ads

هوښيار شئ

د پښتونخوا ايالت د پاچا خان مركز يو غړى، ليكوال او ډايركټر رحمت ديوان د لومړي ځل لپاره په فیسبوك كې نجونو ته د محتاط اوسېدو په خاطر په پښتو ژبه اصلاحي او ښوونيز ((هوښيار شئ)) فلم جوړوي. د پښتونخوا ايالت د پاچا خان مركز يو غړى، ليكوال او ډايركټر رحمت ديوان د لومړي ځل […]

نویسنده: The Killid Group
23 غویی 1393
هوښيار شئ

د پښتونخوا ايالت د پاچا خان مركز يو غړى، ليكوال او ډايركټر رحمت ديوان د لومړي ځل لپاره په فیسبوك كې نجونو ته د محتاط اوسېدو په خاطر په پښتو ژبه اصلاحي او ښوونيز ((هوښيار شئ)) فلم جوړوي.

د پښتونخوا ايالت د پاچا خان مركز يو غړى، ليكوال او ډايركټر رحمت ديوان د لومړي ځل لپاره په فیسبوك كې نجونو ته د محتاط اوسېدو په خاطر په پښتو ژبه اصلاحي او ښوونيز ((هوښيار شئ)) فلم جوړوي.

د دې فلم كيسه رښتینې او جوړوونكي يې وايي د شوټنګ چارې يې هم بشپړې شوې دي.

د فلم ډايركټر رحمت ديوان وايي، ((هوښيار شئ)) فلم  به د هغو خلكو له فريبونو پرده پورته كړي چې د فیسبوك په پاڼه معصومې نجونې د خپلې مينې په جال كې ګېروي او بيا يې د خپلو خواهشاتو قرباني کوي: (( دا د يو كال وړاندې كيسه ده چې يو ځوان له يوې نجلۍ سره په فیسبوك کې ملګرتيا وكړه، بيا به يې له نجلۍ پېسې غوښتې، كه به يې نه وركولې نو ځوان به د فیسبوك په پاڼه د هغې د شرمولو اخطارونه وركول. اخر نجلۍ ځوان ته د پيسو په برابرولو خپلې ټولې ګاڼې په بازار کې وپلورلې او هېڅ ورپاتې نه شول، هلك دا ځل د نجلۍ عكسونه په بربنډه توګه ايډيټ او خپاره كړل، نجلۍ له دې سخته صدمه وليده او د بدنامۍ له ډاره يې ځان وژنه وكړه.))

رحمت ديوان وايي، دې پېښې اړ كړ چې د فیسبوك په اړه نجونو ته د احتياطي تدابيرو وركشاپ جوړ كړي، هغه يې هم وكړ، خو بيا يې فكر وكړ چې دا كيسه د كاغذ مخ ته وسپاري، كله يې چې په دې كار پيل وكړ، نو كيسه وغځېده او د فلم د سكریپټ لپاره مناسب داستان ترې جوړ شو: (( ما يوازې په دې كيسه اكتفا ونه كړه، بلكې تحقيق مې وكړ او دې ته ورته دولس نورې پېښې مې هم پيدا كړې. اوس په دې وياړم چې دا به د فیسبوك په اړه لومړى اصلاحي فلم وي، موږ په دغه كيسه فلم جوړول ځكه لازم وبلل چې نجونې د فیسبوك په كارولو كې احتياط وكړي، فريب ونه خوري او د خپلې كورنۍ د بربادۍ مخه ونيسي.))

هوښيار شئ فلم د باچاخان مركز د بل غړي عبدالولي خان په پروډيوسرۍ جوړېږي او د كامرې يا تخنيك چارې يې بيا د پېښور د نوموتي ايډيټر صاحب جان عامر په غاړه دي.

صاحب جان د فلم د تخنيكي جوړښت په اړه وايي، دا به يو فيچري فلم وي چې د پېښور د نورو فلمونو په څېر به سندرې يا د اعتراض وړ هېڅ صحنه ونه لري، بلكې په هر كور كې به د اصلاحي لارښوونو په برخه كې ډېره مرسته وكړي: (( پنځلس ممثلين مو ورته پيدا كړل چې په معياري پښتو خبرې كولى شي، په دې كې افسر افغان، محمد اشفاق او فرح خان د يادولو وړ دي، په خپله ديوان هم په فلم كې رول لري او د فلم شوټنګونه مو ايله په درېیو مياشتو كې بشپړ كړې دي.))

د فلم ډايركټر رحمت ديوان بيا وايي، د هوښيار شئ فلم په كيسه كې يې د تلوسې مالګه دومره زياته كړې چې خلك به يې فكر هم ونه كړي.

نوموړى وايي، دا فلم يو نيم ساعته دى او د پيل په صحنو كې يې د فلم  نجلۍ ځان وژنه كوي او كيسه د پوليسو لخوا راسپړل كېږي: (( زما له پښتنو ډايركټرانو دا هيله ده چې د پښتون نسل د اصلاح او پرمختګ په اړه ښوونيزو فلمونو ته مخه كړي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA