ads

كورنيو چارو وزارت د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱ تن ټپي دى او ۲ نور ژوندي نيول شوي دي. د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې […]

نویسنده: The Killid Group
31 وږی 1393

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱ تن ټپي دى او ۲ نور ژوندي نيول شوي دي.

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱ تن ټپي دى او ۲ نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د فارياب، جوزجان، ننګرهار، اروزګان، خوست، ميدان وردګ او پکتيکا ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA