ads

پېښور؛ د سندرغاړو د مرګ دره

د خيبر پښتونخوا ايالت زړه، پېښور تر اوږدې مودې وروسته تېره اوونۍ د يوې بلې سندرغاړې په وينو ورنګېد او دا ځل په كې د وسله والو لخوا افغانه سندرغاړې ګلناز د ټوپك د ډزو ښكار شوه. د خيبر پښتونخوا ايالت زړه، پېښور تر اوږدې مودې وروسته تېره اوونۍ د يوې بلې سندرغاړې په وينو […]

نویسنده: The Killid Group
9 چنګاښ 1393
پېښور؛ د سندرغاړو د مرګ دره

د خيبر پښتونخوا ايالت زړه، پېښور تر اوږدې مودې وروسته تېره اوونۍ د يوې بلې سندرغاړې په وينو ورنګېد او دا ځل په كې د وسله والو لخوا افغانه سندرغاړې ګلناز د ټوپك د ډزو ښكار شوه.

د خيبر پښتونخوا ايالت زړه، پېښور تر اوږدې مودې وروسته تېره اوونۍ د يوې بلې سندرغاړې په وينو ورنګېد او دا ځل په كې د وسله والو لخوا افغانه سندرغاړې ګلناز د ټوپك د ډزو ښكار شوه.

د پېښور ګلبرګ ټاون تاڼې د پوليسو مشر رياض الحق وايي، د ګلناز د وژنې پېښه تر نورو بدله او حېرانوونكې ده، خو تر دې دمه يې د پېښې په اړه دومره معلومات ترلاسه كړي چې  ګلناز په خپل كور كې لومړى وهل شوې او بيا د ټوپك په ډزو ويشتل شوې ده: (( زموږ معلومات وايي، ګلناز درې ځله طلاق اخستى و، خو په وروستي ځل يې مېړه ارشد او د ګلناز ورور له دوه نورو وسله والو سره راغلى او هغه يې وژلې ده.))

رياض الحق زياتوي، اوس مهال په قضيه كې د ګلناز له ورور او مېړه پرته بل څوك ښكېل نه بولي، خو د وخت په تېرېدو به يې څېړنې وښيي چې په ماشينګڼو سمبال خلك څنګه د ګلناز تر كوره ورسېدل او هغه يې په سر او سينه وويشته: (( د ګلناز د كور دننه نور شيان هم تخريب شوي، دغه كور اوس د پوليسو په ولكه كې دى او تر څو چې زموږ څېړنې پاى ته نه وي رسېدلې، څوك اجازه نه لري چې كور ته ورشي.))

دى وايي، ګاونډيانو تر پېښې وروسته ګلناز په سخت ټپي حالت كې روغتون ته رسولې، خو خبرې يې نه دي كړې او ساه يې وركړې ده.

د ګلناز يو ګاونډي هم د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته تاييد كړې چې نوموړې لومړى ډبلو شوې او بيا ويشتل شوې ده: (( د شپې ناوخته زموږ په ګاونډي كور كې چغې شوې، د سړيو غږونه هم پورته كېدل، خو ناڅاپه د ماشينګڼو د ډزو اوازونه پورته شول، موږ چې راغلو دروازه خلاصه پرته وه او خلك تښتېدلي وو.))

د ګلناز يوې ملګرې سپوږمۍ چې ګڼې جوړه سندرې يې ورسره ويلي، وايي نوموړې ته په وروستيو كې د كورنۍ لخوا داسې ګواښونه شوي وو كه سندرې پرې نږدي، نو وبه وژل شي، له دې كبله هغې خپل نوم هم اړولى و: (( ګلناز يوه د ښو اخلاقو لرونكې مېرمن او په پېښور كې يوه افغانه مېلمنه سندرغاړې وه، ګواښونه ورته ډېر متوجه وو، نو ځكه يې خپل هنري نوم مسكان ايښى و، موږ يې په وژل كېدو د زړه له تله خپه يوو، بايد د پېښور پولیس یې د وژنې په تړاو كلكې پلټنې وكړي.))

د مسكان په نوم مشهوره شوې ګلناز له څلورو كلونو راهيسې د پېښور په ګلبرګ ټاون كې اوسېده. نوموړې تر اوسه ډېرې كمې سندرې ويلي او وجه يې هم له كورنۍ څخه د هغې وېره ښودل شوې ده. د هغې نږدې ملګرې سپوږمۍ  زیاتوي، ګلناز به تل له خپلې كورنۍ څخه د وېرې له احساس سره يو ځاى د سندرو سټډيو ته تلله.

پر ګلناز د وسله والو بريد داسې مهال كېږي چې په دې وروستيو كې پېښور د ښځينه سندرغاړو لپاره د مرګ په دره اوښتى.

څو مياشتې وړاندې د ګلناز پر ملګرې سپوږمۍ هم بريد وشو، تر هغې وړاندې د يوې فلمي اداكارې پر مخ تېزاب وشيندل شول او د غزاله جاويد په شمول څو مشهورې سندرغاړې هم د مرګ په ابدي خوب ويدې كړاى شوې، خو د پېښور پوليسو تر اوسه د غزاله جاوېد د مېړه له نيولو پرته د نورو سندرغاړو د وژل كېدو په اړه هېڅ اقدام نه دى كړى. خو په پېښور كې مېشت افغاني هنرمندانو د ګلناز په مړينه د خواشينۍ تر څنګ له پوليسو غوښتي چې د پېښې څېړنه وكړي او د نورو هنرمندانو د تدريجي وژل كېدو مخه ونيسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA