ads

د خوست چاپېریال ته له سړکونو ګواښ متوجه دی

كه څه هم د خوست ښاروالۍ چارواكي وايي چې په نږدې راتلونكې كې به د ښار د چاپېریال د خوندي کولو په خاطر د سړكونو د بیارغولو چارې پیل كړي، خو د خوست اوسېدونكي بيا شكايت كوي چې د ولايتي ادارې د بې پروايې له كبله د ښار د ټولو سړكونو انتهايي خراب وضعيت د […]

نویسنده: The Killid Group
28 لړم 1393
د خوست چاپېریال ته له سړکونو ګواښ متوجه دی

كه څه هم د خوست ښاروالۍ چارواكي وايي چې په نږدې راتلونكې كې به د ښار د چاپېریال د خوندي کولو په خاطر د سړكونو د بیارغولو چارې پیل كړي، خو د خوست اوسېدونكي بيا شكايت كوي چې د ولايتي ادارې د بې پروايې له كبله د ښار د ټولو سړكونو انتهايي خراب وضعيت د ښار چاپېريال ككړ كړى دى.

كه څه هم د خوست ښاروالۍ چارواكي وايي چې په نږدې راتلونكې كې به د ښار د چاپېریال د خوندي کولو په خاطر د سړكونو د بیارغولو چارې پیل كړي، خو د خوست اوسېدونكي بيا شكايت كوي چې د ولايتي ادارې د بې پروايې له كبله د ښار د ټولو سړكونو انتهايي خراب وضعيت د ښار چاپېريال ككړ كړى دى.

دوى وايي، د خوست سړكونه ځاى ځاى كندو كپر او په كې د باران د اوبو له ډنډونو پوزې ته راغلي وي، خو كله چې اسمان شين شي؛ نو بيا پر دغو سړكونو د موټرو د بېرو بار له كبله شاوخوا خلك له خاورو او ګردونو هم ساه نه شي اخستلى.

وطن ګل احساس د خوست ښار د دواخانو لین ته نږدې اوسي، هغه له كليد سره په خبرو كې وويل، دى باور نه لري چې ځايي چارواكي دې په نږدې راتلونكې كې خلكو ته كوم ښه خبر ولري.

وطن ګل وايي، د خوست سړكونه داسې کنډو کپر شوي چې په خبره يې ګمان كېږي، دلته به پر سړكونو له اوږدې مودې راهيسې كار نه وي شوى: (( سړكونه د ښار په مهمو ساحو كې تخریب شوي او په بد حالت كې دي، ښاروالي خو يې بیخي په كيسه كې نه ده، د بارانونو د اوبو او ګردونو له كبله د ښار هوا او چاپېريال هم ورځ تر بلې چټلېږي.))

د متون حبش خېلو اوسېدونكى سيد محمدالله هم په خوست كې د چاپېريال د خرابۍ يو اصلي علت د سړكونو خرابولى ګڼي. دى وايي، د باران پر مهال د سړك په ایجاد شویو کندو کې اوبه ډنډېږي او وروسته ترې خلك نه شي تېرېدلى:(( دا نو څه شى شو، په داسې ښار كې ژوند ډېر سخت دى، هر ځاى په هر باران كې اوبه ډنډ وي او د وتو لار يې نه وي.))

خو د خوست ښاروال كرامت خان خپلواك بيا له كليد سره په خبرو كې وويل، له ولايت سره يې د خوست د سړكونو د خرابوالي خبره شريكه كړې او په خبره يې ژمنه كوي چې ډېر ژر به يې د بيارغونې كارونه هم پيل شي:(( موږ دا منو چې د سړكونو خرابوالي ګردونه جوړ كړي او د ښار چاپېريال يې خراب کړی؛ له همدې كبله په هڅه كې يو چې دا سړكونه بېرته په ښه كيفيت ورغوو.))

دى وايي، كه ولايت منظوري وركړي؛ نو د يو ځانګړي پلان له مخې به د ټول ښار پر سړكونو كار پيل كړي، خو له خلكو يې بيا غوښتنه دا وه چې د ښار په چاپېريال ساتنه كې بايد دوى هم مرسته وكړي:((يوازې د سړكونو خبره هم نه ده، خلك هم بايد د ښار په ساتنه كې له موږ سره  اوږه په اوږه كار وكړي.))

دا په داسې حال كې ده چې كرامت خان خپلواك په دې وروستيو كې تازه د ښاروال په چوكۍ ناست دى، خلك وايي د هغه له راتګ سره په خوست ښار كې ځينې څرګند پرمختګونه شوي، مګر دا لړۍ باید لا روانه وساتل شي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA