ads

تكواندوکاره اداكاره

سحر پرنيان د افغاني سينما هغه تكړه اداكاره ده چې د خپلې طبيعي ښكلا او لوړ هنري استعداد تر څنګ يې د رزمي سپورټ په برخه كې هم د اكشن فلم جوړوونكو پام ځانته اړولى دى. سحر پرنيان د افغاني سينما هغه تكړه اداكاره ده چې د خپلې طبيعي ښكلا او لوړ هنري استعداد تر […]

نویسنده: The Killid Group
16 سلواغه 1392
تكواندوکاره اداكاره

سحر پرنيان د افغاني سينما هغه تكړه اداكاره ده چې د خپلې طبيعي ښكلا او لوړ هنري استعداد تر څنګ يې د رزمي سپورټ په برخه كې هم د اكشن فلم جوړوونكو پام ځانته اړولى دى.

سحر پرنيان د افغاني سينما هغه تكړه اداكاره ده چې د خپلې طبيعي ښكلا او لوړ هنري استعداد تر څنګ يې د رزمي سپورټ په برخه كې هم د اكشن فلم جوړوونكو پام ځانته اړولى دى.

همدا وجه ده چې سحر پرنيان ته دا مهال په ډېر كم عمر او د سينما په ډګر كې تر لنډ هنري مزله وروسته د اكثره افغاني فلمونو، سريالونو او رزمي پروګرامونو مهمې برخې او چارې سپارل كېږي.

۲۲ كلنه سحر پرنيان د هنر نړۍ ته په ۱۳۸۶ كال د تياتر د پخواني لوبغاړي قادر فرخ تشويق او هڅونې راوسته.

د هنري سفر له پيله تر ننه په ((وزارت خانه، بين من و تو، بهشت خاموش، جنجال سر جنجال، از من چرا مې رنجي)) سريالونو او فلمونو كې د كار له کبله زياته وستايل شوه، د دې ترڅنګ د سپورټ په نړۍ كې هم د تكواندو د غوره لوبغاړې په توګه په جايزو ولمانځل شوه چې په خبره يې دا د هغې د كورنۍ روزنې بركت و: (( پلار مې له ورزش سره مينه لرله، هغه ماته د زوى په سترګه كتل، نو له همدې كبله يې د تكواندو او سوك وهنې لوبه راباندې وكړه.))

سحر وايي، په كور كې ورزش او سينما ته د پلار تشويقونه يې د دې سبب شول چې خپل واړه هنرونه يو ځاى كړي او د سينما په پرده راښكاره شي.

هغه وايي، د سينما په ډګر كې له كار كولو وروسته څو ځلې له سختو ستونزو او ګواښونو سره هم مخامخ شوه، خو هيڅكله شاته نه شوه، بلكې خپلې حوصلې يې د پولادي غرونو په څېر لوړې وساتلې: ((ماته داسې ګواښونه هم وشول چې هغه پر يوې ښځې سخت روحي فشار راوستلى شي، مګر زه ونه ډاره شوم، بلكې له ځانه سره مې هوډ وكړ چې د ورزش او سينما له لارې به د نجونو په ژوند كې د بدلون راوستو هلې ځلې كوم.))

هغه وايي، خپلوان او دوستان يې ورسره په سينمايي چارو كې د تهديد پر ځاى مرسته كوي او تل يې تشويق كړې ده: (( دې كار ماته حوصله راكړې چې خپلې هلې ځلې روانې وساتم او د سينما په ډګر كې زيات وياړونه خپل هېواد او خلكو ته راوړم.))

سحر پرنيان په افغانستان كې د صديق برمك او احمد علمي ډایرکټرۍ نه ډېره متاثره ده، دغه راز د نړيوالو اداكارانو په ډله كې له انجلينا جولي او چارلي چاپلين، په ډايركټرانو كې د حاتمي كيا، اكيرا كروساوه او جميز كامرون كار ستايي، خو په خبره يې هندي سينما سره د درواغجنو داستانونو له كبله هيڅ علاقه نه لري: (( زما واقعيت خوښ دى، خو هندي فلمونه خيالي داستانونه لري، باليووډي فلمونه له رښتينې ژوند سره هيڅ اړخ نه لګوي.))

نوموړې وايي، كله چې د كامرې مخې ته راځي، نو د خپلو ټولو احساساتو په ملتيا كار كوي: (( داسې فكر كوم چې كوم كركټر ماته راكړل شوى، هغه زما د ژوند يوه برخه ده، له دې كبله راته خلك ښه اداكاره هم وايي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA