ads

تخار كې ۹ تنه د واورو له كبله تري تم شوي

ځايي چارواكي وايي، په تخار ولایت کې لسګونه کورنۍ په واورو کې بندې پاتې دي او ۹ تنه يې د واورې د ورښت له كبله نادرکه شوي دي. د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور كليد ته وويل، د ورسچ ولسوالۍ په یغنان سیمه کې ‍۱۳ برفکوچونه راغلي دي، چې د لسګونه کورنیو […]

نویسنده: The Killid Group
13 کب 1393
تخار كې ۹ تنه د واورو له كبله تري تم شوي

ځايي چارواكي وايي، په تخار ولایت کې لسګونه کورنۍ په واورو کې بندې پاتې دي او ۹ تنه يې د واورې د ورښت له كبله نادرکه شوي دي. د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور كليد ته وويل، د ورسچ ولسوالۍ په یغنان سیمه کې ‍۱۳ برفکوچونه راغلي دي، چې د لسګونه کورنیو ژوند یې له

ځايي چارواكي وايي، په تخار ولایت کې لسګونه کورنۍ په واورو کې بندې پاتې دي او ۹ تنه يې د واورې د ورښت له كبله تري تم شوي دي.

د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور كليد ته وويل، د ورسچ ولسوالۍ په یغنان سیمه کې ‍۱۳ برفکوچونه راغلي دي، چې د لسګونه کورنیو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

تيمور زياته كړه، د تېرو درې ورځو راهیسې ۹ تنه تري تم شوي دي او په سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

د نوموړي په وينا، چې د سیمې د اوسېدونکو مخابراتي اړیکې لاره له مرکز سره پرې شوې دي.

دى وايي، دوی کوښښ کوي، چې ټولې کورنۍ وژغوري او لومړني توکي سیمې ته ورسوي.

په ورته وخت كې د تخار ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس عبدالرزاق زنده وایي، چې دوی تراوسه پورې یو سکواټر سیمې ته لېږلی، تر څو تړلې لارې پاکې او وروسته لومړني توکي د سیمې اوسېدونکو ته ورسوي.

د تخار ولایت د ورسچ ولسوالۍ د یغنان سیمه د پنجشیر ولایت له پریان ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، چې د ډېرو واورو ښويېدنو له كبله يې خلك اندېښمن شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA