ads

ګونتر ګراس څه ډول ليکل کول؟

الماني ليکوال، مجسمه جوړوونکي، نقاش او د ۴۷ مې ډلې مشهور غړي ګونتر ويلهلم ګراس چې ويل يې کتاب ليکل به يې هغه وخت تم کېږي چې دى له پښو وغورځي، د ۱۹۲۷ کال د اکتوبر په ۱۶مه په ګدانسک ښار کې چې اوس د پولنډ برخه ده، زېږېدلى او د ۲۰۱۵ کال د اپرېل […]

نویسنده: The Killid Group
20 غبرګولی 1394
ګونتر ګراس څه ډول ليکل کول؟

الماني ليکوال، مجسمه جوړوونکي، نقاش او د ۴۷ مې ډلې مشهور غړي ګونتر ويلهلم ګراس چې ويل يې کتاب ليکل به يې هغه وخت تم کېږي چې دى له پښو وغورځي، د ۱۹۲۷ کال د اکتوبر په ۱۶مه په ګدانسک ښار کې چې اوس د پولنډ برخه ده، زېږېدلى او د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۱۳ د ۸۷ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې دي.

الماني ليکوال، مجسمه جوړوونکي، نقاش او د ۴۷ مې ډلې مشهور غړي ګونتر ويلهلم ګراس چې ويل يې کتاب ليکل به يې هغه وخت تم کېږي چې دى له پښو وغورځي، د ۱۹۲۷ کال د اکتوبر په ۱۶مه په ګدانسک ښار کې چې اوس د پولنډ برخه ده، زېږېدلى او د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۱۳ د ۸۷ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې دي.

حلبي ډول، پېشو او موږک، مږه، منګری کب، د پيازو پوستول، زما پېړۍ او د سپي کلونه د نوموړي هغه اثار دي چې په څو ژبو بيا بيا چاپ شوي او مشهور اثار دي. د ده ډېرى اثار له سياسي شرايطو او ټولنيزو ناخوالو سره تړاو لري.

تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۷ کال په المان کې يوه ډله جوړه شوه چې د (۴۷مې ډلې) په نوم يادېدله. په دې ډله د پاخه عمر فرهنګيانو غړيتوب درلود. دې ډلې ځوانانو ته لارښوونه کوله چې يو حيرانوونکی انتخاب يې کاوه. دوى له ۱۹۵۷ کال نه وروسته يوه جايزه وټاکله. دې ډلې دغې جايزې ته داسې کسان انتخابول چې وروسته به د المان او سيمې د ادبياتو وتلي کسان شول.

ګراس په ۱۹۹۹ کې د خپلې شعري ټولګې پر سر چې په ۱۹۵۶ کې چاپ شوې وه، د نوبل جايزه خپله کړه. جالبه خبره دا چې نوموړې ټولګه په درې کلونو کې ايله ۷۰۰ ټوکه خرڅه شوه.

د نوبل کمېټه وايي چې د حلبي ډول په نوم د ګراس اثر چې د جرمني نازيانو پرضد ليکل شوى ناول دى، په شلمه پېړۍ کې په جرمني کې د ناول ليکنې بنسټ کېښود. د ګونتر ګراس دا ناول د جادويي رياليزم په سبک ليکل شوى دى. د همدې کيسې پر بنسټ په ۱۹۷۹ کال کې نامتو جرمني ډايرکټر فولکر شلويندروف يو سينمايي فلم جوړ کړ چې د اوسکار يوه جايزه يې وګټله.

(هغه څه چې بايد وويل شي) د ګراس د يو شعر سرليک دى چې په ۲۰۱۲ کال کې خپور شو او په هغه كې يې پر اسراييلو او د دې هېواد پر اټومي وسلو چې د ده په وينا، د نړۍ لپاره ګواښ دى؛ سخت انتقاد کړى و.

ګراس په خپلو پنځونو کې ځانګړي او استثنايي وضعيتونه رامنځته کوي چې د هغه د خپل ځانګړي طنز خواږه هم لري. د نوموړي ډېرى اثار پر فاشيزم د نيوکې بيانوونکي دي. ګراس په ۱۹۹۱ کې له پاريس ريويو سره په يوه مرکه کې د خپلې ليکوالۍ او ليکلو طريقه داسې بيان کړې ده:

ليکوالي مې تر يو بريده پر هغو ټولنيزو شرايطو پورې تړاو لري چې زه په کې لوی شوى يم. هغه وخت چې ماشوم وم، موږ ښه ژوند نه درلود، يو اپارتمان مو و چې دوه کوټې یې لرلې، زه او خور مې له ځانګړې کوټې محروم و. موږ د ناستې د کوټې په يوه ګوټ کې، چې ما په کې خپل کتابونه او د نقاشۍ رنګونه ساتل، اوسېدو. له همدې کبله لوستل او انځورګري مې په وړوکتوب کې زده کړل. په داسې يو له شوره ډک ماحول کې ما ليکوالۍ ته مخه کړې.

د ليکوالۍ لومړۍ تجربې دا رازده کړل چې خپلو کرکټرونو ته مو بايد سم پام وي. ماشوم چې وم، درواغ مې ډېر ويل، له ښه مرغه دغه درواغ مې د مور بد نه اېسېدل. د دې درواغو ليکل مې ډېر ژر پيل کړل. اوس هم ترې لاس په سر شوى نه يم. په ۱۲ کلنۍ کې مې يو ناول پيل کړ چې کلونه وروسته د حلبي ډول د ناول برخه شو.

د خپل لومړي ناول د ليکلو پر مهال يوه ستره تېروتنه مې وکړه. ټول هغه شخصيتونه مې چې معرفي کړل، د لومړي فصل په اخر کې مړه شول. نور مې نو ونه شو کولاى چې هغه ته دوام وکړم.

لومړۍ په لاس ليکل شوې نسخه په بېړه ليکم، دويمه نسخه معمولا ډېره اوږده، له جزئياتو سره مله او بشپړه وي. په درېيمه نسخه کې هڅه کوم چې د لومړۍ نسخې د خودجوشۍ خيال بيا راتازه کړم. هغه څيزونه چې په دويمه نسخه کې يې حضور ضروري ښکاري، په همدې درېيمه نسخه کې خوندي کوم. دا ډېر سخت کار دى.

کله چې په لومړۍ نسخې کار کوم، د ورځې اووه اته مخه ليکل کوم، خو درېيمې نسخې ته چې رسېږم، د ورځې ايله درې مخه کار کوم.

زه د شپې له مخې کار نه کوم، ځکه ډېر راحته ليکل کوم، سهار همدا چې ليکل شوي شی لولم، ګورم چې ښه نه وي. زه د ليکلو لپاره د ورځې رڼا ته اړتيا لرم. سهار له نهو بجو تر لسو پورې ښه سهارنۍ خورم چې موسيقي او مطالعه ورسره مله وي. تر سهارنۍ وروسته کار پيلوم او تر غرمې وروسته د يوې پيالې قهوې په څښلو سره ځان راحته کوم. بيا کار ته مخه کوم او د شپې تر اوو بجو پورې په ليکلو لګيا کېږم.

ليکوال بايد هغه څه وليکي چې تاريخ ليکونکي يې له ليکلو غافل وو او د تاريخ په کتابونو کې نه دي ليکل شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA