187
۲۹ مرغومی ۱۳۹۳
لیکونکی:

د هوا ككړتيا، تدریجي مرګ

چاپېریال، اب او هوا ته د نړۍ په کچه خورا ډېره پاملرنه کېږي، مګر په افغانستان کې هېڅوک له چاپېریال او ککړې اب او هوا څخه راپېښېدونکو زیانونو ته متوجه نه دي.

چاپېریال، اب او هوا ته د نړۍ په کچه خورا ډېره پاملرنه کېږي، مګر په افغانستان کې هېڅوک له چاپېریال او ککړې اب او هوا څخه راپېښېدونکو زیانونو ته متوجه نه دي.

ډېری مبصرین د چاپېریال، اب او هوا ککړتیا ته د تدریجي مرګ په سترګه ګوري چې لږ ورته پام کېږي. دوی وايي،  حکومتونه او ملتونه ګډ مسوولیت لري چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي او د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي.

اسناد او شواهد ښيي چې په کلني معیار د نړۍ په کچه لږ تر لږه درې ملیونه انسانان د ککړ چاپېریال او ککړې اب او هوا له کبله خپل ژوند له لاس ورکوي. په دغو لویو انساني تلفاتو کې په سلو کې ۹۰ یې د نړۍ په پرمختللو هېوادونو پورې اړه لري او پاتې نور یې مخ په ودي هېوادونو او په وروسته پاتې هېوادونو کې دي.

په ځینو هېوادونو کې د هغو کسانو د مړینې کچه چې د ککړ چاپېریال او ککړې اب او هوا له کبله مري، د ټرافیکي پېښو او هوايي سانحو له قربانیانو زیاته ده. دا مړينې په معمولي كچه د نفس تنګۍ، د زړه د سكتې، مغزي سکتي او تنفسي الرژيو په نتيجه كې رامنځته كېږي.

د هوا ككړتيا په هوا كې د هرې هغه مضره مادي موجودیت ته ويل كېږي چې د انسان لپاره زيان اړوي. دا مضره توكي په هوا كې يا طبيعي بڼه لري او ياهم د اوبلنو غازو د څاڅكو په څېر په مصنوعي توګه هوا ته د ځمکې له ککړ چاپېریال څخه لېږدول كېږي.

زموږ همکار علي ارش لاندې راپور برابر کړی چې په ګډه یې لولو:

د کابل هوا خورا ډېره ککړه شوې ده، ساه ایستل په کې نور سخت شوي، داسې ګمان کېږي چې ګواکې له اسمان خاورې اوري، خو څوک نشته چې د دغې ستونزې د حل لپاره یوه اساسي چاره ولټوي. د روغتونونو مسوول چارواکي هم دا ستونزه تاییدوي، خو ورسره ګواښنه کوي، که چېرې پاملرنه ور ته ونشي؛ نو تنفسي او سرطاني ناروغۍ به په چټکۍ پراختیا ومومي او د ډېرو وګړو مری به ومروړي.

په کابل کې د ابن سینا روغتون ډاکټران وايي چې د هوا ککړتیا له کبله هره ورځ نږدې ۲۰۰ تنه ناروغان چې تنفسي ستونزې لري، دغه روغتون ته مراجعه کوي.  دا ناروغان د ابن سینا روغتون داخله څانګې ته د درملنې په خاطر ورځي. په دوی  کې ماشومان، ځوانان، سپین ږېري، ښځې او نجونې شاملې دي.

شیرین هغه مېرمن ده چې په وینا یې،  د هوا ککړتیا په نفس تنګی اخته کړې او ساه نشي اخستی، هغه چې ټوخېدله کلید ته وویل:(( په نفس تنګی اخته یم، سخته ناروغه یم، ډاکټران راته وايي چې ککړه هوا د دغې ناروغۍ سبب شوې ده.))

د ابن سینا روغتون یو مسوول ډاکټر افضل خان هم تاییدوي چې د دغه روغتون ډېری مراجعه کوونکي په نفس تنګۍ او د زړه په ناروغیو اخته دي.

هغه وايي: (( د هوا ککړتیا له کبله په ناروغیو اخته کسان ډېر شوي، چا چې پخوا تنفسي ناروغۍ درلودې د هوا ککړتیا سبب شوې چې ناروغي یې بیا وده وکړي، زموږ ارزونې ښيي چې د ورځې نږدې ۲۰۰ تنه چې اکثریت یې له تنفسي ناروغیو کړیږي، دغه روغتون ته مراجعه کوي.))

ډېری کابل ښاریان وايي، ماښام مهال هوا داسې ککړه وي چې په نږدې واټن کې یو بل نشي لیدلی. د کابل ښار اوسېدونکی حسین محمدي په خبره، چې سهار مهال د ککړې هوا اثرات کم وي، خو مازدیګر او ماښام مهال دغه ککړتیا دومره زیاتېږي چې هم سترګې سوځوي او هم ستونی خفه کوي.

بابه جان د کابل ښار بل اوسېدونکی دی، هغه وايي، په کابل کې هوا دومره ککړه شوې چې ډېری وخت ساه نشي اخستی او ټوخی یې نیسي.

بې ګټې هڅې او بېلابېل عوامل

په کابل ښار کې د هوا ککړتیا د مهارولو په برخه کې د چاپېریال ساتنې اداره مسوولیت لري، یو نیم ځای کابل ښاروالي هم له سون موادو د ګټې اخستنې پر څرنګوالي نظارت کوي، خو تراوسه د دغو دواړو بنسټونو هڅو پام وړ پایلې نه دي لرلې او د هوا ککړتیا ورځ تر بلې ډېرېږي.

وړاندې د هوا ککړتیا د مهارولو لپاره د جمهور رئیس کرزي حکومت پرېکړه وکړه چې په مرکز کابل کې دې د پنج شنبې ورځې رخصت وي، داسې یو اقدام چې په ظاهره یې کومه خاصه نتیجه نه درلوده.

د دې ترڅنګ د چاپېریال ساتنې ادارې د ښاروالۍ په مرسته د هوا ککړتیا د مخنیوي په خاطر یو شمېر حمانونه او نانوایان ګازي کړل، داسې یو اقدام چې ویلای شو لږ اغېز یې درلود، خو نشي کولای چې د ټولې ستونزې تړلی قفل پرانیزي.

متخصصین د کابل هوا د ککړتیا عمده علت د نفوس زیاتوالی، د ژمي په موسم کې د پلاستیکي توکو( ټایرونو او بوتلونو) او سنګ ذغال سوځول په ګوته کوي، خو ورسره په څنګ کې وايي چې زړو موټرو هم د کابل هوا ککړه کړې ده.

د چاپېریال ساتنې ادارې د معلوماتو پر بنیاد د ټول هېواد په سلو کې ۲۳ فیصده نفوس په کابل کې راټول شوی، حال دا چې د دوی په خبره،  کابل ښار د یو ملیون وګړو لپاره په نظر کې نیول شوی او نن سبا په کې نږدې ۷ ملیونه وګړي ژوند کوي.

دغه راز د کلید ګروپ یوه څېړنه ښيي چې د کابل ښار پر نفوس هر کال ۱۲۰ زره تنه نور زیاتېږي، دا هغه خلک دي چې یا یې په کلیو کې ژوند سخت شوی او یا هم له ایران او پاکستان څخه له مهاجرته راګرځي.

له بل لوري د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې کابل ښار د شاوخوا ۷۵ زره نقلیه وسیلو د تګ راتګ لپاره جوړ شوی، حال دا چې د دوی د معلوماتو له مخې دم ګړۍ شپه او ورځ په کې ۴۸۰ زره موټر تګ راتګ کوي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د وروستۍ اعلامې له مخې چې تېره اوونۍ خپره شوه، د کابل ښار د هوا په ککړتیا کې په لومړۍ کټه ګورۍ کې د خښتو، چونې او نورو توکو ۵۲۱ بټۍ او د ۳۳۰ فابریکو د برېښتا د تولید جنراتورونه( ۱۹ فابریکې داسې چې د خپلې انرژۍ د تولید لپاره سنګ زغال کاروي) نقش لري. خو په دوهمه ګته ګورۍ کې بیا ۱۱۰بابه حمامونه، ۳۰۶ بابه سقاوې، ۶۹۱ هوټلونه، ۱۲۶۶ نانوايانې او ۱۰۵۰ متفرقه فعالیتونه دي چې د کابل هوا یې ککړه کړې ده.

څوک ملامت دي؟

د چاپېریال ساتنې اداره تاییدوي چې د کابل هوا مرګوني شوې ده، د دغې اداره غړی کاظم همایون وايي، د هوا د ککړتیا د سنجش کومه دستګاه چې دوی په اختیار کې لري، ښيي چې د کابل د هوا ککړتیا ته زیاته شوې ده.

د دغې اداره چارواکو وړاندې ویلي وو، کوم سمي ذرات چې د هېواد په فضا کې نشر شوي، د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله اووه برابره ډېر دي.

کاظم همایون وايي چې دوی د هوا ککړتیا د راکمولو لپاره ځینې پلانونه ترلاس لاندې نیولې، خو د بودجې د کمښت له کبله نه دي توانیدلي چې هغه عملي کړي.

نوموړی مالیې وزارت ته ګوته نیسي چې شین چاپېریال ته توجه نه کوي. د هغه په خبره،  دا وزارت د چاپېریال ساتنې ادارې،  د پروژو د تطبیق لپاره بودجه نه ځانګړې کوي:(( د مالیې وزارت چارواکي د زرغونولو لیدلوری نه لري، دغه چارواکي یوازې په کلاسیک اقتصاد پوهېږي، داسې یو څه چې زموږ د هېواد اړتیاوي نه ځوابوي.))، خو د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني بیا د چاپېریال ساتنې ادارې څرګندونې نه مني او وايي، دغه اداره توانیدلې چې د خپلې پراختیايي بودجې یوه برخه مصرف کړي: (( د چاپېریال ساتنې ادارې پراختیايي بودجه ۹۲.۲ ملیونه افغانۍ ده. تر اوسه دغه ریاست توانېدلی چې یوازې ۱۵.۹ ملیونه افغانۍ مصرف کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې هر کال شاوخوا ۲۵۰۰ تنه په هېواد کې د ککړې هوا له کبله ساه ورکوي. دا وزارت وايي چې د هوا ککړتیا، پر تنفسي ناروغیو سربېره سرطاني ناروغۍ رامنځته کوي او په ښځو کې د جنین د سقط باعث کېږي.د داخله ناروغیو معالج ډاکټر عبدالمتین عمران وايي:(( د هوا ككړتیا د زړه ناروغۍ، تنفسي ناروغۍ، اروايي او جلدي ناروغۍ زېږولي دي.)) د عامې روغتیا وزارت پخواني سلاکار ډاکټر عبدالله فهیم د نړیوالو له لوري د خپرو شویو ارقامو په استناد په خپله یوه مرکه کې کلید ته ویلي وو چې په سلو کې څلوېښت مړینې د تنفسي ناروغیو په سبب او تر ۹۰ پورته د ککړ چاپېریال، اب او هوا له کبله پېښېږي.

دغه راز د ۲۰۰۷ كال د مى په ۱۴ مه د بريتانيا د كريستن ايډ خيريه ټولنې خبردارۍ وركړی و چې د اب او هوا او اقليمي بدلولونو په پايله كې به د نړۍ يو مليارډ وګړي مهاجر او سرګردانه شي. دغې ټولنې همدا راز کښلي وو  چې د څښاك د اوبو كمښت، د سمندرونو د اوبو د لوړوالي، جګړې، لوږې او قحطۍ له کبله به دا ارقام په نږدې راتلونكې كې ۸۵۰ مليونه تنو ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو د بين الدولتي د پلاوي د یوه راپور له مخې به تر۲۰۸۰ ميلادي كاله پورې درې مليونه تنه د اوبو له كمښت، تر پنځوسوو مليونه پورې به د لوږې او تر۷ مليونه پورته خلك به په كلني معيار د سمندري او ساحلي توپانونو ښكار شي. دغه راز د ملګرو ملتونو نورې سروې ګانې ښيي چې جګړه او نورې چاپيريالي ككړتياوې به سلګونه مليونه تنه د افريقا په شمال، اسيا او منځني ختېځ كې له ستونزو سره مخ کړي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *