ads

ميدان وردګو كې ۶۰ مېرمنو ته د ګلدوزۍ زده کړې ورکړل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د ثبات پروګرام له لوري د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې ۶۰ مېرمنو ته د ګلدوزۍ شاوخوا دوه مياشتنۍ زده کړې ورکړل شوي.   د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د ثبات پروګرام له لوري د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې ۶۰ مېرمنو […]

نویسنده: The Killid Group
17 غبرګولی 1394
ميدان وردګو كې ۶۰ مېرمنو ته د ګلدوزۍ زده کړې ورکړل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د ثبات پروګرام له لوري د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې ۶۰ مېرمنو ته د ګلدوزۍ شاوخوا دوه مياشتنۍ زده کړې ورکړل شوي.

 

د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د ثبات پروګرام له لوري د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې ۶۰ مېرمنو ته د ګلدوزۍ شاوخوا دوه مياشتنۍ زده کړې ورکړل شوي.

د ميدان وردګو ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په ترسره شوي پروګرام د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د ثبات پروګرام له لوري شاوخوا دوه نيم ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او د FRDO ادارې په تخنيکي همکارۍ پلى شو.

د سرچينې په وينا، د دغه پروګرام په پاى کې ټولو مېرمنو ته د ګلدوزۍ يو، يو ماشين، مېز او پايې، رختونه، ګاز ډبې، اوتو او ګڼ شمېر نور اړين توکي ورکړل شول.

سرچينه وايي، په همدې هدف جوړه شوې غونډه کې د جلرېز ولسوال نقيب الله حيدري وويل، چې د زده كړو د دغه پروګرام په پلي کېدو سره به ډېر ژر د يادو مېرمنو اقتصادي ستونزې حل شي او له دې وروسته به وکولاى شي، چې د ګلدوزۍ له لارې خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره كړي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA