د کندهار ولايت په سپین بولدک ولسوالۍ کې چاودنې۶ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. د چارواكو په وينا دغه پېښه پرون ماسپښين شاوخوا رامنځته شوې. د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک کلید ته وویل،
د کندهار ولايت په سپین بولدک ولسوالۍ کې چاودنې۶ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د چارواكو په وينا دغه پېښه پرون ماسپښين شاوخوا رامنځته شوې.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک کلید ته وویل، چاودېدونکي توکي په یوه لاس ګاډي كې ځای پرځای شوی وو، چې د چاودنې له کبله یې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
خپلواک زياته كړه، د پېښې ټول قربانیان عام وګړي دي او په خبره یې په ټپیانو کې دوه تنه کوچنیان هم شامل دي.
د دې چاودنې مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخیستی.
د یادولو وړ ده چې څه موده مخکې هم په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د ژړۍ ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر وژل شوی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ