ads

د موټر چلولو جواز په ترلاسه کولو کې پراخې درغلۍ کېږي

د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي چې ډېرى خلک د موټر چلولو جواز د پيسو په بدل کې ترلاسه کوي، يو شمېر موټر چلوونکي د چلولو جوازونه نه لري او ځيني کمېشن کاران جعلي جوازونه جوړوي. د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي چې ډېرى خلک د موټر چلولو جواز د پيسو په بدل کې ترلاسه […]

نویسنده: The Killid Group
11 غبرګولی 1393
د موټر چلولو جواز په ترلاسه کولو کې پراخې درغلۍ کېږي

د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي چې ډېرى خلک د موټر چلولو جواز د پيسو په بدل کې ترلاسه کوي، يو شمېر موټر چلوونکي د چلولو جوازونه نه لري او ځيني کمېشن کاران جعلي جوازونه جوړوي.

د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي چې ډېرى خلک د موټر چلولو جواز د پيسو په بدل کې ترلاسه کوي، يو شمېر موټر چلوونکي د چلولو جوازونه نه لري او ځيني کمېشن کاران جعلي جوازونه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د هېواد په کچه نږدې درې زره مرګونې ټرافيکې پېښې رامنځته کېږي او له ټرافيکي قواعدو نه خبرتيا د دغو پېښو د رامنځته کېدو لوى علتونه بلل کېږي.

د واټ ټرافيکي قانون په ٢٣مه ماده کې راغلي: ((١- د موټر لرونکي نقليه واسطې چلوونکى مکلف دى چې پر عامه جاده د تګ پر مهال د هماغې واسطې د چلولو جواز ولري. ٢- د موټر چلولو جواز هغو کسانو ته ورکول کېږي چې ١٨ کاله عمر يې پوره کړى وي او د روغتيا د طبي معايناتو تېرولو ترڅنګ يې نظري او عملي ازموينه سرته رسولې وي چې په دې صورت کې د ټرافيکو ادارې لخوا د قانوني شرطونو له بشپړېدو وروسته جواز ورکول کېږي او د چلولو د اعتبار وخت يې هم په متن کې درج شوى وي.))

همدارنګه د موټر چلولو د صدور مقررې پر بنسټ، د چلولو د يوه جواز په بدل کې ټولټال ٧٢٠ افغانۍ تحويلېږي، خو د ازادو رسنيو مشارکت موندنې څرګندوي چې کمېشن کاران د موټر چلوونکي د جواز په بدل کې په مرکز کې تر ٨٠٠٠ او په ځينو ولايتونو کې تر ٤٠٠٠ زرو پورې افغانۍ اخلي او وايي چې د دغو پيسو ډېره برخه د جواز د پړاوونو پر وهلو او د ټرافيکو مامورينو ته د پيسو په ورکړه لګوي.

د ازادو رسنيو مشارکت (IMC) په کابل ښار کې له ١٠٠ موټر چلوونکو سره خبرې کړي او دا موندنې د دې څرګندونه کوي چې په ډېرى مواردو کې د جادې د ټرافيک له قانون سره سم عمل نه کېږي.

څلوېښتو مرکه شوو ويلي دي چې د موټر چلولو جواز يې له قانوني پړاوونو وروسته ترلاسه کړى، خو پاتې نور يې وايي چې د چلولو جواز يې د پيسو په بدل کې اخيستى او يا هم له جواز پرته موټر چلوي.

د پيسو په بدل کې جواز

٥٣ مرکه شوو ويلي چې د موټر چلولو جواز يې په مرکز او ځينو ولايتونو کې د رشوت په بدل کې ترلاسه کړى دى.

يوه مرکه شوي او د کابل ښار يوه اوسېدونکي محمد حليم وويل چې په موټروانۍ پوهېده، خو دا چې د موټر چلولو په کورس کې يې د ګډون لپاره وخت نه درلود، جواز يې په کابل کې د ٧٠٠٠ افغانيو په بدل کې د يوې اونۍ په ترڅ کې ترلاسه کړ.

هغه زياته کړه چې جواز يې نږدې اته مياشتې وړاندې ترلاسه کړى او يوازې يو ځل يې د روغتيايي معايناتو او فورم د اخيستلو لپاره د ټرافيکو مديريت ته مراجعه کړې او د جواز اخيستنې پاتې نور کارونه يې کمېشن کار مخته وړي دي.

د پنجشېر د خنج ولسوالۍ اوسېدونکى داريوش، نږدې ۷ مياشتې وړاندې د اته زره افغانيو په ورکولو سره پرته له دې چې په کورس کې ګډون وکړي او ازموينه ورکړي، د موټر چلولو جواز يې په کابل کې د کمېشن کار په مرسته ترلاسه کړى دى.

هغه زياته کړه چې د روغتيايي معايناتو لپاره هم د ټرافيکو مديريت ته نه دى ورغلى او د جواز اخيستلو ټول کارونه يې کمېشن کار ترسره کړي دي.

د هغه په وينا، د ټرافيکي نښو او قواعدو په اړه معلومات نه لري او تر اوسه څو ځلې د ټرافيک پوليسو لخوا له ټرافيکي قوانينو د سرغړونې له كبله دوه سوه افغانۍ جريمه شوى دى.

نوموړى که څه هم په دې نه پوهېده چې د کمېشن کار لخوا ورته اخيستل شوى جواز اصلي دى که جعلي؟ خو زياته يې کړه: ((د يو دوو موټر چلوونکو جوازونه مې وليدل، د هغوى د جوازونو په څېر دى.))

خو د کابل ښار اوسېدونکي نصير احمد چې شپږ مياشتې وړاندې يې د کابل د ټرافيکو له مديريته د موټر چلولو جواز ترلاسه کړى، وويل: ((په دنده کې بوخت وم، خو دا چې له چارواکو سره مې پېژندل، نو جواز مې د قانوني پيسو (٧٢٠) افغانيو په ورکولو ترلاسه کړ.))

هغه زياته کړه، د وخت د نشتوالي له كبله يې په عملي او نظري کورسونو کې ګډون نه دى کړى، خو موټر چلول يې ياد دي او د ټرافيکي قواعدو کتاب يې هم ياد کړى دى.

د کابل د ټرافيکو مدير مل پاسوال اسدالله د موټر چلولو د جواز په وېش کې د فساد شتون رد نه کړ، خو ويې ويل چې اوسمهال د موټر چلولو د جواز د پړاوونو وهلو له ټولې پروسې خپله هم څارنه کوي او د جواز له اخيستونکي نظري ازموينه اخلي.

هغه زياته کړه، خلکو ته د کمېشن کارانو لخوا د موټر چلولو ډېر اخيستل شوي جوازونه جعلي دي.

د نوموړي په خبره، جدي هڅې روانې دي چې په دې برخه کې د فساد مخه ونيول شي.

په کابل کې د حفيظ الله په نوم يوه کمېشن کار وويل چې پخوا په کابل کې د موټر چلولو جواز اخيستل اسانه وو، خو د روان کال له پيله ګران شوي او د وېش ډول يې بدلون موندلى دى.

هغه زياتوي، پخوا به کمېشن کارانو کولى شواى چې د اخيستونکي له شتون پرته په کم وخت کې د شپږو يا اوو زرو افغانيو په بدل کې جواز ترلاسه کړي، خو اوس يې د اتو زرو افغانيو په بدل کې په يوه اونۍ کې ترلاسه کوي، هغه هم په دغه شرط چې د جواز اخيستونکى د دې پروسې په لومړۍ او د جواز د وېش په وروستۍ ورځو کې حاضر وي.

د نوموړي په خبره، له هغو اتو زرو افغانيو چې له جواز اخيستونکي يې اخلي، زر يا يو نيم زر افغانۍ کمېشن کار ته پاتې کېږي او پاتې نورې په بېلابېلو څانګو کې ټرافيکو ته ورکوي.

په ولايتونو کې جواز اخيستنه

د کابل د ټرافيکو مدير مل پاسوال اسدالله د معلوماتو له مخې، د موټر چلولو هغه جوازونه چې ولايتونو ته صادر شوي، نه تمديدوي، ځکه د ده په وينا، هغه يو شمېر کسانو په ولايتونو کې په غير قانوني بڼه د ځينو ولايتونو د ټرافيک له مديريتونو ترلاسه کړي دي.

په ورته وخت کې د کابل ښار اوسېدونکي عبدالمتين وويل چې درې کاله وړاندې يې په کندوز ولايت كې د ټرافيکو له مديريته د درې زره افغانيو په بدل کې د موټر چلولو جواز ترلاسه کړى دى.

د ده په خبره، جواز يې ځکه په کندوز کې واخيست چې په کابل کې يې اخيستل ډېرو پيسو او وخت اړتيا درلوده.

د کابل ښار يوه بل اوسېدونکي حميدالله هم وويل چې د موټر چلولو جواز يې په تخار ولايت کې ترلاسه کړى دى.

دى چې خپله په دې نه پوهېږي چې تخار د هېواد په کومه برخه کې پروت دى، زياتوي: (( درې زره افغانۍ مې ورکړې او لايسنس يې راته راووړ، اوس يې د وخت تر خلاصېدو پورې زموږ ستونزه حل کېږي.))

د هغه په وينا، که څوک غواړي چې په کابل کې د موټر چلولو جواز ترلاسه کړي، نو بايد ډېرې پيسې ورکړي او يا هم ورته وزګار وي او وخت ولري.

نوموړى چې اوسمهال په کابل ښار کې دننه خپل يو شخصي سراچه ډوله موټر ګرځوي، زياتوي: (( د کابل او ولايتونو لايسنس توپير نه لري، بايد لايسنس ولرو، يوه انډيوال مې له تخاره راته استولى دى.))

د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو د لوى رياست مرستيال مل پاسوال عبدالعظيم وايي چې په دې برخه کې په ځينو ناامنو ولايتونو کې ستونزې شته، ځکه چې رياست نه شي کولى د ناامنو ولايتونو د ټرافيکو د مديريتونو ټولې کړنې تر پلټنې او څارنې لاندې ونيسي.

هغه ياد ناامنه ولايتونه مشخص نه کړل، خو ويې ويل چې د ټولو ولايتونو د ټرافيکو له مديريتونو يې غوښتنه کړې چې د موټر چلولو د جواز په وېش کې له قانون سره سم چلند وکړي.

نوموړي د نورو جزياتو له ورکړې پرته وويل چې تر اوسه سلګونو کسان د ورته جعلي او غيرقانوني جوازونو او همدارنګه د موټرو د جعلي جواز سيرونو په تړاو نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

معلول موټر چلوونکي

د قانون پر بنسټ معلول کسان د موټر چلولو حق نه لري، خو د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي چې ځيني معلولين هم موټر چلوي.

د مرکه شوو له ډلې د يوه يې چپه پښه فلج ده او د موټر چلولو جواز يې ترلاسه کړى، خو دوه نور معلولين بيا له جواز درلودو پرته موټر چلوي.

شېرمحمد چې چپه پښه يې فلج ده او د کابل ښار د پل باغ عمومي- دارالامان پر لين اتومات ټونس موټر چلوي، وويل چې د اتومات موټرونو چلول د يوې پېښې په وسيله هم امکان لري او دى دغه کار په ښه توګه کولى شي.

نوموړي زياته کړه، څو ځلې يې د ټرافيکو مديريت ته مراجعه کړې، څو د موټر چلولو جواز ترلاسه کړي، خو بريالى نه شو، ترڅو چې د دغه مديريت د يوه چارواکي په وسيله يې جواز ترلاسه کړ.

نوموړي چې خپل د موټر چلولو جواز يې د ازادو رسنيو مشارکت خبريال ته وښود، خو خبريال ته يې د هغه د کاپي له ورکولو ډډه وکړه، وويل: (( دا چې له موږ معلولينو وېرېږي، له اوږدو جنجالونو مې له رشوت ورکولو پرته په نږدې يوه کال کې لايسنس ترلاسه کړ.))

همدارنګه د محمد په نوم يو کس چې ځان د کابل اوسېدونکى را پېژني او يوه پښه يې په ګوڼده کې پرې شوې او اوس له مصنوعي پښې کار اخلي، له جواز پرته اتومات ټونس موټر چلوي.

محمد چې هره ورځ تر زور افغانيو پورې عايد لري، زياته کړه: (( لايسنس نه لرم، معيوب ته لايسنس هم نه ورکوي او ټرافيک هم راته څه نه وايي، چېرې چې مې ودروي، نو کله چې ووايم معيوب يم، نو بيا راته څه نه وايي.))

د کابل د ټرافيکو مرستيال سمونوال محمد صابر ارغنديوال په څرګند ډول د شېر محمد د موټر چلولو د جواز په اړه څه ونه ويل، خو څرګنده يې کړه چې د قانون له مخې معلولينو ته د موټر چلولو جواز نه ورکول کېږي او معلولين د موټر چلولو حق نه لري.

خو د هغه په خبره، په هغه صورت کې چې کوم ډاکټر د معيوب په اړه دا نظر ورکړي چې موټر چلولى شي او له لاسه ورکړى غړى يې د چلولو مخنيوى نه کوي، نو د قانوني پړاوونو له تېرولو وروسته کولى شي جواز ترلاسه کړي.

بې جوازه چلوونکي

پر يادو معلولينو سربېره څلورو مرکه شوو ويلي چې د جواز له درلودو پرته موټر چلوي.

د کابل ښار اوسېدونکى عزيزالله چې له تېرو دوو کلونو راهيسې موټر چلوي او کرولا موټر لري، خو دا چې ولې يې تر اوسه د موټر چلولو جواز نه دى اخيستى، وويل: (( دوه کاله کېږي موټرواني کوم، وخت او د رشوت ورکولو توان نه لرم، نو ځکه مې تراوسه لايسنس نه دى اخيستى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، تراوسه يې موټر څو ځلې د پوليسو لخوا درول شوى، خو د پيسو په ورکړه او بېلابېلو پلمو يې بېرته ځان خلاص کړى دى.

عطاء محمد چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د کابل-بلخ پر لويه لاره له جواز پرته موټر چلوي، وايي: (( زه په قانون او ټرافيکي اشارو پوهېږم، داسې کسان هم شته چې لايسنس لري، خو د موټر چلولو په قانون نه پوهېږي.))

نوموړي ادعا وکړه: (( يوازې د کابل د ټرافيکو په مديريت کې کورسونه شته، عملي او نظري ازموينه اخيستل کېږي، په نورو ولايتونو کې دغه کار نشته او د ټرافيکو له مديريتونو يې تور بازار جوړ کړى دى.))

همدارنګه د کابل ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکى او د کابل ښار د ميرويس ميدان- دشت برچي لين چلوونکي ٣٦ کلن محمد ناصر وويل، د موټر چلولو جواز لري، خو نږدې ٢٠ چلوونکي پر دغه لين له جواز درلودو پرته موټرواني کوي.

هغه همدارنګه د دغو ٢٠ چلوونکو په اړه وويل: (( د ځينو يې عمر کم دى او ځينو يې هم د ټرافيکو رياست د سخت ګيريو له كبله تراوسه جواز نه دى اخيستى، کله چې د ټرافيکو لخوا ودرول شي، رشوت ورکوي او وروسته خوشې کېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې د جادې د ټرافيک قانون ٤٠مه ماده د هغه موټر چلوونکي لپاره چې پر عامه سړک له جواز پرته موټر چلوي، له يوې اونۍ څخه تر ٤٠ ورځو پورې بند ټاکلى او يا يې پر بديل نغدي جريمه محکوموي.

د کابل د ټرافيکو مدير مل پاسوال اسدالله وويل، پوليس ټرافيک هڅه کوي چې د چلوونکو جوازونه وپلټي او هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې له جواز پرته موټر چلوي.

نوموړي د جزياتو له ورکړې پرته وويل چې هر کال د ورته چلوونکو يو شمېر موټر درول کېږي او له سرغړوونکو سره يې قانوني چلند کېږي.

جعلي جوازونه

همدارنګه ځينو مرکه شوو او د ټرافيک پوليس چارواکو وويل چې يو شمېر چلوونکي له جعلي جوازونو کار اخلي.

د کابل ښار يو ټکسي چلوونکى نويد احمد وايي، نږدې دوه کاله وړاندې يې کمېشن کار ته پيسې ورکړې او د موټر چلولو جواز يې ترلاسه کړ، خو دا چې جعلي دى، نو کار ترې نه اخلي او هڅه کوي چې په يوه مناسب وخت کې اصلي جواز واخلي: (( که چېرې د ټولو موټر چلوونکو لايسنسونه وڅېړل شي، نو همدې بدبخته کمېشن کارانو او جعل کارانو زرګونو کسانو ته جعلي لايسنسونه اخيستي دي.))

همدارنګه يو کمېشن کار چې غږ يې د موټر چلولو د جواز له يوه غوښتونکي سره د خبرو پر مهال په پټه ثبت شوى، وويل: (( په اته زره افغانۍ درته لايسنس اخلم او له دې څخه يوازې زر افغانۍ ماته پاتې کېږي، داسې کسان هم شته چې په څلور زره افغانۍ تقلبي لايسنسونه جوړوي چې په رياست کې نه دي ثبت شوي، خو زه درته قانوني لايسنس اخلم، که غواړې نو دوې ورځې وروسته ورشه، ارشيف وګوره چې په کې ثبت شوى او که نه؟))

دغه کمېشن کار د ازادو رسنيو له مشارکت سره له خبرو ډډه وکړه.

د کابل د ټرافيکو مدير د موټر چلولو د جعلي جوازونو په اړه وويل چې ځينې کمېشن کاران او جعل کاران د پيسو په بدل کې د چارواکو په جعلي لاسليکونو سره جوازونه جوړوي.

هغه زياته کړه: (( هره ورځ د موټر چلولو له ١٠-١٥ جوازونه چې دغه مديريت ته د تاييدي لپاره را استول کېږي، يوازې دوه ټوکه يې سم، خو نور ټول جعلي وي.))

هغه وايي، دغه جوازونه د مسلکي افردو له خوا تفکيک کېږي.

د نوموړي په وينا، ممکن يو شمېر چلوونکي له جعلي جوازونو کار واخلي، خو په بازارونو کې به د جادې د ټرافيکو لخوا د اصلي جوازونو تفکيک ګران وي.

د صکوکو مطبعې رئيس عزيز شمس وويل چې د موټر چلولو اصلي جوازونه په دې مطبعه کې چاپ او د ټرافيکو عمومي رياست تحويلدار ته سپارل کېږي.

د هغه په خبره، اوسمهال په ځينو خصوصي مطبعو کې د موټر چلولو د جواز، د موټر د جواز سير او پلېټ د چاپ امکانات شته او حتى تقلب کوونکو امنيتي کوډونو ته لاسرسى موندلى چې په جوازونو کې ترې کار اخلي.

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: (( په دې برخه کې فساد اوج ته رسېدلى، هر څوک کولى شي چې په اسانۍ د موټر لايسنس، جواز سير او پلېټ چاپ کړي.))

شمس څرګنده کړه چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د کورنيو چارو وزارت د صکوکو مطبعې او ټرافيکو عمومي رياست په مرسته، امنيتي کوډونه په هرو څو مياشتو کې بدلېږي، څو د تقلبي اسنادو مخه ونيول شي، خو بيا هم متقلبين ياد امنيتي کوډونه پيدا کوي.

نوموړي زياته کړه چې د جعلي اسنادو د مخينوي لپاره يواځينۍ لاره دا ده چې امنيتي کوډونه وخت په وخت بدل او برېښنايي پېژندپاڼې (تذکرې) ووېشل شي.

د هغه په وينا، پخوا دا ډول اسناد په پېښور کې په ناقانونه ډول چاپېدل او د خلکو تر لاسونو رسېدل، خو اوس په افغانستان کې هم د غيرقانوني اسنادو د چاپ لپاره زمينه برابره شوې چې کشفي ارګانونه يې د مخنيوي مکلفيت لري.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د موټر چلونې د جواز په وېش کې د فساد شتون نه ردوي او وايي، تېر کال لسګونه کسان د جعلي اسنادو او لايسنسونو د وېش په تړاو تر نيولو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شول.

هغه زياتوي چې د کابل امنيه قوماندانۍ د کابل د ټرافيکو له مديريت سره په ګډه، ځيني پروسيجرونه را لنډ کړي، څو مراجعين وکولى شي په کم وخت کې پرته له دې چې کمېشن کارانو ته پيسې ورکړي، د موټروانۍ د جواز ترڅنګ خپل اسناد له پړاوونو تېر کړي.

ستانکزي ټينګار وکړ چې جعل کاران بايد تر قانوني تعقيب لاندې ونيول شي او په وينا يې، کشفي او استخباراتي منسوبين هره ورځ د ټرافيکو د منسوبينو کارونه کنټرولوي، څو د فساد مخه ونيول شي.

مرګونې پېښې

د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو د عمومي رياست د مرستيال مل پاسوال عبدالعظيم د معلوماتو له مخې، په تېرو دريو کلونو کې په ټوله کې د هېواد په کچه ١٠٥٢٠ ټرافيکي پېښې رامنځته شوي چې له كبله يې ٤٤٧١ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ١٢٩١٧ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کابل د ټرافيکو مديريت مرستيال سمونوال محمد صابر ارغنديوال وويل چې تېر کال يوازې په کابل کې ٨٧١ ټرافيکي پېښې رامنځته شوي چې له كبله يې ٢٤٨ کسان مړه او ٩١٨ نور ټپيان دي.

ارغنديوال زياتوي، له ټرافيکي قواعدو د ناخبرۍ ترڅنګ، په ځينو سيمو کې د سړکونو کم سور، د چلوونکو بې احتياطي او د موټروانۍ پر مهال د نشه يي توکو کارول د ټرافيکي پېښو له عمده علتونو ګڼل کېږي.

د شمال-کابل پر لويه لار د حصارک په نوم د مسافر وړونکې اتحاديې موټر چلوونکي عبدالجبار وويل چې ډېرى ټرافيکي پېښې له ټرافيکي قواعدو او لايحو د چلوونکو د ناخبرۍ له كبله رامنځته کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د لويو لارو موټر چلوونکي خو يا د موټروانۍ جواز نه لري او يا هم د ټرافيکو د روزنيز کورس له ويلو او عملي او نظري ازموينې تېرولو وروسته د پيسو په بدل کې جواز ترلاسه کوي.

هغه همدرانګه زياته کړه: (( د لينونو ځيني موټر چلوونکي پر نشه يي توکو روږدي دي چې همدغه کار ځينې وخت د ټرافيکي پېښو سبب ګرځي.))

په کابل کې د کرولا موټر چلوونکى عبدالحفيظ د افغانستان د ټرافيکو وضعيت د اندېښنې وړ وباله او د عبدالجبار د خبرو د پخلي ترڅنګ يې وويل: (( که چېرته د جواز په وېش کې د فساد مخه ونه نيول شي او لايسنس په پرله پسې ډول بيا ونه کتل شي، نو پېښې به لا ډېرې شي.))

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون کمېشنرې حوا علم نورستانۍ هم د ورته پېښو د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل، دغه کمېسيون موندلې چې د معياري سړکونو نشوالى، پر نشه يي توکو د ځينو چلوونکو روږدېدنه، د موټروانۍ له قوانينو ناخبرتيا، د پيسو او اړيکو په وسيله د جواز اخيستل، د ځينو موټر چلوونکو غير مسلکي والى، پر ځينو سړکونو د ټرافيکي اشارو نشتون او نور… د ورته پېښو د رامنځته کېدو علتونه دي: (( هر عمل چې د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدو سبب شي، د بشري حقونو کمېسيون او د هغو انسانانو لخوا چې بشري حقونو ته ژمن دي، غندل کېږي، موږ داسې څېړنه پيل کړې چې ځيني دوستان مو د ټرافيکي پېښو په وسيله خپل ژوند له لاسه ورکوي او په هغو پېښو کې هم فساد حاکم دى، په دې معنا چې موټر چلوونکى له مقرراتو نه دى خبر، کورسونه نه تعقيبوي او د اړيکو له لارې جوازونه ترلاسه کوي… خپل ژوند او د يو شمېر نورو سورليو ژوند له خطر سره مخ کوي چې دا خپله له بشري حقونو څخه يوه سرغړونه او د فساد يو ډول دى چې له بده مرغه په دستګاه کې حاکم دى.))

نورستانۍ وويل چې د بشري حقونو خپلواك کمېسيون هم د دې ستونزې د مخنيوي لپاره کار کوي او په دې برخه کې يې يوه څېړنه هم ترسره کړې چې پايلې يې په نږدې راتلونکي کې خپرېږي.

د ازادو رسنيو مشارکت له پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ، هشت صبح ورځپاڼې او سبا نشراتي موسسې څخه جوړ شوى چې د اداري فساد او د بشري حقونو د سرغړونې په برخه کې راپورونه چمتو او خپروي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA