د فراه امنيتي چارواكي وايي، نن سهار پينځه نيمې بجې له ۴۰۰ زياتو وسله والو مخالفينو له درېيو خواوو د بالابلوك ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ او امنيتي پوستو ډله ييز بريد پيل كړى او جګړه اوس هم دوام لري.
د فراه امنيتي چارواكي وايي، چې نن سهار پينځه نيمې بجې له ۴۰۰ زياتو وسله والو مخالفينو له دريو خواوو د بالابلوك ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ او امنيتي پوستو ډله ييز بريد پيل كړى او جګړه اوس هم دوام لري.
د فراه امنيه قومندان عبدالرزاق يعقوبي كليد ته وويل، چې تراوسه په دې جګړه كې ۲۴ تنه وسله والو مخالفينو او ۳ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يعقوبي په وينا، دوى هڅه كوي، چې وسله وال مخالفين په دې جګړه كې له ماتې سره مخ كړي.
بلخوا د فراه د والي وياند جواد افغان وايي، چې نن سهار وسله والو طالبانو د مرکز اړوند په شمالګاه سيمه کې ۱۳ تنه له مسافر وړونکو موټرو تر ښكته كولو وروسته له ځان سره بېولي او د هغوى له ډلې يې څلور تنه وژلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ