ads

خوست به د ۲۰۱۵ کال په پای کې پاک ښار ونومول شي

په داسې حال كې چې د خوست ښار چاپېریال د سړكونو د خرابوالي، د موټرو بيرو بار او دوړو له جدي ګواښ سره مخ كړى، خو دغه ولايت ته قابو يوه مياشت وړاندې ټاكل شوى  نوى ښاروال ادعا كوي چې په يوه كال كې به خوست د هېواد تر ټولو پاك او ښكلى ښار وګرځوي. […]

نویسنده: The Killid Group
25 لیندۍ 1393
خوست به د ۲۰۱۵ کال په پای کې پاک ښار ونومول شي

په داسې حال كې چې د خوست ښار چاپېریال د سړكونو د خرابوالي، د موټرو بيرو بار او دوړو له جدي ګواښ سره مخ كړى، خو دغه ولايت ته قابو يوه مياشت وړاندې ټاكل شوى  نوى ښاروال ادعا كوي چې په يوه كال كې به خوست د هېواد تر ټولو پاك او ښكلى ښار وګرځوي.

 

 

په داسې حال كې چې د خوست ښار چاپېریال د سړكونو د خرابوالي، د موټرو بيرو بار او دوړو له جدي ګواښ سره مخ كړى، خو دغه ولايت ته قابو يوه مياشت وړاندې ټاكل شوى  نوى ښاروال ادعا كوي چې په يوه كال كې به خوست د هېواد تر ټولو پاك او ښكلى ښار وګرځوي.

د خوست ښاروال وايي چې ډېر ژر به د سړكونو كنډوكپر شوي ځایونه او د ښار په منځ كې د دوكاندارانو لخوا چاپېريال ته متوجه خطرونه له منځه يوسي: (( د ښار ۱۸ كیلو متره سړكونه بيا له سره پخوو، د ښار د فاضلابو د ایستلو او د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره به پلان اېښودونه وکړو.))

د خوست ښاروال کرامت خان وايي چې له هېوادپال ځواك ټولنيز بنسټ سره د چاپېریالي ستونزو د راکمولو په مقصد یو تړون هم لاسلیک کړی.

نوموړی که څه هم د دغه تړون پر جزئياتو ونه غږېده، خو كليد ته يې وويل چې غواړي له دې لارې د ښار پاكولو ګډ اشرونه ترسره او د ۲۰۱۵ كال تر پايه خوست ښار د هېواد تر ټولو پاك ښار انتخاب شي:(( زموږ د كمپاين هڅه به دا وي چې دا ښار په ۲۰۱۵ كې تر ټولو پاك ښار ونومول شي، ځوانان به د دې پروګرام ښې پرمختيا لپاره ګڼې هلې ځلې وكړي.))

د هېواد پال ځواك ټولنيز بنسټ مشر او د ولسي جرګې غړى همايون همايون بيا وايي، د ښار د پاكوالي په كمپاين كې يې خوست ښاروالۍ ته د مرستې په توګه د ۲۰۰ زره امريكايي ډالرو په ارزښت ۲۰ عرادې وسایط هم برابر کړي دي.

دى وايي، له خوست ښاروالۍ سره په  مرسته شويو وسايطو كې د اوبو ټانكر، د سړكونو پاكولو او د كثافاتو د لېږدولو موټر هم شامل دي چې له كبله به يې ګڼې ستونزې اوارې شي: ((دلته د وسايطو ستونزه ډېره لويه وه، موږ په دې برخه كې يو څه مشكلات راكم كړل او لا هڅه كوو چې خوست ښاروالي له زياتو ستونزو سره مخ نه شي.))

د خوست ښاروال كرامت خان خپلواك هم مني چې مرسته شوي وسايط به يې په كارونو كې اسانتيا راولي او دوى به وكولى شي چې سږكال د خوست ښاروالۍ ته ځانګړې شوې ۹ مليونه افغانۍ بودجه يوازې د سړكونو، پلچكونو او د سړك د غاړې د ويالو په بيارغولو ولګوي: (( مخكې به په دې پيسو ښاروالۍ ته ټول كارونه ور په غاړه وو، اوس د وسايطو مرستې زموږ ستونزې يو څه راكمې كړي، بله دا چې د عامو خلكو مرستې ته مو هم بانكي اكاونټ پرانستى، تر څو د خلكو مرسته پر ځاى ولګېږي.))

د خوست ښاروال وايي چې دم ګړۍ په دغه ولایت کې د ښارپاکولو کمپاین په منظمه توګه پر مخ روان دی: (( تېره اوونۍ سلګونه ښاريان، سوداګر، د مدني ټولنې غړي، دوكانداران او نور اشخاص په دې كمپاين راسره ګډ شول، موږ به د ښار د پاكوالي لپاره هره اوونۍ ځانګړى اشر كوو، خلكو هم د مرستې ډاډ راكړى.))

د خوست ښار د پاكوالي په كمپاين كې شريك شوى زلمی محمد  اصف، د ښاروالۍ وروستى اقدام ستايي او زياتوي چې د خپل احساس له مخې نور خلك هم دې ته هڅوي چې تر ۲۰۱۵ كاله پورې د خوست د ښكلي كولو او پاكولو په كمپاين كې برخه واخلي:(( هر سړى د زړه له  تله برخه راسره اخلي، هيله ده ښاروال خپلو فعاليتونو ته ادامه وركړي، موږ به ورسره ملګري يو.))

د خوست ښار يو تن هټۍ وال نذير الله كه څه هم د ښار پاكولو اشر يو نيك اقدام بولي، خو وايي ښاروالي بايد د دې چارې د لا پرمختګ لپاره د تنظيف د څانګې تشكيل هم زيات كړي: (( ما چې اورېدلي په ټوله ښاروالۍ كې ايله ۳۰ كسان لرو، حال دا چې  ښار د پاكولو لپاره له سلو زياتو كسانو ته اړتيا لري.))

د خوست د مدني ټولنې يو غړى نصير احمد روښان بيا وايي، دا يوازې د ښاروالۍ دنده نه ده چې د ښار د چټليو مخه ونيسي او ورځ تر بلې د اشرونو لړۍ ګرمه كړي، بلكې د ده په خبره ولس ته هم پكار ده چې د ښاري فرهنګ د پياوړي كولو هڅې وكړي: ((كه خلك د خپلو دوكانونو او كورونو مخې ته خاورې خځلې خپله ټولې او منظمې يې وغورځوي او د خوست ولايتي اداره هم له ښاروالۍ سره مرسته وكړي، دا به يو لوى كار وي.))

په خوست كې  رخت پلورونكى مجاهد خان هم په دې نظر دى چې د ښار ساتنه د دولت تر څنګ د خلكو دنده هم ده:(( زه د خپل دوكان مخه په خپله پاكوم، هر سړى دې همداسې وكړي، د خپل كور مخه دې خپله پاكه كړي، زموږ كمپاين به ډېر بريالى شي.))

د مجاهد خان څنګ ته يو بل دوكاندار اجمل وايي، په خوست كې يې د ښار د پاكولو له كمپاين څخه ډېره مثبته روحيه اخستې او له دې وروسته به نور خلك هم وهڅوي چې د دوكانونو مخې خپله پاكې كړي او خځلې يې بيا د ښاروالۍ په يوه ځانګړې باطله دانۍ كې وغورځوي: (( زه اوس په دې ارزښت پوى شوى يم چې د ښايسته او پاك ښار په درلودلو هم موږ ښه ښكارو هم مو ژوند ښايسته كېږي، زما پر دوكان دا څو ورځې بيروبار هم له دې كبله دى چې هر څه پاك ساتم.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA