د اسلامي نړۍ د ثقافت د مرکز په توګه د غزني ولايت د نومول كېدو رسمي مراسم نن ترسره كېږي. د ليبيا په طرابلس ښار کې د اسلامي هېوادونو د کلتور د وزيرانو په غونډه کې د ٢٠١٣ کال لپاره غزني د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه نومول شوى و او تېر
د اسلامي نړۍ د ثقافت د مرکز په توګه د غزني ولايت د نومول كېدو رسمي مراسم نن ترسره كېږي.
د ليبيا په طرابلس ښار کې د اسلامي هېوادونو د کلتور د وزيرانو په غونډه کې د ٢٠١٣ کال لپاره غزني د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه نومول شوى و او تېر کال د دغه مرکز لومړني مراسم ترسره شوي وو، خو د دغه پروګرام وروستي مراسم نن په غزني ښار کې ترسره کېږي.
د غزني چارواکي وايي، په دې مراسمو کې به ګڼ شمېر کورني او بهرني مېلمانه او تر اووه زره پورې د غزني ښاريان ګډون وكړي.
په غزني ښار کې د دې مراسمو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي او په ښار کې پر بايسکل او موټرسايکل ګرځېدو هم بنديز لګول شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ