ads

ریمونډ کارور څه ډول لیکل کول؟

امریکايي لیکوال او شاعر ريمونډ کارور چې د ۱۹۳۸ کال په مې کې زېږېدلی، د ۱۹۸۸ کال په وروستۍ میاشت کې یې له ژوند سره مخه ښه کړې ده. کارور د شلمې پېړۍ یو له مطرحو لیکوالو او همدارنګه د هغو کسانو له ډلې شمېرل کېږي چې د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د لنډې کيسې […]

نویسنده: The Killid Group
28 غویی 1394
ریمونډ کارور څه ډول لیکل کول؟

امریکايي لیکوال او شاعر ريمونډ کارور چې د ۱۹۳۸ کال په مې کې زېږېدلی، د ۱۹۸۸ کال په وروستۍ میاشت کې یې له ژوند سره مخه ښه کړې ده. کارور د شلمې پېړۍ یو له مطرحو لیکوالو او همدارنګه د هغو کسانو له ډلې شمېرل کېږي چې د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د لنډې کيسې د بیاراژوندي کېدو سبب شوی دی.

امریکايي لیکوال او شاعر ريمونډ کارور چې د ۱۹۳۸ کال په مې کې زېږېدلی، د ۱۹۸۸ کال په وروستۍ میاشت کې یې له ژوند سره مخه ښه کړې ده. کارور د شلمې پېړۍ یو له مطرحو لیکوالو او همدارنګه د هغو کسانو له ډلې شمېرل کېږي چې د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د لنډې کيسې د بیاراژوندي کېدو سبب شوی دی.

نوموړی ډېر په دې مشهور و چې خپلې کيسې يې په ځلونو ځلونو اصلاح کولې. ميني ماليزم د کارور د اثار یوه څرګنده ځانګړتيا ده. پاکټونه او څو نورې کيسې، بې وخته زنګ، وزلارې، چې دې په کار وم راته زنګ ووهه، د هغه د لنډو کیسو د څو ټولګو نومونه دي.

نوموړی په ۱۹۸۳ کال د پاريس ریویو مجلې په ۷۶ ګڼه کې د خپلې لیکوالۍ طریقه داسې راښيي:

هره ورځ لیکل کوم. ډېر خوند راکوي. کله کله په لیکلو کې دا رانه هېرېږي چې د اوونۍ کومه ورځ ده.  کله چې لیکل نه کوم او یا لیکلو ته مې شوق نه وي. بد عادتونه خپلوم. شپه تر ناوخته پورې ويښ پاتې کېږم او تر غرمې خوب کوم. خو دا کومه ستونزه نه ده، ما زده کړي چې صبر وکړم او د فرصت په تمه اوسم. ارامه کېنم او لیکل پیلوم، همدا چې د مېز تر شا کېنم، هره ورځ لس دولس تر پنځلس ساعته پورې کار کوم. څه چې په دې وخت کې کېږي، خوښېږي مې. د دغه کاري وخت ډېره برخه د لیکل شویو شیانو په بیا کتلو او اصلاح کې تېرېږي.

پر دې بېړه نه کوم چې د کيسې تر پای ته رسېدو وروسته هغه چا ته ولېږم. کله کله څو میاشتې خپل ليکلی شی له کوره نه وباسم. کار پرې کوم. یو څه ترې کموم او یو څه ور زیاتوم. د کيسې د لومړۍ نسخې لیکل ډېر دوام نه کوي. په یوه ناسته کې يې لیکم. خو د نورو نسخو کار ډېر وخت نيسي. داسې هم شوي چې يوه نسخه دېرش ځلې هم ولیکم. د لوی لیکوال د کيسې د لومړۍ نسخې لوستل او کتل لارښوونکې او هڅوونکی وي. که وغواړم، هغه لیکوال رایاد کړم چې له اصلاح او تصحیح سره يې لېوالتيا وه، هغه تولستوی دی. منظور مې دا دی چې نپوهېږم د هغه دا کار خوښېده که نه، خو همیشه به يې خپل لیکلي شیان بیا بیا کتل او اصلاح کول. ((سوله او جګړه)) یې اته ځله بیا بیا لیکلی و. دا کار زما په څېر د هر هغه لیکوال لپاره چې لومړۍ نسخه يې یوه افتضاح وي، ډېر هڅوونکی او جالب وي.

زه ډېر ځله په لاس لیکل کوم. په ډېره بېړه پاڼه ډکوم. د هغه کار لپاره چې وروسته يې باید پر داستان ترسره کړم، ځان سره یو ډول شخصي يادښتونه لرم. ځينې صحنې نيمګړې پرېږدم، کله يې هم هيڅ نه لیکم. دا هغه صحنې دي چې زیات دقت ته اړتیا لري. البته زما منظور دا دی چې ټولې برخې زیات دقت ته اړتیا لري. خو ځينې صحنې دويمې او درېيمې نسخې ته پرېږدم، ځکه دغه برخې او سم لیکل يې تر لومړۍ نسخې زیات وخت نيسي. لومړۍ نسخه یعنې د داستان د طرحې او چوکاټ پلي کول. د بیا لیکلو او بیا کتلو په وخت هغه نور پاتې کار يې بشپړوم.

کله چې د لاس لیکلي نسخې کار پای ته ورسېږي، د ټایپ ماشین ته کېنم او خپل کار ته دوام ورکوم. کله چې داستان ټايپوم، يو ډول راته بدل ښکاري، ښه کېږي. د لومړۍ نسخې د ټايپولو پر مهال اصلاح کولو ته مخه کوم، يو څه زیاتوم او یا يو څه کموم. اصلي اثر وروسته راڅرګندېږي، هغه وخت چې پر داستان مې درې څلور ځلې بیاکتنه وکړه. شعر هم همداسې لیکم، ښايي څلوېښت پنځوس ځلې يو شعر ولیکم.

ډېر شیان چې لیکم، لرې يې غورځوم. که داستاني نسخه څلوېښت پاڼې وي، کله چې له لیکلو فارغ شوم، کار يې نیمايي ته رسیدلی وي، مسئله یوازې د یو څه رامنځته کول او د داستان لنډول نه ده. ډېر شیان حذفوم او زیاتوم او بیا هم پرله پسې دا کار کوم. د خپل کور په دويم پوړ د خپلې مطالعې په کوټه لیکل کوم. دا راته ډېر مهم دی چې ځانته د کار کولو ځای ولرم. ډېری ورځې ټلیفون بندوم. کلونه کلونه مې په اشپزخانه کې د ډوډۍ خوړلو د مېز پر سر او یا هم د کتابتون په تنګوړی او يا هم پخپل موټر کې لیکل کول. دا نوې کوټه کاملا تجملي ده او لازمه وه ده چې ويې لرم.

زموږ شته ټول همدغه کلمات دي، بهتره ده چې سم انتخاب شي او لیک نښې سمې وي او په ښه ډول خپل مفهوم ولېږدوي. زه هره میاشت له پنځو دقیقو زیات پر تېر وخت نه تمېږم. تېر وخت یو پردي او ناپېژندل شوي هېواد سره ورته وي، هلته هرڅه په بېله بڼه اداره کېږي. پېښې يوازې د حال په زمانه کې رامنځته کېږي. زما کيسې د هغو خلکو په اړه دي چې معمولا څوک نه لري چې ورسره وغږېږي. زه د یوه شاهد په څېر، سربېره پردې ما پخپله همداسې ژوند کړی، زه ویاند نه یم، خو د داسې ژوند شاهد پاتې شوی یم. زه یو لیکوال یم.

لیکل؛ یعنې هغه څه چې وايې په معمول ډول دا وړتیا نه لري چې هغه خلکو ته ووايې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA