د افغان ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د طوفان دره سرخ عملیاتو دویم پړاو کې څوارلس طالب وسله وال وژل شوي دي. چارواکي وايي، د عملیاتو دویم پړاو یې د جمعې په سهار پیل کړى دى.
د افغان ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د طوفان دره سرخ عملیاتو دویم پړاو کې څوارلس طالب وسله وال وژل شوي دي.
چارواکي وايي، د عملیاتو دویم پړاو یې د جمعې په سهار پیل کړى دى.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي اداري کلید ته په راستولې خبرپاڼې کې ویلي، چې یاد عملیات یې د دانګام ولسوالۍ له دوبندي، کارکوټ او کانتو سیمو څخه پیل کړي دي.
خبرپاڼې کې ویل شوي، چې د طوفان دره سرخ عملیات د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان تورنجنرال محمد زمان وزیري تر قوماندې لاندې ګډو افغان ځواکونو، ګمانډو ځواکونو، ملي امنیت عامه نظم او ملي پولیسو پیل کړي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکي وايي، m17 اوm35 هلیکوپټرې او توپچي ځواك د عملیات کوونکي ځواکونو ملاتړ كوي.
سرچیني ویلي، د هوايي بریدونو په ترڅ کې د دولت څوارلس وسله وال مخالفین وژل شوي او افغان ځواکونو د پرمختک په حال کې دي.
بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته په راستولي لنډ لیکلي ټیلفوني پیغام کې ویلي، چې په دانګام کې يې دولتي ځواکونو سره سخته جګړه کې د سپېشل فورس ۴ سرتیري وژلي او ګن نور ټپیان کړي دي.
مجاهد دغه راز د دانګام په نښته کې د خپلو درېیو طالب ملګرو د تپي کېدو پخلى کړى.