ads

د امريكا پر پلان د سناتور جان مك كين نيوكه

د امريكا د سنا مجلس  د وسله والو ځواكونو د كمېټې مشر جان مك كېن افغانستان ته په خپل وروستي سفر كې ويلي، امريكا بايد له افغانستانه تر ۲۰۱۷ ميلادي كال پورې د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو پر پرېكړې له سره غور وكړي. د امريكا د سنا مجلس  د وسله والو ځواكونو د كمېټې […]

نویسنده: The Killid Group
15 چنګاښ 1394
د امريكا پر پلان د سناتور جان مك كين نيوكه

د امريكا د سنا مجلس  د وسله والو ځواكونو د كمېټې مشر جان مك كېن افغانستان ته په خپل وروستي سفر كې ويلي، امريكا بايد له افغانستانه تر ۲۰۱۷ ميلادي كال پورې د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو پر پرېكړې له سره غور وكړي.

د امريكا د سنا مجلس  د وسله والو ځواكونو د كمېټې مشر جان مك كېن افغانستان ته په خپل وروستي سفر كې ويلي، امريكا بايد له افغانستانه تر ۲۰۱۷ ميلادي كال پورې د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو پر پرېكړې له سره غور وكړي.

جان مك كېن له جمهور رئيس غني سره په كتنه كې د افغان ځواكونو ظرفيت ښه ارزيابي كړى، خو ويلي يې دي لا هم وخت شته چې دلته امريكايي سرتيري پاتې شي. ده د امريكا په اوسني پلان نيوكه كړې او زياته كړې يې ده چې دې پريكړې طالبانو ته جرائت وركړ چې په افغانستان كې يوځل بيا قوت خپل كړي او په يوشمېر سيمو بريدونه وكړي.

نوموړي همدا راز خبرداری ورکړی، چې له دې هېواده د ټولو امریکايي ځواکونو وتل به په افغانستان کې د لاسته راوړنو پر وړاندې نه منل کېدونکې ستونزې راپورته کړي.

د سپینې ماڼۍ د پروګرام پربنسټ، د ۲۰۱۶ کال تر پایه به له افغانستان نه نژدې ۱۰ زره پاتې امریکايي ځواکونه هم ووځي او یوازې زر سرتېري به کابل کې د امریکا د سفارت ساتلو لپاره پاتې شي.

خو دا چې په افغانستان كې د امريكايې سرتېرو پاتې كېدل به له افغان ځواكونو سره مرسته وكړاى شي چې د نا امنيو مخه ونيسي او يا هم په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو پاتې كېدل به د افغانستان جګړه نرمه او كه سخته كړي، هغه پوښتنې چې ډول ډول ځوابونه لرلى شي.

تر ټولو لومړۍ او مهمه خبره دا چې افغان ځواكونو اوس مهال د خپل ټول هېواد امنيتي مسوليت په غاړه اخېستى او په هر جګړه كې مخامخ خپله ښكېل دي. دې ځواكونو وښوده چې خپل مسوليتونه يې درک كړي او اوس يواځې دېته اړتيا لري چې په مجهزو وسلو سمبال شي. كه چېرې امريكايي ځواكونه په خپل حضور سره د افغان ځواكونو د ملاتړ پر ځاى پر مجهزېدو تمركز وكړي، بريا به يې په افغانستان كې د جګړې له ښكېلتيا ډېره ښه وي.

د يو شمېر ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو يو اساسي شرط چې له مخې يې له افغان حكومت سره د سولې مېز ته كېښني همدا دى چې بايد له افغانستانه نړيوال ځواكونه ووځي، هغه ټكى چې اوس مهال يې له افغان حكومت سره د سولې په مذاكراتو كې يو څه مرسته كړې ده. خو كه چېرې بيا هم امريكا په افغانستان كې خپل حضور غواړي او هيله يې ده چې دلته پراخ نٰظامي شتون ولري، په كار ده چې د تېر په څېر له سختو غلطيو او اشتباهاتو ځان وساتي.

جان مك كېن داسې مهال په افغانستان كې د خپل حضور د پياوړې كېدو خبره كوي چې په امريكا كې دننه هم د نظام بدلېدو او همدرانګه د افغانستان په اړه د پاليسۍ تغير له ورايه ښكاري.

هلته بيا سيمه يېز قدرتونه په ځانګړې توګه روسيه هم د افغانستان په اړه جلا نظريات لري او غواړي په راتلونكې اكتوبر مياشت كې ددې هېواد په اړه ځانګړې ناسته ولري. دا ټولې هغه خبرې دي چې د افغانستان لپاره د يوې نوې پاليسۍ رنګ خپروي.

اوس نو بايد افغان حكومت د دې ټولو ټكو په نظر كې نيولو سره داسې لوبغاړى شي چې ماته ونه لري، بلكې د هر لوبې د يوې پياوړي او په لومړي قطار كې د ولاړ لوبغاړي حيثيت خپل كړي.

حكومت دې د يوه روښانه دريځ او مشخص ميكانيزم له مخې له هر هېواده خپلې غوښتنې د خپلو ټولو ګټو په نظر كې نيولو سره وړاندې كړي او له دې لارې دې خپلې ټولې نيمګړتياوې پوره كړي.

كه خداى مه كړه بيا هم له وركې تګلارې سره مخ شو او د نړې ددې دوو سترو قدرتونو په منځ كې د لوبې ډګر وګرځید د تېر په څېر به يواځې زيان ولرو او د بريا كوم لوى څرك به ونه مومو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA