ټاكل شوې ده، چې نن د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له كويټ سره يوه دوستانه لوبه ترسره كړي. د فوټبال ملي لوبډلې وړمه شپه په يوه دوستانه لوبه کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ټاكل شوې ده، چې نن د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له كويټ سره يوه دوستانه لوبه ترسره كړي.
د فوټبال ملي لوبډلې وړمه شپه په يوه دوستانه لوبه کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون مطبوعاتي مسوول مرتضى دانش كليد ته وويل، چې دا لوبه د اسيا چلينج کپ سياليو ته د چمتووالي په لړ كې ترسره كېږي.
د فوټبال ملي لوبډلې د مې په څلورمه نېټه په يوه دوستانه لوبه كې له تاجكستان څخه ماتې وخوړه، خو تر هغې وړاندې يې له قرغزستان سره يوه بله لوبه مساوي پاى ته ورسېده.
د اسىا چلينج کپ سيالۍ د غويي په دېرشمه نېټه په مالديف كې د اتو هېوادونو په ګډون پيلېږي، چې افغانستان به پكې د فليپين، ترکمنستان او لاووس له فوټبال لوبډلو سره لوبې وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ