187
۲۰ غبرګولی ۱۳۹۴
لیکونکی:

ككړه هوا تر جګړې لوی ګواښ

كه څه هم واك ته له رسېدو سره سم جمهور رئيس غني د كابل او نورو لويو ښارونو د سرسبزۍ او ككړتيا د مخنيوي پراخې ژمنې وركړې وې، خو داسې ښكاري چې وضعيت لا هم تغيير نه دى موندل او د يو شمېر نورو ښارونو په شمول اوس كابل د ككړ چاپېريال له كبله د نامساعد ژوند لوري ته روان دى.

كه څه هم واك ته له رسېدو سره سم جمهور رئيس غني د كابل او نورو لويو ښارونو د سرسبزۍ او ككړتيا د مخنيوي پراخې ژمنې وركړې وې، خو داسې ښكاري چې وضعيت لا هم تغيير نه دى موندل او د يو شمېر نورو ښارونو په شمول اوس كابل د ككړ چاپېريال له كبله د نامساعد ژوند لوري ته روان دى.

د افغانستان د چاپېريال ساتنې اداره اندېښنه ښيي چې په اوس وخت كې د هوا ككړتيا، د ترورېزم په نسبت د افغانانو ژوند ته زيات ګواښونه متوجه كړي او د كال په حساب د هوا د ككړتيا له كبله ۸۰ زره تنه چې په ډول ډول ناروغیو اخته کېږي، خپل ژوند له لاسه وركوي، حال دا چې په ۱۳۸۸ كال كې د تنفسي ناروغيو د قربانيانو كلنۍ شمېره ۵۳ زره ښودل شوې وه.

دغې ادارې د ځمكې د نړيوالې ورځې په مناسبت په یوه خپاره كړي راپور كې ويلي، دا حېرانوونكې ده چې د قربانيانو دومره لوړ شمېر د ترورېزم له تلفاتو څو چنده لوړ دى. د دې ادارې چارواكي ادعا كوي چې يوازې په كابل كې هر كال له ۲۵۰۰ تر ۴ زرو  پورې كسان د ككړې هوا په سبب د تنفسي او نورو ناروغيو ښكار ګرځي او كه يې غم ونه خوړل شي؛ نو تر راتلونكو ۲۵ كلونو به په كابل كې ژوند كول، ناممكن وي.

دا په داسې حال كې ده چې واك ته له رسېدو سره سم جمهور رئيس غني منلې وه چې كابل د ژوند كولو لپاره مناسب ښار نه دى او د چاپېريال د ښايسته كولو لپاره به يې د حكومت هڅې دايمي او ګړندۍ وي.

شنونكي وايي، له هغه وخته بايد تر ننه په يوه كال كې د چاپېريال د خونديتوب په اړه ګڼ اساسي بدلونونه راغلي واى، مګر جمهور رئيس د كابل ښاروال تر لرې كولو وروسته تر اوسه په دې اړه هېڅ ونه كړل. د چاپېریال ساتنې ادارې پخوانى غړی انجنير ايمل وايي، دى د چاپېريال د خونديتوب په اړه ډېر خوشبين و، ځكه د جمهور رئيس غني په مشرۍ ملي وحدت حكومت دا ژمنه څو ځله تكرار كړه چې د طبيعي منابعو د خونديتوب تر څنګ به د لويو ښارونو د شنو زونونو په جوړولو كې هېڅ كسر پرې نږدي، مګر د نورو اصلاحاتو په څېر يې دا مسئله هم په لافو شافو له خلكو هېره كړه:(( حكومت له وعدو سره سم بايد د چاپېريال ساتنې په اړه مشخص ګامونه اخستي واى، خو داسې ونه شول، سوال دا دى چې حكومت تر اوسه له زهري هوا څخه د خلكو د ژغورنې پلان جوړ نه كړ؛ نو نورې چارې به څنګه مخته يوړلى شي؟))

د كابل اوسېدونكي هم د هوا او چاپېريال د ككړتيا په مخنيوي كې حكومت ناكام او پړ بولي، دوى وايي، د دولتي مشرانو وعدې ورته نورې بې ارزښته شوې دي، ځكه ورځ تر بلې د ښار چاپېريالي وضعيت د خرابۍ پر خوا روان دى، خو په دې برخه كې حتى ښاروالۍ هم خپله ونډه په سمه توګه نه ده ادا كړې.

ګل محمد بلوچ د كوټه سنګي له درېيمې ناحيې رياست سره نږدې اوسي، خو په خبره يې شاوخوا ككړتيا يې ساه ایستل سخت کړي دي:(( دغلته څنګ كې د ښاروالۍ اړوند يو رياست دى، زموږ د كور شاوخوا لس ځايه ډېرانونه جوړ دي، دوى يې نه وړي، د بد بوى له لاسه يې خلكو ته ستونزې جوړې شوي، خلك هم داسې پوهاوی نه لري چې د چاپېريال په خوندي كولو كې څنګه ونډه واخلي.)) عتيق الله بيا د كارته نو اوسېدونكى دى، دى وايي ښاروالۍ او د چاپېريال ساتنې ادارې سږكال ايله دومره وكړل چې د سړك پر غاړو يې نيالګي كېنول، خو اوس يې سمه پالنه نه كوي. دى وايي، هره ورځ دفتر ته په لاره له خاورو او دوړو څخه په ډېر احتياط تېرېږي، خو بيا هم ورته تنفسي ناروغي او د سترګو الرژي پيدا شوې ده:(( كوم ښار چې بې ونو وي، هغه ښار د مرضونو كور وي، په تېرو ديارلسو كلونو كې په ښار كې ما داسې سړك ونه ليد چې پر غاړه يې كرل شوې ونې سمې پالل شوې او رالويې شوې وي، دا ښاروالي او د محيط زيست كاركوونكي د څه لپاره دي؟))

د عتيق الله په څېر د كابل نور ښاريان هم ګڼ شكايتونه لري او وايي په ښار كې ماښام مهال هوا داسې ککړه وي چې په نږدې واټن کې یو بل نشي لیدلی. حسین محمدي همدا خبره كوي او وايي، سهار مهال د ککړې هوا اثرات کم وي، خو مازدیګر او ماښام مهال دغه ککړتیا دومره زیاتېږي چې هم سترګې سوځوي او هم ستونی خفه کوي. سليمان وياړ بيا د جلال اباد اوسېدونكى دى، هغه وايي د كابل په څېر جلال اباد هم د چاپېريال د ككړتيا له بشپړ ګواښ سره مخ دى، د وياړ په خبره په دغه ښار كې د غير قانوني ریكشاوو له كبله هوا دومره ککړه شوې چې ډېری وخت ساه نشي اخستی او ټوخی یې نیسي. ارشاد رغاند په جلال اباد كې ځايي خبريال دى او وايي په دغه ښار كې ریكشاوې او د موټرو ګڼه ګوڼه د دې سبب شوې چې حتى د هند د بحر د موسمي مون سوني هواګانو مخه هم ډب كړي:(( دلته خو يو هوا ګرمه ده، بل دا چې ما په يو راپور باندې كار كاوه په ښار كې ۱۰ زره ناقانونه ریكشاوې ګرځي، څوك يې هم مخه نه نيسي، موټر لا تر دې زيات دي، ماښامه پورې څوك په ښار كې ساه نه شي اخستى، پخوا به مون سوني هواګانې له هند بحر څخه راتلې او وروستى سرحد به يې ننګرهار و، بارانونه به كېدل، خو د هوا ككړتيا اوس ښار په وچكاليو ځپي.)) جاويد عابد د كندهار اوسېدونكى دى، دى وايي، په دغه ښار كې يوازې ځينې شنې ساحې او يو څو شخصي ښارګوټي د ښه چاپېريال لرونكي دي، نور ځايي چارواكو د ښار ساتنې ته هغسې پاملرنه نه ده كړې لکه څنګه چې لازمه وه:(( دلته چې شكايت وكړې، ښاروالي وايي، موږ هغومره امكانات نه لرو، دلته هم نفوس ورځ په ورځ زياتېږي، خو ښاروالي د ښار د پاك چاپېريال لپاره نوي پروګرامونه نه لري.))

په كابل ښار کې د وهاج په نوم یو شخصي روغتون ته د تنفسي ناروغانو مراجعه خورا ډېره ده. دغه روغتون ته یو ورغلی ناروغ ضیاءالحق وفادار وايي، ما چې وکتل ډېر خلک په جلدي، سترګو، تنفسي او نورو الرژي زېږوونکو ناروغيو اخته وو، ډاكټرانو ورته ویل چې د ككړې هوا له منفي تاثيراتو څخه كه ځان ونه ژغورئ، مرضونه يې زياتېداى او خطرناك حد ته مزمن كېداى هم شي.

په كابل كې د صدري او تنفسي ناروغيو متخصص ډاكتر حكيم ځدراڼ د تنفسي ناروغانو د شكايت په تاييد وايي، حكومت نه يوازې دا چې د چاپېريال د ککړتیا په مهارولو کې پاتې راغلی، بلكې په هېواد دننه يې له تنفسي مشكلاتو سره مخ ناروغانو ته د تداوۍ كومه زمينه هم نه ده مساعده كړې:(( احصائيو ښودلې چې د افغانستان ۴۰ په سلو کې خلك د هوا ككړتيا په الرژۍ او نورو مزمنو ناروغيو اخته كړي.)) ډاكټر ځدراڼ زیاتوي:(( د الرژۍ، ساه بندۍ او توبركلوز ستونزه په ښارونو او كليو كې اعظمي حد ته رسېدلې، ناروغان يې يا په نږدې كلينيكونو كې امكانات نه ترلاسه كوي يا پاكستان ته ځي، يا هند ته او يا موږ ته مراجعه كوي، په ورځ كې له لسو تر۳۰ ناروغان يوازې ماته راځي، نور به لا څومره وي؟)) د داخله ناروغيو متخصص ډاكټر احسان الله درمل هم وايي چې كابل دم ګړۍ د ككړې هوا له کبله د اوسېدو ښار نه دى:(( د كليو ناروغان اكثره تداوۍ ته لاسرسى نه لري، دوى په يخنۍ كې له توبركلوز څخه مري، دلته په ښارونو كې بيا وضعيت دا دى چې ګرد، دوړې او غبار د ښار اسمان نيولى وي، لاندې هر يو انسان ته ترې د مرګ ګواښ متوجه دی، په ابوعلي سينا روغتون كې موږ د ورځې ۳۰۰ ناروغان هم ليدلي چې په مزمنو ناروغيو اخته راغلي دي.))

د هوا ككړتيا عوامل

په کابل ښار کې د هوا ککړتیا د مهارولو په برخه کې د چاپېریال ساتنې اداره مسوولیت لري، مګر د دې په خوا كې یو نیم ځای کابل ښاروالي هم له سون موادو د ګټې اخستنې پر څرنګوالي نظارت کوي، خو تراوسه د دغو دواړو بنسټونو هڅو پام وړ نتيجه نه ده وركړې. تېر حكومت د هوا د ككړتيا د مهارولو په نيت په اوونۍ كې دوه ورځې رخصتي اعلان كړه، ښاروالۍ بيا يو شمېر حمامونه او نانوايان ګازي سيسټم ته واړول، خو د موټرو د زياتوالي ستونزه لا هماغسې پر ځاى پرته ده چې د شنونكو په باور دې ستونزې د كابل هوا د ژوند تېرولو لپاره څو چنده ترخه كړې ده. دوى وايي په كابل كې د نفوس زياتوالي، په صنعتي فابريكو كې د  ټايرونو او سنګ زغال سوځولو، د بې شمېره موټرو لوګی او د سړكونو خرابوالی او د كوڅو د پاكولو په چاره كې د ښاروالۍ بې غورۍ د هوا ككړتيا زیاته كړې او تر هغه چې د يوه منظم پلان له مخې په دې اړه كار ونه شي، د كابل ښار ژغورل ناممكن دي.

نفوس

د چاپېريال ساتنې د ادارې مسوولين وايي، د هېواد ۲۳ فيصده وګړي دا مهال په كابل كې راټول شوي او نن سبا په دې ښار كې اووه مليونه وګړي ژوند كوي، دا په داسې حال کې ده چې هرکال کابل ته له ولایتونو څخه ۱۲۰زره نور وګړي هم راکوچېږي. مدني فعال مطيع الله شهاب په دې اړه وايي، حكومت له اوږدې مودې راهيسې د نوي كابل د پروژې خبره كوي، مګر دا ښار تر اوسه جوړ نه شو او د كابل د اوسني ښار مخ پر زياتېدونکي نفوس دا ښار له ژوند كولو ايستلى دى:(( د خلکو ګڼه ګوڼه د چاپېريال، اب او هوا د ككړتيا لومړنى سبب دى، كه چېرته نفوس زياتېږي، هلته طبعا موټر، كارخانې، صنعت او نور زياتېږي چې دا ټول چاپېريال ته بيا په ضرر تمامېږي.))

نقليه وسايط

د كابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې كابل د ۷۵ زره نقليه وسايطو د تګ راتګ لپاره جوړ شوى ښار دى، خو يو شمېر منابع په اوس وخت كې د كابل د نقلیه وسايطو شمېره تقريبا يو مليون په ګوته كوي. د ټرانسپورټ په برخه كې د علومو او اكاډمۍ څېړونكى اكبر پولاد همدا خبره كوي او وايي د وسايطو زياتوالي د كابل په د هوا او چاپېریال په ككړولو كې خورا زيات رول لرلی دى. نوموړی وايي چې په كابل كې په تصادفي ډول د ټرانسپورټيشن ستونزه زياته شوې او كه دا د يوې برنامې له مخې كنټرول شي؛ نو د چاپېريال ساتنې په برخه كې به خورا زياته مرسته وكړي:(( څومره چې دولت له عامه ټرانسپورټ څخه د استفادې د كمولو زمينه برابروي، هومره د ټرانسپورټي سيسټم لخوا چاپېريال ته متوجه ګواښونه كمېداى شي، خو متاسفانه حكومتونو دې برخې ته تر اوسه هېڅ پاملرنه نه ده كړې.))

متفرقه ستونزې

د چاپېريال ساتنې د ادارې تېركال معلومات په دې اړه دا دي چې  د کابل ښار د هوا په ککړتیا کې په لومړۍ کټګورۍ کې د خښتو، چونې او نورو توکو ۵۲۱ بټۍ او د ۳۳۰ فابریکو د برېښنا د تولید جنراتورونه( ۱۹ فابریکې داسې دي چې د خپلې انرژۍ د تولید لپاره د ډبرو سکاره کاروي) نقش لري. خو په دوهمه ګتګورۍ کې بیا ۱۱۰ بابه حمامونه، ۳۰۶ بابه سقاوې، ۶۹۱ هوټلونه، ۱۲۶۶ نانوايانې او ۱۰۵۰ متفرقه فعالیتونه دي چې د کابل هوا یې ککړه کړې ده. دا په داسې حال كې ده چې په كابل كې يوازې هوا ككړه نه ښودل كېږي، بلكې د چاپېريال ساتنې اداره وايي، دا مهال د كابل د سيند پر غاړه د اوبو چېنې تر ۴۰ مترۍ پورې ككړې او غير صحي دي.

څه پكار دي؟

كليد اوونيزې ته د تېر كال په اخر كې د چاپېريال ساتنې ادارې غړي کاظم همایون ويلي وو چې دوی د هوا ککړتیا د راکمولو لپاره ځینې پلانونه ترلاس لاندې نیولې، خو د بودجې د کمښت له کبله نه دي توانیدلي چې هغه عملي کړي. نوموړي مالیې وزارت ته ګوته نیولې وه چې شین چاپېریال ته توجه نه کوي. د هغه په خبره،  دا وزارت د چاپېریال ساتنې ادارې، د پروژو د تطبیق لپاره بودجه هم نه ځانګړې کوي. خو د چاپېریال ساتنې كارپوهان بيا وايي كه دولت هر څه كوي بايد د چاپېريال ساتنې په برخه كې د اړوندو ادارو لپاره پراخ امكانات برابر كړي او د ښارواليو انتخابات وكړي، تر څو د چاپېريال ساتنې په برخه كې د رقابتي برنامو له لارې وړ او مستحق كسان د ښاروالۍ چارې سمبال كړي. انجنير ايمل دغه ټكي ته په اشاره وايي، كه حكومت يو غوره ګوندي نظام رامنځته كړي او له مخې يې د ښارواليو لپاره انتخابات وشي، دغه ارګان به خلكو ته ځواب ویونکی وي او د چاپېريال د خونديتوب په برخه كې به د وظيفوي غفلت مخه هم نيول شوې وي:(( دولت كه دې برخې ته توجه ونه كړي؛ نو ښارونه به ترپايه ككړ وي، په ټرانسپورټي سيسټم كې دې هم محدوديتونه وضعه كړي، په خارج كې ويل كېږي د يو كور لپاره يو موټر بس دى، خو دلته هر كور كې هر سړى ځانته د موټر غوښتونكى او لرونكى دى، دا تقاضا چاپېريال ككړوي، خو كنترول يې د چاپېريال په خونديتوب كې مرسته كوي.))

د چاپېريال ساتنې ادارې د پاليسۍ او نړيوالو اړيكو معين عبدالولي مدقق بيا د سيسټمونو د تغيير په امكان نه غږېږي، بلكې وايي، حكومت په ټول هېواد كې د چاپېريال ساتنې د خونديتوب په برخه كې د طبيعي منابعو او سرچينو د خوندي كولو لپاره نوي پلانونه طرحه كړي چې ډېر ژر به تطبیق شي:(( موږ د چاپېريال ساتنې په اړه ملي پلانونه لرو چې له مخې به يې د چاپېريال ساتنې په اړه حقوقي او قانوني بستر وغوړېږي، سږكال به يوه بله خوندي ساحه هم په افغانستان كې اعلان كړو، د كابل د هوا د ككړتيا د مخنيوي لپاره مو يوه مقرره ټاكلې چې تطبيق به شي.))

دا په داسې حال كې ده چې په وروستيو كې د حكومت اجرائيه رئيس ډاكټر عبدالله عبدالله په دې اړه د ځمكې د نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي وو، حكومت د ككړ چاپېريال په اړه بې پروا نه دى، بلكې د خونديتوب چاره به يې په لومړيتوبونو كې راولي:(( د ځنګلونو وهل كېدو پر چاپېریال خورا بدې اغېزې پريښي، همدارنګه د كثافاتو زياتېدو او د كيمياوي موادو زيات استعمال هم د خلكو ژوند ته ګڼې ستونزې جوړې كړې دي. حكومت به په دې اړه جدي ګامونه واخلي.))

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *