په قضیه کې مجرم وپېژانده او په اووه کاله بند یې محکوم کړ.

مرجان چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونكې وه، نږدی دوه میاشتې مخکې د کورني تاوتریخوالي په نتیجه کې د خپل خاوند علم ګل له لوري تر وهلو ډبولو وروسته، تیزاب څښلي و چې وروسته یې په روغتون كې ساه ورکړه.

علم ګل  ته تر دې مخکې د قره باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له لوري برائت ورکول شوى و، خو د مېرمنې کورنۍ یې د استیناف غوښتنه کړې وه. بالاخره د علم ګل استیناف محکمه د روان ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په ۹ مه په علني توګه د ځایي خبریالانو او مدني فعالانو په حضور كې ترسره شوه.

علم ګل محکمې ته د خپلو خبرو په ترڅ كې وویل چې خسر یې غوښتل، څو دی یې لور ته طلاق ورکړي او د همدې لپاره یې لور هڅولې وه، څو داسې اعمال ترسره کړي چې خاوند یې د طلاق په ورکولو مجبور شي.

نوموړي زیاته کړه چې خسر یې مخكې خپله مشره لور هم د بېلابېلو پلمو په جوړولو له خاوند څخه طلاق اخستلو ته اړ کړې وه چې وروسته یې بل ځای واده او په بدل كې یې پیسې اخستې وې او دا ځل یې هم همداسی هوډ درلود:(( ښځه مې د ثور په میاشت كې د پلار کور ته په مېلمستیا تللې وه، کله چې بېرته راغله تغيیر یې کړی و، په نه خبره به یې کور كې جنجال کاوه، یوه ورځ چې کور ته راغلم زما له مور سره يې جنجال کړی و، د شپې چې خپل اتاق ته لاړو؛ نو ورباندې غوسه شوم، یوه څپېړه مې ووهله او بس سهار چې له کوره مکتب ته لاړم، مکتب كې وم چې له کوره یې زنګ وواهه چې راشه ښځې دې تیزاب څښلي دي.)) علم ګل وړاندې وايي، مېرمنې یې په روغتون كې ورته وویل چې پلار یې هڅولې وه، څو په داسې کړنو لاس پورې کړي چې خاوند یې مجبوره شي طلاق ورکړي:(( په روغتون كې مې ور نه پوښتنه وکړه چې په یوه څپېړه دې ولې داسې کار وکړ، هغې وویل، پلار مې راته ویلي وو، داسې څه وکړم چې علم ګل مجبوره شي طلاق درکړي، په موبایل كې مې دا خبرې تصویري ثبت کړې دي، تاسې کولای شئ ویې ګورئ.)) نوموړي وویل، مېرمنې یې د غزني په ملكې روغتون كې څارنوال ته هم په اظهاراتو كې ویلي چې د تیزابو په څښلو یې غوښتل چې د خاوند کورنۍ ته سزا ورکړي.  د علم ګل په وینا، د پېښې اصلي مجرم او عامل یې د مېرمنې پلار یاسین دی او دی هېڅ ګناه نه لري.

خو د قضیې مؤظف څارنوال د صورت دعوا د لوستلو پرمهال د مرجان د اظهاراتو هغه تصویري کلپ محکمې ته وړاندې کړ چې هغې په كې ویلي وو، د خپل خاوند علم ګل او خواښې له لوري هره ورځ وهل كېدله او دغه موضوع يې څو څو ځله د پلار له کورنۍ سره شریکه کړې وه، خو هغوی یې په اړه غور نه و کړی. څارنوال زیاته کړه، مرجان په اووه کلنۍ كې واده شوې وه او د کور کارونه یې نه وو زده؛ نو له دې کبل د خواښې او خاوند له لوري ورسره ناوړه چلند کېده چې بالاخره د همدغه زورزیاتي په نتیجه کې دې ته اړ کېږي چې تیزاب وڅښي او خپل ژوند ته پای ورکړي.

څارنوال د شتو شواهدو پر بنسټ علم ګل د خپلې مېرمنې(مرجان) د ځان وژنې عامل وباله او هغه ته یې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا كې د مجازاتو غوښتنه وکړه. خو د تورن مدافع وكيل بیا محکمې ته د دفاعیې د لوستلو په ترڅ  كې علم ګل بې ګناه وباله او د مرجان په ځان وژنه كې یې د هغې پلار یاسین ښکېل وباله. وكیل زیاته کړه چې د ښځې او خاوند ترمنځ کورني جنجالونه طبیعي وي او یوازې د یوې څپیړې وهل د دې دلیل نشي كېدای چې د قتل اصلي عامل وپېژندل شي.

د غزني ولایت د استیناف محکمې مشر محمدعلي کریمي د دواړو لورو د خبرو، شواهدو او دلایلو تر اورېدو وروسته علم ګل د خپلې مېرمنې په ځان وژنه كې ګرم وباله او هغه ته یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون  د ۲۱ مادې پر اساس د اوو کلونو بند سزا واوروله. خو کریمي زیاته کړه که (( مجرم د استیناف محکمې پر پرېکړې قناعت ونه لري، کولای شي د تمیز غوښتنه وکړي)). علم ګل هم په خپل وار د قضايی جلسې په پای کې د محکمې پرېکړه غیر عادلانه او نه منونكې وبلله او زیاته یې کړه چي د پېښې اصلي مجرم یې خسر دی چې باید محکمې ته حاضر او سزا ورکړل شوي وای.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA