ads

خیال محمد بیرته راژوندی شو

څو ورځې وړاندې په لر او بر كې له رسنيو داسې راپورونه خپاره شول چې ګواكې د پښتو موسيقۍ پاچا استاد خيال محمد د ورپېښې ناروغۍ له كبله ساه وركړې، خو د استاد كورنۍ د دغه ډول راپورونو د رد تر څنګ وايي، د استاد خيال د مړينې درواغجنې اوازې سخت دردولي دي. څو ورځې […]

نویسنده: The Killid Group
21 زمری 1393
خیال محمد بیرته راژوندی شو

څو ورځې وړاندې په لر او بر كې له رسنيو داسې راپورونه خپاره شول چې ګواكې د پښتو موسيقۍ پاچا استاد خيال محمد د ورپېښې ناروغۍ له كبله ساه وركړې، خو د استاد كورنۍ د دغه ډول راپورونو د رد تر څنګ وايي، د استاد خيال د مړينې درواغجنې اوازې سخت دردولي دي.

څو ورځې وړاندې په لر او بر كې له رسنيو داسې راپورونه خپاره شول چې ګواكې د پښتو موسيقۍ پاچا استاد خيال محمد د ورپېښې ناروغۍ له كبله ساه وركړې، خو د استاد كورنۍ د دغه ډول راپورونو د رد تر څنګ وايي، د استاد خيال د مړينې درواغجنې اوازې سخت دردولي دي.

د استاد خيال محمد مشر زوى او د هغه د هنري اكاډمۍ سمبالوونكى انور خيال وايي، پلار يې له څو مياشتو راهيسې ناروغه و، خو اوس يې صحي وضعيت ښه شوى دى: (( موږ دې خبر سخت خپه كړو، ځكه د خبر له نشر څخه لس ورځې تېرې شوې، بيا هم خلك د استاد په اړه اندېښمن دي،  په اوله ورځ خلكو د جنازې پوښتنه كوله، اوس په ټليفون فاتحې راكوي، حال دا چې بابا مې اوس بېرته په خبرو راغلى.))

نوموړى وايي، پلار يې خوراك، څښاك كوي، په كور كې ګرځي او ډاكټرانو ورته ډاډ وركړى چې په لږو ورځو كې به يې صحت نور هم ښه شي: (( زه بايد د استاد مينه والو ته ووايم چې استاد اوس كله زما تر خونې ځي راځي، كله په خپله خونه كې د پښو غځولو په نيت پرېوځي، هماغسې ټوكې ټكالې كوي لكه مخكې به يې چې موږ سره كولې.))

د استاد خيال بل زوى وصال خيال هم وايي، د پلار د مرګ په اړه درواغجنو اوازو ټكان وركړى. د ده په خبره، څو ورځې وړاندې په بازار كې و چې خلكو ورته د پلار د مړينې په اړه زنګونه ووهل او دى يې هم وارخطا كړ: (( د روژې په وروستيو كې مې پلار له روغتون څخه رخصت شو، په كور كې يې وضعيت بېخي ښه ښكارېده، زه بازار ته په سودا پسې تللى وم چې د خلكو اندېښنو كور ته وارخطا راستون كړم، زما د بابا د مړينې خبر تر موږ زيات د هغه مينه وال ودردول، له رسنيو مو هيله ده چې د پښتنو د شخصيتونو په اړه اوازې خپرې نه كړي.))

خو تر ده كشر شهزاده خيال بيا وايي، د پلار د مړينې د خبر په خپرېدو كې يې رسنۍ ډېرې ملامته نه دي، ځكه استاد چې په روغتون كې و، نو د ناروغۍ پر مهال يې نه غوښتل چې رسنۍ يې په اړه معلومات خپاره كړي.

شهزاده خيال زياتوي چې استاد خپل زامن هم روغتون ته له ورتلو ځكه منع كړي و چې څوك يې و نه پېژني، خو هغو كسانو چې دى پېژندلى و، له روغتونه تر رخصتېدو وروسته يې فكر كاوه چې استاد له نړۍ كوچ وكړ: (( پلار مې يوه خودي لري، نه غواړي چې ډېر خلك له ځان سره ستړي كړي، موږ يې روغتون ته نه ورپرېښودو، كله چې يې د رخصتۍ وخت شو، نو ورغلو، دى مو له روغتون څخه ويده راوويست او خلكو ګمان وكړ چې استاد نور په نړۍ كې نشته.))

استاد خيال د شلمې پېړۍ د پښتو موسيقۍ پاچا او د ځانګړي مكتب خاوند ګڼل كېږي. نوموړى قابو درې مياشتې وړاندې د ګوزڼ د ناروغۍ له كبله د روغتون په بستر پرېوت، خو څو ورځې وروسته د پېښور حكومت اعلان وكړ چې د تداوۍ ټول لګښتونه يې په خپله غاړه اخلي.

خيال په ۱۹۴۶ كال د خيبر په اپريديو كې زېږېدلى او په ۱۹۵۷ كال د سندرو د سلطنت پر تخت كېناست او د ګوتو په شمېر هغو پښتنو سټو كې شمېرل كېږي چې د پاكستان د حكومت تر ټولو ستره صدارتي جايزه يې ترلاسه كړې ده.

استاد د خپل ملك پلار څلورم زوى و، خو د پښتو غزل او ترنګ د نړۍ يوازنى شهنشاه بلل كېږي، همدا راز  به پېر عبدالستار شاه پاچاجي، حمزه شينواري، طاهر بخاري او رفيق شينواري هم خپلمنځي ناستې له ده پرته بې رنګه بللې.

استاد دم ګړۍ د ډبګرۍ په يو داسې كور كې اوسي چې يوازې يوه خونه يې له تر ټولو سترې معنوي سرمايې ((جايزو، ايوارډونو، مډالونو او بې شمېره ستاينليكونو)) څخه ډكه ده، خو د پيسو مادي دارايي ترې ټوله د استاد د تداوۍ په چاره وتلې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA