ads

د جنين سقط؛ له بشري حقونو سرغړونه

د ازادو رسنيو مشارکت لاسته راوړنې ښيي،چې  هر کال د هېواد په مرکز او ځينو ولايتونو کې لسګونه سقط شوي جنين يواځې په خځلنيوکې موندل کيږي او ځينې ميندې خپل نوي زېږېدلي ماشومان په روغتونونو او نورو ځايونو کې پرېږدي.   د ازادو رسنيو مشارکت لاسته راوړنې ښيي،چې  هر کال د هېواد په مرکز او […]

نویسنده: The Killid Group
29 سلواغه 1392
د جنين سقط؛ له بشري حقونو سرغړونه

د ازادو رسنيو مشارکت لاسته راوړنې ښيي،چې  هر کال د هېواد په مرکز او ځينو ولايتونو کې لسګونه سقط شوي جنين يواځې په خځلنيوکې موندل کيږي او ځينې ميندې خپل نوي زېږېدلي ماشومان په روغتونونو او نورو ځايونو کې پرېږدي.

 

د ازادو رسنيو مشارکت لاسته راوړنې ښيي،چې  هر کال د هېواد په مرکز او ځينو ولايتونو کې لسګونه سقط شوي جنين يواځې په خځلنيوکې موندل کيږي او ځينې ميندې خپل نوي زېږېدلي ماشومان په روغتونونو او نورو ځايونو کې پرېږدي.

د ازادو رسنيو مشارکت (IMC) د دغو لاسته راوړنو پربنسټ، له نويو زېږېدلو ماشومانو په ځانګړي ډول له نوو زېږېدلو نجونو څخه د ميندو تېښته په داسې حال کې ده، چې ګڼ شمېر ميندې  د لور په زېږولو له تاوتريخوالي او ګواښ سره مخ شوې دي.

د جنين د سقط  عمده لامل د ځينو نارينه وو او ښځو په ځانګړي ډول ځوانانو ترمنځ نامشروع اړيکې دي،خو په روغتونونو او نورو ځايونو کې د مور او پلار له خوا د نويو زېږېدلو ماشومانو د پرېښودو عمده لاملونه بېوزلي او د نجونو راوړل ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جنين سقط له هغه حالت پرته، چې د مور ژوند ته ګواښ وي او همدارنګه د نوو زېږېدلو ماشومانو بې برخليکه پرېښودل او له ميندو سره تاوتريخوالى له بشري حقونو سرغړونه ده  او جرم ګڼل کېږي.

د جنين سقط
د هېواد په کچه د جنين د سقط يا لرې کولو په اړه  کره شمېرې نشته، ځکه چې دغه عمل تر ډېره په پټه ترسره کېږي، خو د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې،يواځې په کابل کې هر کال په خځلنيو کې له ٧٠ ډېر سقط شوي جنين موندل کيږي.

عبدالبصير، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د کابل ښاروالۍ د تنظيف رياست د مراقبت د مدير په توګه د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ په ګزک ساحه کې دنده اجرا کوي، د رسنيو مشارکت ته يې وويل، چې په دې ساحه کې هره مياشت له دوو تر درېيو پورې سقط شوي جنين د ښار په خځلنيو کې موندل کيږي.

په ګزک کې له تېرو شپږو کلونو راهيسې د کابل ښار خځلې تر خاورو لاندې کيږي.

عبدالبصير زياته کړه، چې ځينې موندل شوي جنين، زېږېدلي ماشوم ته ورته وي ،خو د ډېرو د بدن اندامونه نه ښکاري او يا نه وي بشپړ شوي .

د ده په خبره، د ښاروالۍ د تنظيف کارکوونکي پيدا شوي جنين ګزک ساحې ته نږدې د ګوسفند درې په ساحه کې خښوي.

په دې ساحه کې ځيني وړوکي قبرونه ليدل کېږي، خو کره شمېر يې له دې کبله نه شي ترلاسه کېداى، چې ځيني قبرونه د وخت په تېرېدو له ځمکې سره هوار شوي دي.

د عبدالبصير په خبره، ممکن په خځلنيو کې تر هغې ډېر سقط شوي جنين شتون ونه لري، کوم چې د ښاروالۍ کارکوونکو تر لاسه کړي؛  ځکه ګزک ته د ښار وروړل شوي اضافي توکي له چاڼ پرته د بلډوز په وسيله تر خاورو لاندې کېږي.

هغه زياته کړه، چې د ښاروالۍ د تنظيف رياست د روغتونونو اضافي توکي له دې کبله، چې کېداى شي سقط شوى جنين په کې وي، په ځانګړي ځاى کې تر خاورو لاندې کوي.

د کابل ښاروالۍ د تنظيف رياست يوه کارکوونکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي وويل، چې له ګزک  نه پرته هره مياشت له درېيو  تر څلورو  سقط شوي جنين د کابل ښار په خځلنيو کې موندل کېږي.

هغه زياته کړه: “اووه کاله کېږي، چې د ښاروالۍ په تنظيف رياست کې کار کوم، په دې کلونو کې هېڅ داسې يوه مياشت نه ده راغلې، چې له درېيو تر څلورو سقط شوي جنين په خځلنيو کې نه وي موندل شوي.”

د  ده په وينا، کابل ښاروالي هغه سقط شوي جنين چې په ښار کې موندل کيږي ، په هماغه سيمه کې خښوي، چېرې چې پيدا شوي وي.

د کابل ښاروالۍ د تنظيف عمومي رياست مرستيال محمد رفيع سعيدي هم د دې پخلى وکړ، چې په ښار کې او دغه راز  په ګزک  کې د ښار د خځلو د تشولو پر مهال سقط شوي جنين پيدا کېږي.
هغه وويل، چې کابل ښاروالي له تېرو شپږو کلونو راهيسې د کابل ښار خځلې ګزک ته لېږدوي، خو تر دې مخکې يې د درېيو کلونو لپار د دغه ښار د اوولسمې ناحيې اړوند په چمتلې دښته کې خښولې.
هغه د شمېرو له ورکولو پرته وويل، چې په دې ټوله موده کې سقط شوي جنين په خځلو او بېلابېلو سيمو کې موندل شوي دي.
د هغه په خبره، هغه جنين چې د بدن بڼه يې نه وي بشپړه شوې، د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا په بېلابېلو ځايونو کې خښېږي او ښاروالي يواځې د هغو ماشومانو او د جنين د سقط په اړه امنيتي ارګانونو ته خبر ورکوي، چې د بدن غړي يې بشپړ شوي وي.
د ده د معلوماتو له مخې، د ښاروالۍ کار کوونکو په روان کال کې د دوو نويو زېږېدلو ماشومانو مړي، چې بدن يې بشپړ شوى و، په کابل ښار کې موندلي او پوليسو ته يې په اړه خبر ورکړى.
سقط شوي جنين په خځلنيو سربېره د کابل ښار په بېلابېلو ساحو کې هم د عامو خلکو له خوا موندل شوي، چې تر ټولو تازه پېښه يې د شهرک طلايى بلاکونو شاته په اتمه ناحيه کې وه.
د دغه ښارګوټي اوسېدونکي نصرت الله وويل، چې د روان کال د سلواغې په دويمه نېټه يې د يوې نوې زېږېدلې نجلۍ مړى، د دغه ښارګوټي د استوګنې بلاکونو شا ته وموند او بيا د ځايي خلکو له خوا د پوليسو په مرسته په شهداى صالحين کې خاورو ته وسپارل شو.
يوه ځايي استوګن نيازمحمد چې د دغه مړي په خښولو کې يې ګډون کړى، وايي: “د دغه ماشوم مړى په دوو دلايلو په  کثافت دانۍ کې اچول شوى ؛ يا دا چې نا مشروع به وي او يا دا چې نجلۍ وه… زموږ په وطن کې دا ډول ناوړه خبرې ډېرې دي.”
دا ستونزه د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم شته.
د باميانو ښاروال خادم حسين فطرت وايي، چې په وروستيو دوو کلونو کې د باميانو په مرکز کې  د پوهنتون د ليليې څنګ ته ځيني سقط شوي جنين موندل شوي دي.
خو هغه  په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل او زياته يې کړه، چې دا ډول پېښې په باميانو کې کمې دي.
محمدمعروف چې له يو کال راهيسې د تخار د استيناف څارنوالۍ د څارنوال په توګه دنده تر سره کوي،  وايي، چې په دې موده کې په تالقانو ښار کې دوه سقط شوي جنين په کرنيزو ځمکو کې موندل شوي دي.
د ده په خبره، ښايي چې د جنين د سقط لاملونه نا مشروع حمل او يا هم د ماشوم ښځينه جنسيت وي.
د يادونې ده، چې  دا ډول پېښې کېداى شي  د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم شتون ولري.

د جنين د سقط څرنګوالى

يو ځوان چې د نوم له اخيستو يې ډډه وکړه وويل، چې له يوې نجلۍ سره يې مينه درلوده او دا اړيکه د دې لامل شوه چې نجلۍ اميندواره شي.

د ده په خبره، کله چې له ټلويزيوني معاينې  وروسته ثابته شوه، چې نجلۍ درې مياشتنى حمل لري، نو دوى د جنين د لرې کولو په موخه د کابل بېلابېلو روغتيايي مرکزونو او کلينيکونو ته مراجعه وکړه، خو دغه مرکزونه د جنين سقط  ته حاضر نه شول.

ده د روغتيايي مرکز د نوم له ښودلو پرته وويل، چې بالاخره د کابل ښار په يوه خصوصي روغتون کې يې د ٢٢زرو افغانيو په بدل کې د دې نجلۍ جنين سقط کړ.

 

هغه زياته کړه: “له خپلې دې اړيکې چې له نجلۍ سره مې درلوده سخت پښېمانه يم،زموږ دغه کار يوه نه بښونکې تېروتنه ده … که چېرې د نجلۍ کورنۍ واده ته حاضره شوې واى، نو هېڅکله به مو هم دغه ماشوم نه و ضايع کړى.”

په کابل کې د وهاج خصوصي روغتون رييس ډاکتر محمدهاشم وهاج وايي، چې يواځې په روان کال کې ١٢ نا واده شوو نجونو چې حمل يې درلود، د ټلويزيوني معايناتو او د جنين د سقط لپاره  دغه روغتون ته مراجعه کړې ده.

خو د ده په خبره، چې روغتون د دغو نجونو غوښتنه نه ده منلې، ځکه چې د جنين سقط پرته له هغه حالت څخه چې جنين د مور ژوند ګواښي، جواز نه لري.

د هغه په وينا، هغه کسان چې د نامشروع اړيکو له لارې حمل اخلي، لومړى هڅه کوي چې جنين د درملو له لارې سقط کړي؛ له دې پرته دايې ته ورځي، ځکه چې له دايو سره د دې ډول کسانو راز پټ پاتې کېدى شي او روغتيايي مرکزونه دغه کار ته نه حاضرېږي.

د وهاج په خبره، له اندازې زياته ازادي، په واده کې ځنډ، له پردي کلتور څخه تقليد، له سنتي ټولنې مډرنې ټولنې ته تلل او… په هېواد کې د ځوانانو د انحراف، اخلاقي فساد، د جنين د سقط لاملونه دي.

خو په کابل ښار کې د رابعه بلخي دولتي روغتون د نسايي او ولادي سروېس د متخصصينو  ټرېنره  ډاکتر ناجيه عالمي وايي، چې په دولتي روغتونونو کې د جنين سقط نه ترسره کېږي او ممکن دغه کار په خصوصي روغتونونو کې تر سره شي.

هغه زياته کړه، چې بايد د عامې روغتيا وزارت دا موضوع په جدي ډول تعقيب کړي او مخه يې ونيسي.

خو د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر کنشکا ترکستاني وايي، چې دغه وزارت تر اوسه په روغتيايي مرکزونو کې د جنين د سقط راپور نه دى ترلاسه کړى.

له بشري حقونو سرغړونه

د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد ډاکتر محمداياز نيازى وايي، د جنين سقط يواځې هغه مهال جواز لري، چې په رحم کې د جنين استمرار د مور ژوند ته ګواښ پېښوي.

هغه زياته کړه، چې د انسان حقوق له نطفې پيلېږي او د ښځې او سړي تر منځ نا مشروع اړيکه د هغه کس په حق کې تېرى دى، چې له دې اړيکې نړۍ ته راځي.

استاد نيازي وويل: ” خداى تعالى فرمايلي دي چې که چېرې يو کس بله لاره غوره کوي او يا يې ټاکي، د کوروالي يا د نطفې د وضعې لپاره، يعنې په نامشروع ځاى کې، هغوى متجاوزين دي. تاسې وګورئ! چې دلته قراني تعبير ډېر يو اوچت تعبير دى، چې متجاوز له هغو حدودو چې شريعت ټاکلي او ترسيم کړي دي، (عدول کوي) او هم مهاله د بشر په حق کې (هم تجاوز ګڼل کېږي). د بېلګې په ډول د يوه انسان لومړۍ هسته يا جوړښت له نطفې څخه کيږي ، نو هغه پيوند ته په پام سره چې د مقابل لوري د تخمې او د نارينه له سپرم نه جوړېږي، بايد مشروع محل ولري، چې په راتلونکي کې داسې انسان ترې جوړ شي ، چې له خپلو حقونو مستفيد وي.))

د ده په خبره، نن په لوېديځه نړۍ کې دې موضوع ته اهميت نه ورکول کيږي او په دې توګه هلته  د انسان په حق کې د نطفې په حق کې او د بشر په حق کې تېرى کېږي.

د استاد نيازي په وينا ، ممکن له همدې کبله په سلګونو زره انسانان له نسب نه محروم وي، په داسې حال کې چې نسب (قانوني پلار او مور) د يوه انسان له بنسټيزو حقونو څخه دي.

ده وويل، چې د اسلامي شريعت له نظره د مشروع او غير مشروع جنين په حقونو کې توپير نه شته او د مشروع او نا مشروع جنين سقط پرته له هغو ځانګړو حالتونو چې اسلام مشخص کړي، ناروا دي.

هغه زياتوي: ” کله چې په رحم کې د جنين استمرار د مور لپاره خطر وي، اسلام په دې برخه کې استثنا لري، د بېلګې په توګه کله، چې تثبيت شي يا له معاينې او کشف نه وروسته ثابت شي، چې خپله ماشوم په يوه سخته ناروغۍ يا نه جوړېدونکي ناروغۍ اخته دى او د ماشوم استمرار د دې لامل کېږي، چې د مور ژوند له ګواښ سره مخ شي، يا په رحم کې د جنين استمرار، مور له ناروغۍ او تکليف سره مخ کوي، يعنې د مور ژوند له خطر سره مخ کوي، نو په دې حالت کې د موضوع په اړه د قضا يا شرعي پرېکړه کوونکي له پوره ډاډ وروسته پرېکړه کوي، چې د طب له اړخه چې په سر کې يې يو ماهر طبيب وي، وروسته په دې صورت کې د مور د ساتنې لپاره د جنين د  سقط جواز شته.”

هغه همدارنګه په خځلنيو کې د سقط شوي جنين غورځول ناروا کار وباله او ويې ويل، چې انساني کرامت ته په درناوي سره بايد ددې کار مخه ونيول شي.

د ده په خبره، د سقط شوي جنين د جنازې لمونځ او تکفين نه کېږي، خو انساني کرامت ته د درناوي لپاره بايد جنين تر مينځلو وروسته په يوه پاکه ټوټه کې وپيچل او خښ شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمسيون دفتر د ماشومانو له حقونو د ملي ملاتړ همغږي کوونکى نجيب الله ځدراڼ ببرکزي هم د جنين سقط او بيا په خځلنيو کې د غورځولو په اړه وويل: “دا ډول پېښې چې په هر ځاى کې کېږي د ماشومانو له حقونو او انساني کرامت څخه سرغړونه ده.”

هغه د دې ستونزې لامل نامشروع اړيکې وبللې او ويې ويل چې کمسيون تر اوسه له داسې پېښو سره نه دى مخ شوى، خو هڅه کوي چې داسې پېښې پيدا او مستندې کړي.

د افغانستان د جزا په قانون کې هم د جنين سقط جرم بلل شوى .
د دغه قانون په څلورم فصل کې راغلي: ((٤٠٢مه ماده: هر شخص چې د حاملې ښځې جنين د وهلو يا د ځور د هر بل ډول په وسيله ضايع کړي، نو په اوږده بند چې له اوو کلونو زيات نه وي، محکومېږي.))

٤٠٣مه ماده: ١- هغه شخص چې د درملو ورکولو او يا بلې وسيلې په کارولو د حامله ښځې د جنين د سقط لامل شي، سره له دې چې د جنين سقط د حاملې ښځې په خوښه شوى وي، په متوسط بند او يا هم په نغدي جريمه چې له ١٢ زرو کمه او له ٦٠ زرو ډېره نه وي محکومېږي.

٢- که چېرې درمل په تېروتنه ورکړل شوي وي، نو مرتکب په لنډ بند او يا هم نغدي جزا چې له ١٢ زرو افغانيو زياته نه وي، محکومېږي.
٤٠٤مه ماده: ١- که چېرې د جنين سقط کوونکى طبيب، جراح، درمل جوړونکی او يا هم قابله وي، په تر ټولو د لوړې کچې وړاند ويل شوې جزا محکوم کيږي.

٢- که چېرې په پورتنۍ فقره کې د شاملو اشخاصو اقدام د درملنې له لارې د مور د ژوند د خونديتوب لپاره شوى وي، مرتکب نه مجازات کيږي.

٤٠٥ مه ماده: هغه ښځه چې د دغه عمل د عواقبو له خبرتيا سره سره په قصدي ډول د درملو خوړو او يا هم نورو وسايلو د کارولو لپاره راضي شي او يا هم يو بل شخص ته د يادو شوو وسايلو د کارونې اجازه ورکړي او له کبله يې د جنين سقط ترسره شي، نو په لنډ حبس يا نغدي جريمه، چې له ١٢ زرو افغانيو زياته نه وي، محکومېږي.))

د حکومت کړنې

د کابل امنيه قوماندان پاسوال محمدظاهر وويل، چې سږ او په تېرو کلونو کې  زيات شمېر سقط شوي جنين  د کابل ښار په خځل ځايونو او د ښار په نورو بېلابېلو سيمو کې موندل شوي دي.

د ده په خبره، د کابل پوليسو تر اوسه د سقط د هغو پېښو په اړه څوک نه دي نيولي، چې عامل يې نامشروع اړيکي دي، ځکه چې دا يو “تور جرم” دی او تر ډېره په پټه  ترسره کېږي.

خو هغه وويل، چې د جنين د سقط ځينې پېښې د خاوند او ښځې د مخالفت له کبله هم را منځته کېږي، چې په دې اړه يې څو نيول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

د کابل امنيه قوماندان د جنين د سقط د قضيو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي رييس پاسوال سيدعبدالغفار سيدزاده هم وويل، چې تر اوسه پوليسو د سقط د هغو پېښو په اړه چې نامشروع اړيکې يې لامل دي، څوک نه دي نيولي ، ځکه چې دغه عمل په پټه ترسره کېږي.

د هغه د څرګندونو له مخې، پوليس هڅې کوي تر څو د جنين د سقط پېښې پيدا او د دې عمل تر سره کوونکي  ونيسي.

دغه راز ده زياته کړه ، پوليس د هغو کسانو د پېژندلو او نيولو هڅې کوي، چې اخلاقي فساد ته پراختيا ورکوي او يا يې هم  مرتکب کيږي.

د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي په دې اړه وويل: ” د لويې څارنوالۍ په اندراج کې ځينې دوسيې ثبت شوي او څېړل شوي ،چې د مېړه لخوا تر وهلو ډبولو وروسته د ښځې جنين سقط شوى . همدارنګه په څارنوالۍ کې د ځينو هغو ښځو دوسيې هم  شته، چې د نامشروع اړيکو له لارې يې حمل اخستى او جنين يې سقط کړى دى.”

هغه په دې اړه د جزئياتو او شمېرو له ورکړې پرته وويل، چې دا ډول دوسيې تعقيب شوې ، د پرېکړې لپاره  محاکمو ته استول شوي او د ځينو په اړه يې پرېکړې هم شوې دي.

د نويو زېږېدلو ماشومانو پرېښودنه

ځينې ميندې خپل ماشومان په ځانګړي ډول نجونې په روغتونونو او نورو ځايونو کې پرېږدي او ترې تښتي.

 

د ولادي او نسايي ناروغيو متخصصه فاطمه نظري ، چې د کابل په رابعه بلخي روغتون کې دنده لري، وايي چې په دې روغتون کې د ميندو لخوا د څو ماشومانو د پرېښودو شاهده ده.

هغې زياته کړه، چې غريبي او د نجونو زېږون د دې پېښو عمده لاملونه دي.

د دې په وينا، دا ډول نوي زېږېدلي ماشومان د عامې روغتيا وزارت لخوا د موظف کمسيون له خوا هغو کسانو ته ورکول کېږي،چې ماشومان نه لري او غواړي د اولاد په توګه يې پالنه وکړي.

د عامې روغتيا وزارت معالجوي طب د معلوماتو له مخې ، په روان کال کې نوې زېږدلې ٩ نجونې او دوه هلکان د کابل ښار د رابعه بلخي، ملالۍ زېږنتون او استقلال روغتون کې پرېښودل شوي او ميندې يې تښتېدلې دي.

دې سرچينې په تېرو کلونو کې په روغتونونو کې د پرېښودل شوو نوو زېږېدولو ماشومانو د شمېر په اړه معلومات ورنه کړل او ويې ويل، چې دغه ماشومان هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې د  فرزندي ماشوم غوښتونکي وي.

دا ډول پېښې له روغتونونو بهر هم ليدل شوې دي.

د رابغه بلخي روغتون ډاکتره فاطمه نظري وايي: ” تېر کال د زمان خان کلا په سيمه کې زما د کتنځي شا ته په يوه کارتن کې نوې زېږېدلې نجلۍ غورځول شوې وه، يوه ډاکتر چې شپږ لوڼې يې  هم درلودې، دغه نجلۍ يې کور ته يوړه، اوس لويه شوې او ښه ذهينه نجلۍ ده.))

د کابل ښار اوسېدونکى محمداجمل هم وايي، چې نږدې يو نيم کال وړاندې د دغه ښار د شپاړسمې ناحيې د ګذر وکيل، يوه نجلۍ چې په کمپله کې پېچل شوې وه، د مرنجان تپې په هديره کې وموندله.

اجمل چې لس کاله وړاندې يې واده کړى او تر اوسه اولاد نه لري ،وايي چې دا ماشومه يې د ګذر له وکيله واخيسته او اوس د ده په کور کې ده.

هغه زياته کړه، چې د دې نجلۍ نوم يې بې بې امنه اېښى او اوس دى او مېرمن يې دواړه د خپل اولاد په څېر مينه ورسره لري.

د ده په خبره، کېداى شي د دې نجلۍ مور د نجلۍ والي او يا هم اقتصادي ستونزو له کبله په هديره کې غورځولې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځينې ميندې خپل نوي زېږېدلي هلکان هم خوشي کوي.
د کابل ښاروالۍ د ١٧ مې ناحيې کارکوونکي عبدالقيوم وويل، چې نږدې شپږ مياشتې وړاندې يې يو نوى زېږېدلى ماشوم د کابل ښار د ديوان بيګي سيمې په يوه خځلنۍ کې وموند.
د ده په خبره، د ده بې اولاده ورور غوښتل چې دغه ماشوم وساتي ، خو ماشوم له ٢٤ ساعتونو وروسته د سختې سينه بغل ناروغۍ له کبله ومړ.
د کابل امنيه قوماندان هم وويل، چې په روان او تېرو کلونو کې پرېښودل شوي نوي زېږېدلي ماشومان د کابل ښار په پارکونو او د کورونو څنګ ته پيدا شوي دي.
د ده په خبره، پرېښودل شوي نوي زېږدلي ماشومان، چې ژوندي وموندل شي، پوليس يې روغتونونو ته سپاري او بيا  هغو کسانو ته ورکول کيږي، چې اولاد نه لري.

د کاپيسا د عامې روغتيا رييس ميرزامحمد رجاع وايي، چې تېر کال يوې ښځې د نا مشروع والي له کبله خپله نوې زېږېدلې لور د کاپيسا په روغتون کې پرېېښې وه.

همدارنګه د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر بازمحمد شېرزاد وويل، چې په تېر يوه کال کې د ننګرهار په ولايتي روغتون کې د دوو نجونو د پرېښودو پېښې ثبت شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د زېږون پر مهال د دغو نجونو ميندې مړې شوې او پلرونو يې لوڼې په روغتون کې پرېښودې.
د ده په خبره، دواړه ماشومان د دغه روغتون له دوو ډاکترانو سره دي او د اولادونو په څېر يې پالنه کوي.
د تخار څارنوالۍ يوه څارنوال محمدمعروف مختار وويل، چې نږدې څلور مياشتې وړاندې د تالقانو ښار په يوه بڼ کې هم نوې زېږېدلې نجلۍ وموندل شوه.
هغه زياته کړه، چې دغه ماشومه د قومي مخورو د پرېکړې له مخې، د تخار ولايت د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکي جمال الدين ته ورکړل شوه، چې ويې ساتي.
هغه زياته کړه، چې دغه کار د جمال الدين په خوښه وشو.

د مختار په خبره، کېداى شي د دې نجلۍ  مور او پلار د بېوزلۍ او يا د نجلۍ والي له کبله ياده ماشومه په  بڼ کې پرېښې وي.

خو د فراه ولايت د رج کلي اوسېدونکي عصمت الله وويل، د روان کال په ليندۍ مياشت کې يې د سهار لمانځه لپاره جومات د تګ پر مهال  په لاره کې په دستمال کې پېچل شوى نوى زېږدلى هلک وموند.

هغه زياته کړه، چې اوس دغه ماشوم د دوى ګاونډى بسم الله، چې زوى نه لري ، ساتي.

همدارنګه د پروان د بګرام ولسوالۍ د نودې کلي اوسېدونکى احمدفرهاد وايي، چې د دې سيمې يوه اوسېدونکي نږدې دوه کاله وړاندې په يوه بڼ کې يو نوى زېږېدلى هلک وموند او بيا يې د لويولو لپاره خپل کور ته يووړ او تر اوسه يې پالنه کوي.

له ميندو سره تاوتريخوالى
له ځينو ميندو سره د نجونو د زېږولو له کبله تاوتريخوالى کېږي.

د کابل ښار د زمان خان کلا د سيمې اوسېدونکې ٣٥ کلنې لطيفې، چې د شپږو لوڼو مور ده، د ازادو رسنيو مشارکت ته وويل، چې د خپلې هرې لور له زېږون وروسته ورسره د خاوند او د هغه کورنۍ له خوا تاوتريخوالى کيږي.

د هغې په خبره، خاوند او د کورنۍ نور غړي يې په دې باور دي، چې نجلۍ د هلک ځاى نه شي نيولى، ځکه چې په وينا يې هلک د کورنۍ وارث وي.

لطيفې وويل:  ” مېړه مې څو ځلې د امينداورۍ پر مهال ، وروسته له هغه چې  ټلوېزيوني معاينې وښوده چې نجلۍ ده، غوښتي چې جنين سقط کړم، خو ما نه دي غوښتي چې په اخرت کې به په قاتلانو کې وشمېرل شم.”

لطيفه چې اوسمهال د دوو مياشتو حمل لري، له خدايه غواړي چې دا ځل ورته زوى ورکړي، ځکه چې خاوند يې ورته ګواښ کړى، چې د نجلۍ د زېږون په صورت کې به بل واده وکړي.
هغه وايي، چې کورنۍ بايد ميندې د لوڼو زېږولو له کبله ونه ځوروي، ځکه چې د هلک او نجلۍ زېږون د الله تعالى ( ج )  کار دى.

په رابعه بلخي روغتون کې د متخصصينو ترېنره ناجيه عالمي، هم د دې پخلى کوي، چې ځينې ميندې د لور د زېږولو له کبله ګواښل کېږي.

د دې په وينا ، په رابعه بلخي روغتون کې داسې ميندې هم بستر شوي ، چې حتى لس ځله د هلک د زېږون په موخه حمل ته اړې شوې دي.

هغې زياته کړه: “زه همدا اوس د روغتون په بېړنۍ خونه کې ناروغ لرم، چې څلور لوڼې لري يو زوى، فشار يې هم بې حده اوچت دى… د زړه او نفس تنګۍ تکليف لري او اوس هم د اوو مياشتو حامله ده، اوس موږ اړ يو چې د مور د ژوند لپاره يې حمل ختم کړو.”

د ډاکتر عالمي په خبره، دا مېرمن په داسې حال کې د حمل اخيستو ته اړ شوې، چې ډاکټر له حمل اخيستلو څخه منع کړې وه.  ياده مور مرکې ته حاضره نه شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د نجلۍ او هلک تر منځ توپير، د نوو زېږېدلو ماشومانو بې برخليکه پرېښودل او د نجلۍ زېږون له کبله د ميندو ګواښ له بشري حقونو سرغړونې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمسيون د مطبوعاتو او خپرونو د برخې کمېشنرې حوا علم نورستانۍ وويل، چې ناوړه دودونه او په ځينو کورنيو کې له دين څخه د پوهاوي ټيټه کچه د نويو زېږېدلو ماشومانو د پرېښودو له لاملونو څخه دي.

هغې زياته کړه، چې د نوي زېږېدلي ماشوم له منځته وړل او د نجلۍ او هلک تر منځ توپير د اسلامي شريعت او د ماشوم د حقونو د کنوانسيون خلاف کار دى او بايد چې د مخنيوي لپاره يې اړين اقدامات ترسره شي.

نورستانۍ د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، داسې موارد هم په دغه کمسيون کې ثبت شوي، چې له ميندو سره د لور د زېږولو له کبله تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوې او حتى طلاق ورکړل شوى دى.

د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد محمداياز نيازي وويل چې د اسلام مبارک دين له نظره مور او پلار د خپلو اولادونو د پالنې مسووليت لري او په بې برخليکه حالت کې د نويو زېږېدلو ماشومانو پرېښودل ګناه ده.

هغه وايي: ” خداى مه کړه،د هغوى ( نويو زېږېدلو ماشومانو) غورځول که څه هم چې ژوندي پاتې شي په خپله قتل دى، زندۍ کول يې لوى جرم او قتل دى او د اسلام له نظره کاملا مردود عمل دى.

هغه په دې اړه چې کېداى شي ځينې مور او پلار د اقتصادي ستونزو له امله خپل ماشومان په روغتونونو او يا نورو ځايونو کې پرېږدي، وايي :”دغه ناوړه عادت د اسلام له ظهور نه وړاندې په عربي ټولنه کې و، چې ماشومان به يې د بېوزلۍ او غريبۍ له امله وژل، خو الله تعالى په قرانکريم کې فرمايي: تاسې خپل اولادونه د غريبۍ او بېوزلۍ له امله مه وژنئ، زه تاسې او ستاسې اولادونو ته روزي درکوم.”

استاد نيازي وويل، چې د نجلۍ او هلک تر منځ توپير کول د اسلام له نظره لوى جرم او ظلم دى. هغه وايي: “دا په ٢١ مه پېړۍ کې د نجونو پر وړاندې تر ټولو لوى ظلم دى.”

ده زياته کړه، چې د ژونديو نجونو خښول په عربو کې دود وو، خو د اسلام مبارک دين دغه ناوړه دود څه باندې ١٤٠٠ کاله  مخکې  منع کړل.

دغه ديني عالم وايي: ((يوه ورځ يو تن د حضرت محمد(ص) په مجلس کې  ناست و، کله يې چې زوى راغى ښکل يې کړ او په ګونډه يې کېناوه او کله يې چې لور راغله، نو څنګ ته يې کېنوله، محمد(ص) د دې صحنې پر ليدو  خبرې بندې کړې، غوسه شو او ويې ويل، دا څه ظلم دى چې تاسې يې کوى؟ څنګه چې زوى ته ناز ورکوې، همداسې بايد لور هم ونازوې، د خپلو اولادونو ترمنځ عدالت کوه.))

د شرعياتو پوهنځي دغه استاد همدارنګه وايي، چې د نجلۍ زېږولو له کبله د ميندو ګواښ د اسلام خلاف عمل دى، جرم ګڼل کېږي او بايد مرتکبين يې مجازات شي.

د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي هم وايي، چې له ګڼو ميندو سره د نجلۍ زېږولو له کبله تاوتريخوالى شوى دى.

د ده د معلوماتو له مخې، په ١٣٨٨ لمريز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ځانګړې څارنوالۍ له جوړېدو تر اوسه نږدې اته زره داسې پېښې په دې څارنوالۍ کې ثبت شوې، چې ميندې د نجونو زېږولو او شنډوالي له کبله له تاوتريخوالي سره مخ شوې دي.

د ده په خبره، دا تاوتريخوالي تر ډېره په ولايتونو کې شوي، چې قتل، وهل ډبول، ګواښل، طلاق او نور په کې شامل دي.

عزيزي وايي، چې د دغو دوسيو ډېره برخه تر څېړنې وروسته محکمو ته استول شوې او په ځينو مواردو کې تورن کسان پر اعدام او ٢٠ کاله بند محکوم شوي دي.

دى ، بې سوادي او له شرعي احکامو او نافذه قوانينو بې خبري د دې ډول تاوتريخوالو لامل ګڼي.

د هغه په وينا، لويه څارنوالي به هڅه وکړي، چې د جوماتونو د ملا امامانو له لارې خلکو ته په دې برخه کې  پوهاوى ورکړي، څو له دا ډول تاوتريخوالو لاس واخلي.

همدارنګه بصيرعزيزي وايي، چې په روغتونونو او نورو ځايونو کې د نوو زېږېدلو ماشومانو د پرېښودو قضيې څارنوالۍ ته رسېدلې او په دې اړه د هېواد له نافذه قوانينو سره سم اجراات هم شوي دي.

خو ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA