ads

د افغان سرتېرو وړتيا او زړورتیا

که څه هم له ګڼو امنیتي پوستو د ځانمرګو بریدګرو تېرېدل او پر ملي شورا د هغوی ډله ييز برید د امنيت په نسبت ګڼې پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړې دي، خو یو زیات شمېر افغانان په ډېر کم وخت کې د دې برید مهارول، د افغان سرتېرو وړتيا او زړورتیا بولي. که څه هم […]

نویسنده: The Killid Group
2 چنګاښ 1394

که څه هم له ګڼو امنیتي پوستو د ځانمرګو بریدګرو تېرېدل او پر ملي شورا د هغوی ډله ييز برید د امنيت په نسبت ګڼې پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړې دي، خو یو زیات شمېر افغانان په ډېر کم وخت کې د دې برید مهارول، د افغان سرتېرو وړتيا او زړورتیا بولي.

که څه هم له ګڼو امنیتي پوستو د ځانمرګو بریدګرو تېرېدل او پر ملي شورا د هغوی ډله ييز برید د امنيت په نسبت ګڼې پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړې دي، خو یو زیات شمېر افغانان په ډېر کم وخت کې د دې برید مهارول، د افغان سرتېرو وړتيا او زړورتیا بولي.

ګڼو افغان رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د هغه افغان پوځي  انځورونه او خبرې خپرې شوې چې په ډېر کم وخت کې د هغه د زړورتیا له کبله ټول ځانمرګي بریدګر له پښو وغورځول شول او ويې نه شوای کړی چې د ملي شورا ودانۍ ته ننوځي.

ګڼ افغانان په دې نظر دي چې د دغه سرتیری زړورتیا د دې باعث شوه چې د ملي شورا غړو ته د ستر ورپېښ ګواښ مخنیوی وکړي. خلکو ته د ملي امنيتي ځواکونو دا په وخت اقدام او له یوه ستر امنيتي ګواښ نه مخنیوی، یوه لویه لاس ته راوړنه ښکاري او دا باور څرګندوي چې دغه ځواکونه کولای شي چې د امکاناتو، وسلو او تجهیزاتو په لرلو سره د ناامنیو مخه ونیسي.

د افغان دولت وسله والو مخالفانو په داسې وخت کې د افغانستان پر ملي شورا برید وکړ چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې تر پنځو کلونو ورسته د دوی کاري دوره پای ته رسیده خو جمهور رییس اشرف غني، د پارلماني انتخاباتو تر ترسره کېدو پورې، د ملي شورا د کاري دورې د تمدید لپاره د ګڼو بنسټونو له استازو سره ولیدل او د ولسي جرګې کاري دوره یې تمدید کړه.

د برید په ورځ؛ د کاري دورې له تمدید وروسته دا لومړۍ ورځ وه چې ولسي جرګې خپله عمومي غونډه نیولې وه او په دې غونډه کې دفاع وزارت ته کاندید معصوم ستانکزی ورپېژندل کېده. همدا چې د ولسي جرګې مشر د جمهور رییس دویم مرستیال، ستانکزي او ورسره راغلو مېلمنو ته تالار ته د ننوتو خبره وکړه، د ملي شورا امنيتي ور سره لومړۍ چاودنه وشوه او شپږ تنه نورو بریدګرو ملي شورا ته د ننوتو هڅه وکړه، خو د یوه ځوان افغان پوځي له خوا د برید په لومړيو شېبو کې په نښه شول.

د دغه برید د مخنيوي په تړاو، د عیسی خان او نورو امنيتي ځواکونو دا په وخت اقدام، په ټولو افغان رسنیو او ټولنیزو شبکو کې وستایل شو. حتی دا هم وویل شول چې ځینو وکیلانو او د کندهار امنیه قوماندان له یاد پوځي سره د نقدي مرستو ژمنې وکړې.

سره له دې چې د دې برید په وخت مخنیوی د ټولو افغانانو او د ولسي جرګې د ټولو غړو له خوا وستایل شول، خو ورسره د امنيت په نسبت ځينې پوښتنې او اندېښنې هم راولاړې شوې. ډېری دا پوښتنه لري چې په کابل ښار کې د ګڼو امنیتي پوستو باوجود بریدګر څنګه وتوانیدل چې له ار پي جي او نورو مهماتو سره ځان د افغانستان ملي شورا ته ورسوي. ښايي همدا علت وي چې ولسي جرګې پرېکړه کړې چې نن ټول امنيتي مسوولان خپلې عمومي غونډې ته راوبولي.

بل لورې طالبانو دا برید په داسې حال کې کوي چې سیاسي استازي يې بهرنیو هیوادونو کې له یو شمېر سیاسي افغان استازو او مخورو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې. افغانان چې د ښه نیت لرونکي دي دې خبرو ته ليواله وو او په اړه يې تر حده زیاته خوشبیني څرګندوله خو اوس دا اندېښنه لري چې د طالبانو دا ناستې د وخت ګټلو په معنی دي او یوازې ذهنونه مصروف ساتې.

په دې برید کې د ولسي جرګې غړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی خو تر پنځه دېرشو پورې عام افغانانو ته چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي مرګ ژوبله رسېدلې.

د ولس غوښتنه دا ده چې د دغو بریدونو د مهارولو لپاره امنیتي ارګانونه پر خپلې امنيتي طرحې ژوره کتنه وکړي او افغانان د امنيت په نسبت له راولاړو شویو اندېښنو خلاص کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA