ads

د پکتيا پوهنتون نوی رئيس او ورسره تړلې هيلې

د پکتيا پوهنتون د نوي رئيس پوهنمل عبدالکريم توتاخېل له ګومارنې سره سم، له محصلينو، استادانو او حکومتي چارواکو سره د دې تحصیلي موسسې د رغون او سمون هيلې پيدا شوې، خو تر څنګ يې يو لړ  ننګونې هم د اندېښنې وړ بولي. د پکتيا پوهنتون د نوي رئيس پوهنمل عبدالکريم توتاخېل له ګومارنې سره […]

نویسنده: The Killid Group
14 چنګاښ 1394
د پکتيا پوهنتون نوی رئيس او ورسره تړلې هيلې

د پکتيا پوهنتون د نوي رئيس پوهنمل عبدالکريم توتاخېل له ګومارنې سره سم، له محصلينو، استادانو او حکومتي چارواکو سره د دې تحصیلي موسسې د رغون او سمون هيلې پيدا شوې، خو تر څنګ يې يو لړ  ننګونې هم د اندېښنې وړ بولي.

د پکتيا پوهنتون د نوي رئيس پوهنمل عبدالکريم توتاخېل له ګومارنې سره سم، له محصلينو، استادانو او حکومتي چارواکو سره د دې تحصیلي موسسې د رغون او سمون هيلې پيدا شوې، خو تر څنګ يې يو لړ  ننګونې هم د اندېښنې وړ بولي.

د پوهنتون د نوي رئيس د کار د پيل په لومړۍ ورځ يو شمېر استادانو او حکومتي چارواکو د پوهنتون د پرمختګ لپاره يو لړ وړانديزونه وکړل، خو د پکتيا پوهنتون د استادانو د اتحاديې مشر، په پوهنتون کې د رغنيزو پروژو او چارو په اړه اندېښنه وښوده او له نوي رئيسه يې وغوښتل چې د دې پروژو د کار د پيل لپاره اقدامات وکړي.

د پکتيا پوهنتون د استادانو د اتحاديې مشر پوهنمل نذيرخان محمدي، د نويو پوهنځيو او ډيپارټمنټونو په اړه وويل:(( زموږ په پوهنتون کې يو لړ رغنيزې پروژې پيل شوې دي، چې چارې يې يو څه ټکنۍ دي، دې برخې ته بايد جدي توجه وشي، يو خو دا چې په خپل وخت بايد دا ودانۍ بشپړې شي او دويم دا چې د کيفيت له اړخه هم بايد توجه ورته وشي.))

همدارنګه نوموړي، د يو شمېر پوهنځيو او ډيپارټمنټونو يادونه وکړه چې بايد ايجاد او يا له موجوده حالته دې ارتقا ورکړل شي. محمدي د خپلو څرګندونو پرمهال وړاندې وویل:(( د تعليم او تربيې، کرنې او طب پوهنځي بايد په پوهنتونونو بدل شي او همدارنګه يو شمېر ډيپارټمنټونه دې په نورو پوهنځيو کې ايجاد شي.))

د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پوهنمل يارمحمد پکتين بيا د پوهنتون د ځمکني انکشاف يادونه وکړه او زياته يې کړه چې څو کاله وروسته به د پوهنتون په شته احاطه کې پراختيا ناممکنه شي. د نوموړي په وينا، له پوهنتون سره څېرمه ځمکه حکومتي ده او تر اوسه پورې د ولسي خلکو له لوري کم شمېر کورونه په کې جوړ شوي دي.

پکتين همدا ډول يو بل وړانديز هم وکړ:(( که چېرته د پوهنتون اداره او ولايتي چارواکي په دې برخه کې هلې ځلې وکړي؛ نو پراختيا به يې د پوهنتون د راتلونکي عمر لپاره خورا ګټوره وي.)) نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د پوهنتون اوسنۍ ساحه د نورې پراختيا ظرفيت نه لري؛ نو له دې کبله په کار ده چې نوره ځمکه هم د پوهنتون په احاطه کې ونيول شي چې پر اساس يې په پوهنتون کې د نويو جوړېدونکو ودانيو لپاره ازاده ساحه ولرو.

د دې تر څنګ د پوهنتون نوي ګمارل شوي رئيس پوهنمل عبدالکريم توتاخېل ته استادانو او ولايتي چارواکو يو لړ نور وړانديزونه هم وکړل چې په دې کې د پوهنتون په اداره کې تغييرات، د تدريس په چارو کې تغييرات، د ليليې، پارک، تدريسي بلاکونو، کتابتونو او لابراتوارونو جوړېدو وړانديزونه شامل وو.

عبدالکريم توتاخيل په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د پوهنتون د پرمختګ لپاره به امکاناتو ته په کتو د وس تر بريده خپلې هڅې کوي:(( زه له يوې پاکې روحيې او ارادې سره راغلی يم او غواړم چې دا پوهنتون جوړ کړم، خو د ولايتي ادارې، د پوهنتون د ادارې او استادانو او ولسي خلکو ملاتړ ته ضرورت لرم.)) توتاخيل وړاندې وويل:(( ما ته دې څوک ګلان نه راوړي، زه ترې د پوهنتون د جوړېدو لپاره سمنټ، خښتې او ډبرې غواړم، زه ترې قلم، کتاب او قرطاسيه غواړم.))

پکتيا پوهنتون د طب، انجنيري، کرنې، حقوقو، تعليم او تربيي، اقتصاد او ادبياتو اووه پوهنځي لري چې شاو خوا ۷۰۰۰ محصلين په کې په لوست بوخت دي. ياد پوهنتون ۱۷۸ استادان لري چې د نورو ستونزو تر څنګ يې د استادانو کم شمېر هم ننګوونکی دی.

پکتيا پوهنتون لس کاله وړاندې ايجاد شوی چې د کمې مودې په تېرېدو يې ګڼ پرمختګونه کړي، خو په تېر کې يې ډېرې نيوکې په مشرتابه وي؛ دا چې د پوهنتون نوی رئيس به تر کومه شته ستونزې راکمې کړي، نامعلومه ده، خو د تېر په پرتله ورته اکثريت محصلين او استادان هيله من دي.

د پکتيا پوهنتون محصلين اکثره وخت د غني لابراتوارونو، کتابتونونو، انټرنټ، ليليې، پارکونو، لوبغالو، د عملي کار د ساحې او نورو اسانتياوغوښتنه کوي، خو تر اوسه يې دا غوښتنې نه دي پوره شوې او اکثريت يې د نوي رئيس ګمارنې ته خوشبينه دي چې د وخت په تېرېدو به په دې پوهنتون کې مثبت بدلونونه راولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA