ads

د غزني ښوونکو ته ځمکه ورکول کېږي

له اوږده ځنډ او انتظار وروسته په غزني ولایت کې ښوونکو ته د ځمکو د وېش لړۍ د پچې اچونې له لارې پیل او ټاکل شوې چی د روانې چنګاښ میاشتې تر وروستیو به د دې ولایت د مرکز ټولو ښوونکو ته د ښوونکو په ښارګوټي کې ځمکې په اختیار کې ورکړل شي. له اوږده […]

نویسنده: The Killid Group
14 چنګاښ 1394
د غزني ښوونکو ته ځمکه ورکول کېږي

له اوږده ځنډ او انتظار وروسته په غزني ولایت کې ښوونکو ته د ځمکو د وېش لړۍ د پچې اچونې له لارې پیل او ټاکل شوې چی د روانې چنګاښ میاشتې تر وروستیو به د دې ولایت د مرکز ټولو ښوونکو ته د ښوونکو په ښارګوټي کې ځمکې په اختیار کې ورکړل شي.

له اوږده ځنډ او انتظار وروسته په غزني ولایت کې ښوونکو ته د ځمکو د وېش لړۍ د پچې اچونې له لارې پیل او ټاکل شوې چی د روانې چنګاښ میاشتې تر وروستیو به د دې ولایت د مرکز ټولو ښوونکو ته د ښوونکو په ښارګوټي کې ځمکې په اختیار کې ورکړل شي.

د غزني سرپرست والي محمد موسی خان اکبرزاده په دې اړه خبریالانو ته وویل چې د ښوونکو د ښارګوټي رسمي چارې بشپړې شوې او په دغه ښارګوټي کې به چې شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه مساحت لري، د مرکز ۲۰۲۱ ښوونکو ته ځمکې ورکړل شي:(( زر جریبه دولتي ځمکه د غزني ښار شمال ختیځ لوري ته د پس حصار په سیمه کې تثبیت شوې وه چې وروسته یې په بدل کې ۱۰۰ملیونه افغانۍ د کرنې وزارت ته انتقال شوې او اوس د ښوونکو د ښارګوټي نقشه کاملا تکمیل شوې، اداري او رسمي چارې یې بشپړې شوې او دا دی د عملي وېش لپاره لومړنی اقدام هم وشو.))

نوموړي زیاته کړه چې دغه پروسه د قرعې له لارې ترسره او هر ښوونکي خپله قرعه په خپل لاس له صندوق څخه وایستله چې په کې د ځمکې شمېره لیکل شوې ده. هغه زیاته کړه چې له ۱ تر ۲۰۲۱ شمېرې په کاغذونو کې چاپ او مهر شوې وې: (( تاسې عملا ولیدل چې د هر ښوونکي نوم مو اخست، څو خپله راشي او له صندوق څخه خپله قرعه په خپل لاس وباسي، وروسته یې نوم او د ځمکې شمېره په ډیټابیس کې ثبتېدله، دا کار د دې لپاره شوی چې هېڅوک داسې فکر ونه کړي چې مثلا ښه موقعیت لرونکې ځمکه واسطه لرونکي ته ورکړل شوې ده.))

د غزني والي ښوونکو ته ډاډ ورکړ چې د ځمکو د وېش پروسه به کاملا په شفاف ډول دوام ومومي. اکبرزاده زیاته کړه چې د ښوونکو ښارګوټي ته څېرمه ۲۰۰۰ جریبه نوره ځمکه هم په نظر کې نیول شوې چې په وینا یې په راتلونکو کلونو کې به یې نورو ښوونکو ته چې اوس مستحق نه دي پېژندل شوي او یا په راتلونکې کې د ښوونکو په توګه ګمارل کېږي، ووېشل شي.

د غزني ولایت د پوهنې رئیس محمد عابد عابد کلید ته وویل، ټولو هغو ښوونکو ته به په دغه ښارګوټي کې ځمکې ورکړل شي چې د مرکز په ښوونځیو کې دم ګړۍ رسمي دندې ولري او لږ ترلږ دوه کاله یې دندې ترسره کړې وي. د نوموړي په خبره، هغو ښوونکو ته به هم په ښارګوټي کې ځمکې ورکړل شي چې لږ تر لږه ۱۵ کاله یې د ښوونکي په توګه دندې ترسره کړې او اوس تقاعد شوي دي.

د عابد په وینا، د پوهنې ریاست مامورینو ته یې هم په دغه ښارګوټي کې ځمکې په نظر کې نیولې دي. عابد وايي چې راتلونکی کال هم پلان لري چې د غزني ولایت د اندړو او جاغوریو ولسوالیو ښوونکو ته په خپلو اړوندو ولسوالیو کې ځمکې ووېشل شي.

خو په غزني کې د ښوونکو د ښارګوټي د نومرو د وېش په اړه د دې ولایت ښوونکي بېلابېل نظرونه لري. په غزني کې د شهید مزاري ښوونځي یو تن ښوونکي عبدالله له کلید سره په مرکه کې خوښي وښوده چې کلونه پس په دې ولایت کې د ښوونکو د ښارګوټي د نومرو وېشل پیل شو:(( له والي صاحب او د پوهنې له رئیس څخه ډېره مننه چې د ښارګوټي د نومرو د وېشل لپاره یې زحمتونه ایستلي، ما خپله قرعه وایستله او ۱۵۶۱مه نومره زما وخته.))

خو ځینې نور ښوونکي بیا د ځايي چارواکو له لوري د قرعه کشۍ ترسره کول یو نمایشي اقدام بولي او وايي، تر هغو به ډاډه نشي، څو ځمکه او قباله نه وي ورکړل شوي. د غزني ښار اړوند د نواباد د نسوال لیسې ښوونکې فرزانه وايي چې د دولتي چارواکو پر ژمنو باور نه لري، ځکه پر خپلو ژمنو نه درېږي:(( ښايي دا هم یو نمایشي اقدام وي، مخکې یې په خواجه عمریو کې راته ځمکه ځانګړې کړه، له هغه ځایه راغله پس حصار ته، تېرکال یې ښارګوټی افتتاح کړ او ویې ویل چې تر یوې میاشتې یې وېشي، یو کال تېر شو مګره توزیع نشو، اوس یې قرعه کشي وکړه چې زموږ غږ چوپ کړي، فکر نه کوم چې اوس دې هم زموږ ځمکې عملا راته ووېشل شي.))

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA