د پاکستان د دفاع وزير تور پورې کړى، چې هند په پاکستان کې نيابتي جګړه پيل کړې ده. خواجه اصف ويلي، په شمالي وزيرستان کې تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو سره د هند د مرستې شواهد يې نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړې دي.
د پاکستان د دفاع وزير تور پورې کړى، چې هند په پاکستان کې نيابتي جګړه پيل کړې ده.
خواجه اصف ويلي، په شمالي وزيرستان کې تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو سره د هند د مرستې شواهد يې نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړې دي.
نوموړي زياته کړې، دا مهال د کراچۍ اېم کيو اېم ګوند سره د هند د ملګرتيا په اړه څېړنې کوي او که ثابته شوه، چې له دې ګوند سره هم هند مرسته کوي؛ دا به هم نړيوالو ته افشا کړي.
خواجه اصف په همدې حال کې د خپل اټومي طاقت په اړه هم څرګندونې کړي او په خبره يې، اټومي وسله يې يوازې د نمايش او ښودلو لپاره نه ده، بلکې په هر حالت کې ورڅخه کار اخيستلى شي.
هغه که څه هم هند سره سمدستي د جګړې خبرې رد کړي، خو دا احتمال يې نه دى رد كړى، چې ښايي کوم وخت له دغه هېواد سره په نظامي جګړه کې کېوځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کشمير په لانجمنه سيمه د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې تر بل هر وخت ترينګلې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ