ads

باكيفيته ښوونې او روزنې لپاره كمپاين

عادلانه، سراسري او وړيا ښوونې او روزنې ته رايه، دا په افغانستان كې له باكيفيته ښوونې او روزنې د ملاتړ د غورځنګ د سږ كال د كمپاين شعار دى. ياد غورځنګ وايي، هر كال په ټوله نړۍ كې ميليونونه كسان د باكيفيته پوهنې لپاره كمپاين كوي او سل هيوادونه د دغه كمپاين غړيتوب لري. عادلانه، […]

نویسنده: The Killid Group
13 غویی 1394

عادلانه، سراسري او وړيا ښوونې او روزنې ته رايه، دا په افغانستان كې له باكيفيته ښوونې او روزنې د ملاتړ د غورځنګ د سږ كال د كمپاين شعار دى. ياد غورځنګ وايي، هر كال په ټوله نړۍ كې ميليونونه كسان د باكيفيته پوهنې لپاره كمپاين كوي او سل هيوادونه د دغه كمپاين غړيتوب لري.

عادلانه، سراسري او وړيا ښوونې او روزنې ته رايه، دا په افغانستان كې له باكيفيته ښوونې او روزنې د ملاتړ د غورځنګ د سږ كال د كمپاين شعار دى.

ياد غورځنګ وايي، هر كال په ټوله نړۍ كې ميليونونه كسان د باكيفيته پوهنې لپاره كمپاين كوي او سل هيوادونه د دغه كمپاين غړيتوب لري.

د يكشنبې په ورځ د باكيفيته ښوونې او روزنې لپاره د كمپاين دپيل په هدف يوه غونډه جوړه شوه چې په ياده غونډه كې د باكيفيته پوهنې څخه د ملاتړ غورځنګ د راتلونكو پنځلسو كلونو لپاره د پوهنې د باكيفيته كولو په موخه خپل وړانديزونه دولت ته وسپارل.

دغه غورځنګ وايي، د 2030 م كال په پاى كې بايد ټول ماشومان چې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې پاى ته رسولې وي له داسې مهارتونو برخمن وي چې هم خپلو لوړو زده كړو ته دوام وركړلى شي او هم كه د كار ليوالتيا ولري نو د كار د ترسره كولو لپاره لازم مهارتونه ولري.

له باكيفيته زده كړو د ملاتړ د غورځنګ مشر محمدرحيم جامي وايي، په تيرو څو كلونو كې افغانانو د پوهنې د كميت او كيفيت په برخه كې يو لړ لاسته راوړنې درلودې خو لا هم پوهنه سراسري او د ټولو لپاره يو شان نه ده.

جامي زياتوي پوهنه بايد د دولت په لومړيتوبونو كې وي او هغې ته له نورو سكتورونو ډېره بوديجه جلا كړي.

د نوموړي په وينا: (( كه لس كاله وروسته موږ يو نسل، چې ويل كيږي پنځه شپېته سلنه نفوس ځوانان دي لوستي نه كړو، نو دا بحران زېږونكى دى.))

په همدې حال كې د اجرائيه رياست دويم مرستيال حاجي محمد محقق وايي، كه غواړو چې د پوهنې كيفيت لوړ كړو نو بايد دولت په ولايتونو كې د پوهنې كيفيت ته پاملرنه وكړي او په دې اړه نړيوال هم بايد مرسته وكړي.

نوموړى وايي، په ولايتونو كې بايد د پوهنې په برخه كې د مركز په پرتله ډير امتيازونه وركړل شي.

محقق په ورته وخت كې وايي، په افغانستان كې د پوهنې سيستم هم د كار وړ نه دى او په خبره يې بايد اصلاحات پكې راوړل شي، چې په خبره يې لږ تر لږه بايد د ښوونځي درې وروستي ټولګي تخصصي شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA