ads

بې مراده سينما

وروستي كلونه د پښتو هنر او سينما لپاره له تاوانه ډك وو، لومړى د پښتو فلم د تاريخ ستوري بدرمنير، ورپسې طارق شاه، بيا د سندرو د نړۍ پاچا رحيم غمزده، غزاله جاويد او رابعه تبسم د خپل هنر ارمانجن تږي پرېښودل او اوس دا دى په خپلو بې جوړې كمېډي صلاحيتونو د مليونونه انسانانو […]

نویسنده: The Killid Group
17 چنګاښ 1393
بې مراده سينما

وروستي كلونه د پښتو هنر او سينما لپاره له تاوانه ډك وو، لومړى د پښتو فلم د تاريخ ستوري بدرمنير، ورپسې طارق شاه، بيا د سندرو د نړۍ پاچا رحيم غمزده، غزاله جاويد او رابعه تبسم د خپل هنر ارمانجن تږي پرېښودل او اوس دا دى په خپلو بې جوړې كمېډي صلاحيتونو د مليونونه انسانانو خندوونكي

وروستي كلونه د پښتو هنر او سينما لپاره له تاوانه ډك وو، لومړى د پښتو فلم د تاريخ ستوري بدرمنير، ورپسې طارق شاه، بيا د سندرو د نړۍ پاچا رحيم غمزده، غزاله جاويد او رابعه تبسم د خپل هنر ارمانجن تږي پرېښودل او اوس دا دى په خپلو بې جوړې كمېډي صلاحيتونو د مليونونه انسانانو خندوونكي مراد علي ګل بالي هم له نړۍ سترګې پټې كړې.

د ګل بالي مړينه له دې كبله هم دردوونكې ده چې دغه اداكار له شل كلنۍ څخه خپل ژوند هنر ته وقف كړ، خو په دې ډګر كې د عمر تر ۶۵ كلنۍ او د مرګ تر ساعته د خپل كور خاوند هم نه شو.

د هغه د څنګ ملګري وايي، نوموړى له دوو كلونو راهيسې د تور زېړي په ناروغۍ اخته او د پېښور ليډي ريډنګ روغتون كې تر تداوۍ لاندې و، خو دومره پيسې به ورسره نه وې چې يو بوتل دوا پرې ځانته واخلي.

په دې وروستيو كې د ګلبالي د ملګرو په شور او فرياد د ګڼو رسنيو پام دغه فلمي ستوري ته ور واوښت او د بې كسۍ اوښكو يې زرګونه زړونه ودردول، خو كله چې مرستې ور رسېدې، نو ګل بالي د پېښور له يونجي روغتون څخه د اجل قاصدانو له ځان سره د بلې نړۍ پر لور اخستى او پر پښتو هنر يې كړي احسانونه همداسې بار پاتې شول.

نوموړى په دې وروستيو كې د پېښور په سرښار كې اوسېده، هغه په خپل ټول عمر كې نږدې ۷۰۰ ټلويزيوني سريالونه او فلمونه په خپل خارق العاده كركټر رنګين كړي وو.

دى په پښتو كومېډي نړۍ كې له اسماعيل شاهد وروسته دوهم نوم ګڼل كېده او د ګلبالي نوم يې هم له پېښور ټلويزيون څخه له اسماعيل شاهد سره په ګډه ((رنګونه)) ډرامه كې د ګلبالي له كركټر لوبولو سره سم د خلكو په ژبه ونښت. داسې چې مراد علي د رنګونه ډرامې له دغه ژوندي كردار وروسته هيچا په خپل نوم ونه پېژانده او دا يې د تل لپاره هنري نوم شو.

مراد علي ګلبالي تر دې وروسته په ((ستړى مشې، رنګ په رنګ، مڼې په شمار دي، تېر په هېر، قدم راواخله، چورله بابا چورله، سر د پاسه سر)) سريالونو كې هم د يادګاري او شهكار كومېډي كركټرونو لوبوونكى و. خو په وينا يې د ډېرې غريبۍ له كبله هېڅكله په كوم فلم يا سريال كې په مركزي رول كې راڅرګند نه شو.

ګل بالي لكه څنګه چې د خداى په نړۍ كې د پيسو ګټونكى اداكار نه و، دغه راز يې اولاد هم نه درلود. هغه د خپلې ناروغۍ په وروستيو ورځو كې په يوه مركه كې ويلي وو، د ناروغۍ د تداوۍ غم دومره نه دى وړى لكه څومره چې د كرايي كور څښتن په عذاب كړى دى.

د هغه دغه ارمانجنه خبره اوس هم په ويډيويي بڼه ثبت ده چې ويل يې: (( زه بل ارمان نه لرم، فقط چې د كور د كرايې غږ راباندې ونه شي، دا ارمان به ګور ته يوسم چې ما يو وخت د كور د مالك كرايه خلاصه كړې وه.))

له دغې مركې وروسته د پېښور والي سردار مهتاب خان عباسي د ګلبالي د مفته تداوۍ سينه وډبوله، خو اوبه له ورخه تېرې وې، ځكه دغه بې وزله اداكار د خپل كور ټول لوښي او ګاڼه د كرايي كور د څښتن او د خپلې تداوۍ د پور لنډولو لپاره پلورلې وه او د مرګ لپاره يې شيبې شمېرلې.

ګلبالي د تېرې جمعې په ورځ وفات او په بالا ماڼۍ كې خاورو ته وسپارل شو، خو اوس پښتانه د يو بل ستر انسان او د موسيقۍ د پاچا استاد خيال محمد وير ته ناست دي.

ځكه دغه سندرغاړى هم له اوږدې مودې راهيسې د حيات اباد په روغتون كې د كوما په حالت كې پروت دى او څوك يې د پوښتنې هم نشته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA