ads

كرايي سوالګر

په کابل کې د سوالګرو ډېروالى په يوې پېچلې ټولنيزې ستونزې بدل شوى او په دغه کار کې د ماشومانو کارونې د دې ستونزې شوم سيورى نور هم پراخ کړى او اندېښنې يې راولاړې کړې دي.     په کابل کې د سوالګرو ډېروالى په يوې پېچلې ټولنيزې ستونزې بدل شوى او په دغه کار […]

نویسنده: The Killid Group
14 مرغومی 1392
كرايي سوالګر

په کابل کې د سوالګرو ډېروالى په يوې پېچلې ټولنيزې ستونزې بدل شوى او په دغه کار کې د ماشومانو کارونې د دې ستونزې شوم سيورى نور هم پراخ کړى او اندېښنې يې راولاړې کړې دي.

 

 

په کابل کې د سوالګرو ډېروالى په يوې پېچلې ټولنيزې ستونزې بدل شوى او په دغه کار کې د ماشومانو کارونې د دې ستونزې شوم سيورى نور هم پراخ کړى او اندېښنې يې راولاړې کړې دي.

د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي، چې په کابل ښار کې ځيني سوالګر، ماشومان په کرايه اخلي او بيا ترياک پرې خوري، تر څو د سوالګرۍ پر مهال ارام وي.

سوالګر دا کار ځکه کوي، چې د سوالګرۍ پر مهال د ماشومانو د محروميت په ښودلو سره ، د خلکو پام ځانته واړوي او په دې توګه ډېرې پيسې تر لاسه کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې نږدې ٦٠ زره ماشومان پر نشه يي توکو روږدي دي، چې لوى عامل يې په سوالګرۍ کې له ماشومانو ګټه اخيستنه او ورته د نشه يي توکو ورکول دي.

همدارنګه د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي، چې پر کورنيو سوالګرو سربېره ، په کابل کې د ګرمۍ په موسم کې د پاکستاني سوالګرو شتون هم خلک اندېښمن کړي او د بانډونو لخوا د سوالګرو د کارولو په اړه شکونه ورته پيدا شوي دي .

پاکستاني سوالګر د وروستيو درېيو کلونو په اوږدو کې په کابل کې زيات شوي او د ګرمۍ په موسم کې د هېواد په ځينو نورو لويو ښارونو کې هم ليدل کېږي.

سوالګر د کابل ښار په ټولو سيمو کې  په داسې حال کې ليدل کېږي، چې په ١٣٨٧ لمريز کال کې د ولسمشر د يوه حکم  له مخې سوالګري ممنوع شوه  او د سوالګرو د ټولولو لپاره يو کمېسيون هم   وګومارل شو، خو د ځينو عواملو له مخې  له ناکامۍ سره مخ شو.

له ماشومانو د وسيلې په توګه کار اخيستل

يوه څلوېښت کلنه مېرمن چې خپل ځان د فريبا په نوم را پېژني او د کابل ښار د لومړۍ ناحيې د ګذر قاضي سيمې اوسېدونکې ده وايي، چې له تېرو ١٢ کلونو راهيسې په کابل کې سوالګري کوي او د سوالګرۍ پر مهال خپلو اولادونو ته نشه يي توکي ورکوي.

له ماشومانو د وسيلې په توګه کار اخيستل

هغې زياته کړه، چې له دې لارې هره ورځ ٣٠٠ افغانۍ عايد لري.

فريبا چې خپله هم په نشه يي توکو روږدې ده،وايي : ((مخکې له دې چې د سوالګرۍ لپاره سړکونو ته ووځم، خپلو ماشومانو ته د دې لپاره د نيم نخود په اندازه ترياک ورکوم چې ويده شي، خو خپله يې په ګاز دودوم؛ هغوى هم د ساعتونو لپاره ويده وي، کله يې د ويښولو لپاره پر مخ اوبه اچوم او يا يې ورڅښم ؛کله په عادي حالت کې بيداريږي او کله يې بيا خوا ګرځي.))

د فريبا د دغه عمل دوام د هغې اولادونه هم په نشه يي توکو روږدي کړي دي.

هغې زياته کړه: “کومه ورځ مې چې اولادونو ته ترياک ونه رسېږي، نو ژاړي، خوب نه ورځي، خپل سر په څپېړو وهي او وايي چې پښې او لاسونه يې درد کوي، خو بيا چې ترياک ورکړم، نو په ارامۍ سره يې خوب وړي.”

فريبا ٨ اولادونه لري، چې له يوه کال نه تر ١٧ کلونو پورې عمرونه لري.

د دې په خبره، ټول اته اولادونه يې په سوالګرۍ لوى کړي او ځکه په عادي بڼه وده نه کوي، چې ټول معتاد دي.

هغې زياته کړه، چې يو يا دوه ماشومان يې له ځان سره سوالګرۍ ته وړي او نور يې د ١٧ کلنې لور په ګډون په کور کې وي.

هغې وويل، چې خاوند يې هم په نشه يي توکو روږدى دى او کار نه شي کولى.

فريبا د سوالګرو ښځو د هغې ١٥ کسيزې ډلې غړې ده، چې په وينا يې ټولې واټونو ته په ځانګړي ډول باغ قاضي ته د سوالګرۍ لپاره ځي او ماشومانو ته يې ترياک ورکوي .

خو ٣٥ کلنه کريمه بيا نه يواځې چې پر ماشومانو يې ترياک خوري، بلکې هغوى په کرايه هم ورکوي.

هغې، چې له اتو مياشتو تر ١٤ کلونو عمرلرونکو اولادونو څخه يې په سوالګرۍ کې کار اخلي، وايي : “زه په کور کې پېرکي پخوم، يو زوى مې هغه پلوري، خو که چېرې کومه ورځ ونه پلورل شي، نو زه مې  خپل دوه يا درې اولادونه د سوال کولو لپاره  راسره  سړکونو،  په ځانګړي ډول د عاشقانو او عارفانو زيارت او پل خشتي جومات ته څېرمه سيمې ته وړم . خاوند مې وزګار او په نشه يي توکو روږدى دى.”

کريمې زياته کړه: (( موږ په دې سيمه کې ١٤ ښځې يو، کله چې بهر ته سوالګرۍ ته ځو، نو زه مې يو زوى له ځان سره اخلم او اته کلنه لور او يو نيم کلن زوى مې يوې بلې ښځې ته چې اولاد  نه لري، په کرايه ورکوم او هغوى  ماښام  راټولې کړې پيسې او جامې  راسره نيمايي کوي  .))

دې مېرمنې وويل، چې هره ورځ يواځې دا ٤٠٠ افغانۍ عايد لري او يوه اندازه پيسې د اولادونو له کرايې څخه په لاس راوړي.

هغې زياته کړه: ((کله چې سوالګرۍ ته بهر ته ځم، نو اولادونو ته مې يوه اندازه ترياک ورکوم، چې په خوړلو سره يې په ساعتونو ساعتونو ويده کېږي، يخني او ګرمي پرې تاثير نه کوي او کور ته تر راستنېدو  بيده وي.))

کريمه چې له تېرو اوو کلونو راهيسې په کابل کې سوال کوي، وايي: ((اولادونه مې له مجبوريته له ځان سره سوالګرۍ ته وړم، ځکه له دوى پرته څوک راسره مرسته نه کوي، کله چې ماشوم وويني نو پنځه ګون يا دوه ګون راکوي.))

د دې په وينا، په نشه يي توکو روږدي کېدل ، د دې لامل شوې چې ټول اولادونه يې له ښوونځي پاتې شي.

له پنځو کلونو تر ٢٨ کلونو عمر لرونکو اولادونو مور زينب ،  چې له تېرو ١٣ کلونو راهيسې په بېلابېلو نشه يي توکو روږدې ده، له تېرو ٩ کلونو راهيسې په کابل کې سوالګري کوي.

دا هم د هغو کسانو له ډلې ده، چې خپل اولادونه د سوالګرۍ لپاره په کرايه ورکوي.

زينب، بېوزلي، بېچاره ګي او کډوالي پر نشه يي توکو د خپلې روږدېدنې اصلي لاملونه بولي او وايي: (( مېړه مې بېکاره دى ، دوه لويان اولادونه مې را نه بېل دي، له پنځو اولادونو سره ژوند کوم، کله چې نږدې ٩ کاله وړاندې له پاکستان راستانه شوو، نو تر اوسه سوالګري کوم، يواځې درې اولادونه مې (٥، ٧ او ٩ کلن) روږدي دي.))

زينب وايي چې خپلو درېيو کوچنيو ماشومانو ته يې له هغه وخت څخه ترياک ورکوي او په سوالګرۍ کې ترې ګټه اخلي، چې د شپږو مياشتو وو  .

هغې زياته کړه: ((کله چې سوالګرۍ ته ځم، نو دوى ته ترياک ورکوم چې يو له ماسره وي او دوه نور يې نورو ته په کرايه ورکوم چې نيم عايد يې په کرايه کې ترې اخلم، کشر اولاد مې له ماسره وي او لويان يې نورو ته ورکوم.))

هغې څرګنده کړه، چې هره ورځ له دې لارې ٥٠٠ افغانۍ عايد لري او د اولادونو له کرايې څخه هم يوه اندازه پيسې ترلاسه کوي.

زينب وويل: ((د ماشومانو له امله راسره مرسته کېږي، که هغوى نه وي نو څوک راسره مرسته نه کوي.))

د رسمي سرچينو پخلى

د کابل امنيه قوماندان پاسوال محمد ظاهر تاييدوي چې ځينې سوالګر خپل ماشومان د ترياکو او نورو درملو په وسيله نشه کوي.

ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې پر دې موضوع کار دوام لري؛ په تېر کې هم په دې اړه کار شوى او په راتلونکې کې به هم وشي.

هغه زياته کړه: ((هره ورځ، هر مازيګر او هره شپه هغوى را ټولوو، خو بيا هم هغه وخت راوځي چې فرصت وي او خلوت ځايونه پيدا کوي. په دې اړه  موږ پرېکنده چلند کوو.))

د کابل امنيه قوماندان په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

په کابل کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر د ماشومانو له حقونو د ملاتړ د څانګې مرستيال بلال صديقي، په هېواد کې د ماشومانو د وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو وويل، چې له ماشومانو کار اخيستل او سوالګرۍ ته هڅول په افغانستان کې په يوه معمولي چاره بدل شوي دي.

د ده په خبره، له ماشومانو دا ډول کار اخيستنه، د ماشومانو د شخصيت وژنې لامل کيږي او سخت رواني زيانونه ورته اړوي.

هغه زياته کړه: ((د سوالګرۍ د مخنيوي کمېسيون له خوا د سوالګرو د ټولولو پرمهال له داسې سوالګرو په ځانګړي ډول ماشومانو سره مخ شوي يو، چې ويل يې ځينو افرادو په زور سوال کولو ته اړ ايستلي دي.))

ده د ماشومانو په کرايه ورکول تاييد کړل او ويې ويل : ((د سوالګرو ماشومانو په منځ کې ډېر داسې موارد شته چې ماشوم عملاً پېرل شوى او پلورل شوى ، له لارې يې پيسې تر لاسه شوي او يا دا چې د ماشومانو کورنۍ بې وزلې دي، يا کار نه شي کولى او يا حرفوي کسان دي ، چې ماشومان پېري او د يوې اغېزناکې اقتصادي وسيلې په توګه ترې کار اخلي.))

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون کې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ څانګې همغږى کوونکى نجيب الله ببرکزى وايي: ((ماشومانو ته د نشه يي توکو ورکول ثابت شوي دي، ځکه دا څنګه امکان لري، چې يو ماشوم د سهار له اتو نه د مازيګر تر څلورو بجو ويده شي، يواځې تنفس دې کوي او هېڅ حرکت دې نه لري. دا کار واقعاً جرم دى، کمېسيون په بيا بيا د ماشوم ساتنې شبکې په ناستو کې خپلې اندېښنې د سوالګرو ماشومانو په اړه له کار او ټولنيزو چارو وزارت سره شريکې کړې دي، خو ډېره کمه پاملرنه يې کړې ده.))

ببرکزي سوالګر پر څو ډلو ووېشل او زياته يې کړه: ((ځينې په رښتيا هم اړ دي او کورنيو يې له ډېرې ناچارۍ سوالګرۍ ته اړ ايستلي دي، دويمه ډله موسمي دي، چې يو شمېر يې له مشرانو سره په يخنۍ کې ګرمو ځايونو او په ګرميو کې يخو ځايونو ته ځي او ماشومانو ته نشه يي توکي ورکوي،څو د خلکو ترحم جلب کړي؛ درېيمه ډله بيا خپل ماشومان نورو ته په کرايه ورکوي او سوالګر دغه ماشومان تر ماښامه له ځان سره  ساتي.))

له بلې خوا د افغاني سرې مياشتې ټولنې د مرستونونو امر محمدظاهر کوشان وويل، چې له کابل ښار نه د سوالګرو د ټولولو پر مهال له ګڼو داسې ماشومانو سره مخ شوى ، چې د سوالګرو له خوا ترياک ورکړل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((حتى داسې موارد هم و چې په بنداژونو تړل شوي ماشومان مو ليدلي، موږ هڅه کوله چې دا ماشومان روغتونونو ته يوسو، خو هغه مېرمنې چې په غېږ کې يې ماشوم و، اجازه   نه ورکوله، کله مو چې په ډېر ټينګار د ماشوم لاس خلاص کړ، نو معلومه به شوه، چې لاس يې هېڅ ستونزه نه درلوده.))

که څه هم  د هغو ماشومانو کره شمېره نه ده څرګنده، چې د سوالګرو له خوا نشه يي توکي ورکول کيږي او په سوالګرۍ کې ترې کار اخستل کيږي، خو د بشري حقونو کمېسيون د معلوماتو مخې، اوسمهال ٦٠ زره ماشومان په افغانستان کې په نشه يي توکو روږدي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په سوالګرۍ کې له ماشومانو استفاده او ورباندې د نشه يي توکو خوړل، د روږدي کېدو له عواملو څخه يو لامل دى.

دا مهال د کار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت دنده لري ، چې د سوالګرو د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.

خو د دې  وزارت مرستيال واصل نور مهمند وايي : ((تر اوسه موږ کره معلومات نه لرو، چې ووايو څومره ماشومان سوال کوي او يا څومره په نشه يي توکو روږدي دي، دا ټول يوه اوازه ده.))

د وسيلې په توګه د ماشومانو کارونه په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دولت  ژمنه کړې چې د ماشومانو د حقونو کنوانسيون به پلي کوي او د دې کنوانسيون له مخې له ماشومانو ناوړه استفاده د هغوى له حقونو څرګنده سرغړونه ده.

بهرني سوالګر

د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي، چې په کابل کې لږ تر لږه د يوه سوالګر د ورځني عايد منځنۍ کچه شاوخوا ٤٠٠ افغانۍ ده او دا کار د بهرنيو او کورنيو سوالګرو د ډېرېدو لامل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د يوه کارګر ورځنۍ مزد له ٣٠٠ څخه تر ٣٥٠٠ افغانيو دى.

د ازادو رسنيو مشارکت څېړنې څرګندوي، چې ډېرى بهرني سوالګر معيوب او معلول ماشومان او ښځې دي ، چې د ګرمۍ په موسم کې کابل ته راځي.

دا ډول سوالګر د کابل په له ګڼې ګوڼې ډکو ساحو کې ليدل کېږي.

د سکينې په نوم يوه پاکستانۍ سوالګره چې له بلوچستان نه کابل ته راغلې او په دري هم په ډېرې سختۍ خبرې کوي، وويل چې اقتصادي ستونزې لري او د خپلې کورنۍ له څلور غړو سره د سوالګرۍ لپاره کابل ته راغلې.

سکينه چې د کوټه سنګي په چوک کې سوالګري کوي ، وايي: ((عايد مو ښه دى، په کمپنۍ کې ژوند کوو، په ژمي کې بېرته بلوچستان ته ځو.))

هغې زياتې خبرې ونه کړې او ويې ويل، چې په دري او پښتو ژبو نورې خبرې نه شي کولى.

د فاروق په نوم يوه بل پاکستاني سوالګر، چې په وينا يې د پاکستان د سند ايالت استوګن دى، وويل: ((نه ډوډۍ لرم نه کور، دلته د سوالګرۍ لپاره راغلى يم.))

فاروق چې په لاس او پښه معيوب دى، په دې اړه چې کابل ته چا راوستى؟ څه ونه ويل.

خو ګڼ کابل ښاريان د ازادو رسنيو له مشارکت سره په خبرو کې د بهرنيو سوالګرو له ډېرښت څخه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي ، چې دغه سوالګر ټول د مشخصو ډلو له خوا د پيسو د ټولولو لپاره کابل ته راوستل شوي دي.

د مريم لېسې بازار يوه هټيوال محمد داوود له دې سوالګرو د شکايت په ترڅ کې وويل: ((دوى ټول يو بانډ دي، چې سهار په موټر کې راځي او تر ماخوستن او د شپې تر ناوخته پورې په همدې بازار کې سوالګري کوي، وروسته بيا د خيرخانې مېنې په خشت اختيف سيمه کې په لس کسيزو او پنځلس کسيزو ډلو کې ټولېږي او د موټرو په وسيله د استوګنې ځاى ته لېږدول کېږي، زما په نظر حوزه او ناحيه هم له دوى نه حق اخلي، که نه نو خپله پوليس مسوول دي او بايد هغوى را ټول کړي.))

د کابل ښار د ده افغانانو په سيمه کې يو پوليس چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې وليکل شي،هم د بهرنيو سوالګرو په اړه وويل:(( دوى ټول تجارتي دي، شمېر يې معلوم نه دى، د ښار په هره برخه کې ليدل کيږي، ما سل ځله له دې ځايه لرې کړي، خو بېرته راځي.))

دغه راز د  مريم ليسې په سيمه کې يوه افغان  معلول سوالګر خواجه مير وويل: ((دا سوالګر په پاکستان کې تنخوا لري، له دوى نه يوه ما ته وويل چې دوى په پېښور کې د مياشتې ١٥ زره کلدارې تنخوا لري، د شرکتونو له خوا دلته راوړل کېږي، دلته ترلاسه کړې پيسې هماغه شرکتونو ته ورکوي.))

له بلې خوا د کابل ښار د  مکروريانو په  مارکېټ کې د لاسي توکو پلورونکي سيدمحمد وويل، چې د ګرمۍ په موسم کې يې هره ورځ له سلو زيات پاکستاني سوالګر ليدل.

هغه زياته کړه: ((دوى په بېلابېلو بڼو راځي، پر خپل سر خرما وهي، بيا پرې سره الکول وهي، دلته راځي، ځينې يې په بربنډه او معيوبه بڼه راځي … دوى ټول تجارتي دي او دولت هم په دې برخه کې کار نه کوي.))

د مکروريان مارکېټ يو ترکاري پلورونکى وحيد هم د بهرنيو سوالګرو په اړه وايي : (( په خپلو سترګو مې ليدلي ،چې کاسټر موټر هر سهار هغوى راوړي ، په  بي بي مهرو کې يې ښکته کوي او د شپې په اتو بجو له دېرشو تر څلوېښتو پورې سوالګر، د جنګي کلا له دېوالونو سره را ټولېږي او بيا موټر راځي او هغوى وړي .))

دغه راز د مدني ټولنې غړي محمدانور ميدانوال وويل: ((دولت بايد دا تفکيک کړي چې څوک واقعي سوالګر او څوک د نورو لپاره کار کوي؟ که کار کوي ،چې بايد و پلټل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي، دا خپله د دولت د نوم بدۍ لامل ګرځي، د افغانانو ابرو او حيثيت ته زيان رسوي.))

دغه کابل ښاريان له حکومت څخه غواړي، چې دې موضوع ته پاملرنه وکړي او په ښار کې د بهرنيو سوالګرو مخه ونيسي.

په سازمان شوې بڼه راوستل شوي سوالګر

که څه هم حکومتي چارواکي دا مني،چې ياد سوالګر د ځينو استفاده کوونکو ډلو له خوا په سازمان شوې بڼه افغانستان ته راوستل کېږي، خو د دې ستونزې د حل لپاره مشخصه کړنلاره نه لري.

د ملي امنيت رياست د برېښناليک له لارې د ازادو رسنيو مشارکت ته ليکلي: ((پاکستاني سوالګر لکه څرنګه يې چې له فزيکي وضعيت نه څرګندېږي، په خپله نه بلکې د ځينو کسانو او استفاده ګرو ډلو له خوا افغانستان ته راوستل شوي او ناوړه ګټه ترې اخيستل کېږي.

په دې اړه چې کېداى شي هغوى د ځينو بهرنيو سرويسونو لپاره د جاسوسانو په توګه وکارول شي، د افغانستان ملي امنيت تر اوسه داسې مدارک په واک کې نه لري ،خو  له احتمال نه لرې نه ده چې دغه سازمانونه له دې  معلولو او معيوبو کسانو څخه  د وسيلې په توګه کار واخلي  .))

د کابل امنيه قوماندان پاسوال محمدظاهر وويل، چې ډېرى بهرني سوالګر د پيسو پيدا کولو لپاره په قانوني ډول افغانستان ته راځي.

هغه زياته کړه: ((د کابل پوليس تل هغوى په ځواک او چټکۍ سره را ټولوي او خپل هېواد ته يې استوي، دا کار په پرله پسې ډول دوام لري. خو له بده مرغه چې زموږ کونسلګرۍ اړې دي چې د نړيوالو اړيکو پر بنسټ هغوى ته ويزې ورکړي، هغوى په ويزه دلته راځي او سوالګري کوي.))

د کابل امنيه قوماندان هم وويل، چې تر اوسه داسې سند په لاس کې نه لري، چې د سيمې هېوادونو له استخباراتي سازمانونو سره  د دې سوالګرو اړيکه ثابته کړي، خو د دې پخلى کوي   چې هغوى په سازمان شوې بڼه هېواد ته راځي.

ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل: ((دې سوالګرو ته په پټه ځينې ځانګړي کورونه نيول کېږي، د شپې هلته وي او د ورځې له خوا په سړکونو کې سوال کوي، پيسې ټولوي او بېرته خپل استوګنځي ته ځي. دا واقعاً يو جرم دى… زيات شمېر يې نيول شوي او ايستل شوي دي، له دې وروسته به هم نيول کېږي او شړل کېږي.))

امنيه قوماندان زياته کړه، د دې قضيه تر شا د پاکستانيانو او ځينو استفاده کوونکو کسانو لاس دى، چې دغو سوالګرو ته پاسپورټ او ويزه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ١٣٨٧لمريز کال  کې د ولسمشر حامد کرزي د حکم پر بنسټ چې د سوالګرۍ د منع کولو په اړه يې صادر کړى و، په دې اړه له ١٣ ادارو څخه يو کمېسيون جوړ شو، څو سوالګر را ټول او له پېژندلو وروسته يې ستونزو ته لاسرسى وشي.

په دغه کمېسيون کې افغاني سره مياشت، د کار او ټولنيزو چارو وزارت، د عامې روغتيا وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او ځينې نورې ادارې شاملې دي.

کمېسيون به حرفوي سوالګر له ضمانت وروسته خوشې کول او اړو سوالګرو ته يې په مرستون کې د لوست، سرپناه او معيشت زمينه برابروله.

په کابل کې د افغاني سرې مياشتې د مرستونونو امر محمدظاهر کوشان وويل،چې دغه کمېسيون په بيا بيا پاکستاني سوالګر را ټول کړي او د پاکستان سفارت له تضمين وروسته يې بېرته خپل هېواد ته استولي دي.

هغه زياته کړه: ((د پاکستان سفارت څو ځلې ، د دې هېواد اړوند سوالګرو ضمانت کړى، خو ځينو نورو يې يو ځل بيا په کابل کې سوالګرۍ ته مخه کړې ده.))

د ازادو رسنيو مشارکت هڅه وکړه، چې په دې اړه په کابل کې د پاکستان له سفارت سره خبرې وکړي، خو له پرله پسې اړيکو وروسته هم د دغه سفارت چارواکي خبرو ته حاضر نه شول.

د ډېرو سوالګرو حرفوي والى

د سوالګرو د ټولولو کمېسيون غړي په دې باور دي، چې د کابل ښار له نوي سلنې زيات سوالګر حرفوي دي.

د کابل د مرستونونو امر محمدظاهر کوشان وويل:((هغه کسان چې په کابل ښار کې سوالګري کوي، له لسو يې يواځې يو واقعي سوالګر دى.))

د ده په خبره، د دې کمېسيون لخوا د راټولو شويو  سوالګرو ٩٠ سلنه  حاضر نه وو، چې په مرستون کې وساتل شي او ځينو يې تېښته کوله.

هغه زياته کړه: ((هېڅ وخت هغه سوالګر ، چې واقعاً بېوزله وي او مرستون ته ور وپېژندل شي،  د مرستون له دېوالونو نه اوړي او تېښته  نه کوي، ځکه چې ټولې اړتياوې يې دلته پوره کېږي؛ خو د سوالګرو ډېر يې د ضمانت ليک پر وړاندې کولو سره خوشي کېدل، چې يو شمېر يې خپلو کورونو ته تلل او ځينې نورو بيا بېرته سوالګرۍ ته مخه کوله.))

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کارکوونکي او د سوالګرو ټولولو د  کمېسيون غړي  بلال صديقي ‎، وويل: ((کله چې سوالګر ټول او د تفکيک لپاره امن مرکزونو ته لېږدول کېدل، له بده مرغه پايله يې دا وه چې … له ٨٠ کسانو څخه نهايت دوه کسه يې بېوزلي وو.))

له بلې خوا د سوالګرو ټولولو په کمېسيون کې د ښځو چارو وزارت استازې کريمې سالک وويل: ((په سوالګرو کې يو شمېر مېرمنې وې، چې د پغمان له ارغندۍ څخه د کور په کاليو کې راغلې وې، په ښار کې يې زړې جامې اغوښتې او د شاه دوشمشېره جومات په څنګ کې سوالګرۍ ته کېناستې، کله چې موږ ترې د سوال کولو د علت  پوښتنه کوله ، ويل يې چې د خور په کور کې مې ماشوم زېږېدلى، پيسې راسره نه وې چې تحفه ورته واخلم، نو ځکه مې سوالګرۍ ته مخه کړه.))

د مېرمن سالک په وينا، د سوالګرو ټولولو په بهير کې ليدل شوي چې ځينو مېرمنو د سوالګرو په جامو کې ځوانې نجونې اخلاقي فساد ته سوق کولې او ځينې کسان  هم د ژمي په اوږدو کې د کرنيزو کارونو د نه شتون په سبب کابل ته د سوال لپاره راتلل.))

هغې له ولايتونو څخه کابل ته د سوالګرو د راتګ په اړه زياته کړه: (( يو سپين ږيري به  ځينې ځوانان راټولول او کابل ته به راتلل، دلته به  يې په څلور لارو کې سوالګري کوله.))

سالک، د ” چلو”  په نامه د ځينو کسانو يادونه وکړه او  و يې ويل: ((ډېرى د چلو په نوم کسان ، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ سيمو کې ژوند کوي او تذکرې هم نه لري، په کابل کې سوالګري کوي؛ د چلو نارينه  بزکش دي، په خپلو کورونو کې وي، مېرمنې يې سوالګري کوي، هغوى  دا يوه غوره عايداتي سرچينه ګڼي.))

د سوالګرو ټولولو د کمېسيون ناکامي

د سوالګرو ټولولو کمېسيون د ولسمشر د دويم مرستيال محمد کريم خليلي په مشرۍ چې سکرټريت يې  د سرې مياشتې پر غاړه و، د ١٣٨٨ لمريز کال له غويي مياشتې د ١٣٩٠ لمريز کال تر ليندۍ مياشتې عمدتاً په کابل کې د سوالګرو د ټولولو ، پېژندنې او هغوى ته د رسېدنې  په برخه کې کار وکړ ، خو وروسته دا لړۍ ودرېده.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د معلوماتو له مخې ، په دې موده کې ٤٦٢٠ تنه  سوالګر راټول شول، چې له ٣٤٨ زيات يې ماشومان وو او له دې ډلې ٥٣ ماشومان په روزنتونونو کې  شامل شول او پاتې نور يې کورنيو ته وسپارل شول .

خو د اړوندو ارګانونو د چارواکو په وينا، د بوديجې کمښت، په دې اړه د مشخص قانون نشتوالى، د حکومتي چارواکو له خوا د سوالګرو ضمانت کول ، سوالګرۍ ته د سوالګرو بېرته مخه کول او د مسوولو ارګانونو نه همکاري، ددې کمېسيون د ناکامۍ لاملونه دي.

د بوديجې نه شتون

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيال واصل نور مهمند، د ياد شوي کمېسيون د کار د  درېدو يو لامل د بوديجې نه شتون بولي .

ده وويل: ((په پيل کې د ماليې وزارت سرې مياشتې ته ٢٠ ميليونه افغانۍ ورکړې وې، خو کله چې دا پيسې خلاصې شوې ، ماليې وزارت نورې پيسې ورنه کړې او بالاخره سرې مياشتې هم د بوديجې دکمښت له امله د سوالګرو د ټولولو کار د ١٣٩٠ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې وځنډاوه. ماليې وزارت ويل ، چې دوى ځکه افغاني سرې مياشتې ته پيسې نه شي ورکولى ، چې دا يوه خپلواکه اداره ده او دوى ورڅخه بېرته حساب نه شي اخيستى.))

د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني په دې اړه وويل: ((هره اداره چې بوديجوي واحد وي، هغوى ته بوديجه ورکول کېږي،خوکله چې بوديجوي واحد نه وي او کميسيوني وي او په سکتوري وزارتونو پورې تړاو ولري، نو بيا کولى شي خپله بوديجه هم له هماغه سکتوري وزارت څخه واخلي.))

د افغاني سرې مياشتې ټولنه يوه ملي خپلواک خيريه ټولنه ده، چې د جګړې له قربانيانو او د طبيعي پېښو ځپلو سره مرسته کوي. دا ټولنه د خپلو فعاليتونو لګښت له خپلو عايداتي سرچينو تر لاسه کوي.

د يادې ټولنې او د سره صليب او سرو مياشتو د نړيوال غورځنګ د غړو او نورو خلکو مرستې، د افغاني سرې مياشتې ټولنې عايداتي سرچينې دي.

د مهمند د څرګندونو له مخې، د مسوولو ارګانونو له چارواکيو سره د ماليې وزارت د خزانو د رييس تر څو ځلې ناستو وروسته، وړانديز وشو، چې د ياد شوي کمېسيون سکرټريټ دې د افغاني سرې مياشتې پر ځاى يوه دولتي اداره پر غاړه ولري.

هغه زياته کړه، چې شاوخوا يوکال وړاندې د کابينې د پرېکړې له مخې، د کار او ټولنيزو چارو، اقتصاد، ماليې اوکورنيو چارو وزارتونو او سرې مياشتې ، د سوالګرۍ د مخنيوي نوې طرحه جوړه کړې  او د ولسمشر د لومړي مرستيال دفتر ته يې لېږلې، تر څو په اړه يې خپل نظر وړاندې او اصلاحات په کې راولي.

هغه وويل: ((له بده مرغه چې تر اوسه په دې اړه کوم کار نه دى شوى، د کابينې له پرېکړې، د وزيرانو شورا له مصوبې او ولسمشرۍ رياست له حکم وروسته به دا مسووليت د کار او ټولنيزو چارو وزارت پر غاړه واخلي.))

سرچينې زياته کړه، چې په ياده طرحه کې ٨٠ ميليونه  افغانۍ بوديجه د سوالګرو د ټولولو لپاره وړانديز شوې ده.

د مسوولو ارګانونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالى

د سرې مياشتې وياند وليد اکبر سروري وويل: (( د بوديجې د کمښت د ستونزې تر څنګ ،چې د کمېسيون د کار د درېدو لامل شوه، تر يوه بريده پر دې کار د مسوولو ارګانونو تر منځ  د همغږۍ نه شتون هم اغېز درلود، يعنې له څه مودې وروسته هغه منظمې ناستې چې بايد شوى واى، ونه شوې.))

دغه راز د بشري حقونو په کمېسيون کې له ماشومانو څخه د ملاتړ څانګې مرستيال بلال صديقي وويل، چې د ولسمشر په حکم کې په ډاګه يادونه شوې وه، چې له ټولو سوالګرو سره دې جدي چلند وشي؛ په پرله پسې ډول دې را ټول او اړمنو سوالګرو ته دې د ساتنې مرکزونه جوړ شي.

خو هغه زياته کړه: ((خو له بده مرغه چې د مسوولو اړوندو دولتي ارګانونو د نه لېوالتيا په سبب، دا مسووليت ادا نه شو، دې کمېټې ته کافي بوديجه په نظر کې ونه نيول شوه او په پاى کې  دا کمېټه ونه توانېده ، چې هغې موخې او بريا ته ورسيږي، چې بايد رسېدلې واى.))

د حکومتي چارواکو لخوا ضمانتونه

د بلال صديقي په وينا،حکومتي چارواکيو د ډېرو هغو سوالګرو ضمانت کړى چې کميسيون راټول کړي و او په ضمانت خوشې شويو سوالګرو بېرته سوالګرۍ  ته مخه کړې ده.

صديقي چې د دغه پروګرام له څارونکو څخه و، زياتوي: ((کوم سوالګر چې را ټولېدل له نورو کسانو سره يې اړيکه درلوده او کولاى يې شواى ، چې د لوړ پوړو دولتي چارواکو قناعت حاصل کړي؛ داسې کسان وو چې د خوشې کولو لپاره يې يوه معتبر ضمانت ته اړتياو وه او  دوى ټولو کولى شول ، چې همدا معتبر ضمانتونه په  نيمه ورځ کې چمتو کړي. تاسې ته يې نوم نه شم اخيستى، خو دومره وايم، داسې کسان وو، چې د جنرالۍ او ډګروالۍ رتبې يې درلودې، د ښاروالۍ او نورو بنسټونو لوړ پوړي کسان وو، چې راتلل او ضمانت يې کاوه. حتى په سوالګرو کې  داسې کسان هم وو چې څلور ځله نيول شوي او بيا يې  ضمانت شوى.))

حقوقي ستونزه

د کابل د مرستونونو امر محمدظاهر کوشان د دې پروسې حقوقي ستونزې ته اشاره وکړه او ويې ويل: (( ډېر هغه کسان چې ضمانت يې کېده ، بېرته يې سوالګرۍ ته مخه کوله؛ له ستونزې سره زموږ د کار د مخ کېدو لامل ، د قانون نشتوالى دى ؛ خو په دې وروستيو کې پر قانون په چټکۍ سره کار روان دى او د کار او ټولنيزو چارو وزارت ددې قانون په طرحه کار کوي. هيله من يو چې د دې طرحې په ورستي کولو  سره وکولى شو، خپلې ټولنې ته خدمت وکړو.))

د ده په خبره، په هغه صورت کې ، چې د قانون له مخې سوالګري جرم وګڼل شي، کېداى شي  په دې اړه په جديت عمل وشي.

واصل نور مهمند وايي، چې د ولسمشر د ياد فرمان پر بنسټ، د “ټولنيز ملاتړ” د  قانون  جوړول چې د سوالګرۍ منع کول يې هم يوه برخه ده، د کار او ټولنيزو چارو وزارت له مکلفيتونو څخه دي.

هغه زياته کړه، چې دغه وزارت د دغه قانون پر طرحه کار کړى او مسوده يې يو نيم کال وړاندې عدليې وزارت ته استولې ده.

مهمند په سوالګرۍ کې له ماشومانو د ګټې اخستنې په اړه وويل، له دې امله چې افغان حکومت په يواځې توګه نه شی کولای سوالګر راټول او د بېوزلو کورنيو اقتصادي ستونزې لرې کړي، د قانون په طرحه کې راغلي چې ټولې نا دولتي ادارې، چې د ماشومانو په برخه کې کار کوي، په دې پروسه کې شاملې شي.

هغه په ټينګار  سره غوښتنه وکړه، چې د ياد قانون د  طرحې  پړاوونه ژر ووهل وشي، ځکه چې په دې طرحه کې د هغو سوالګرو لپاره چې  بيا بيا سوالګرۍ ته مخه کوي ، جزا په پام کې  نيول شوې او  له مخې يې  د سوالګرو د مخنيوي لپاره په جديت  عمل کېداى شي.

د عدليې وزارت مسلکي مرستيال محمديوسف حليم د دې طرحې په اړه وويل: ((د ټولنيز ملاتړ قانون پړاوونه د عدليې وزارت له خوا ترسره شوي، د قوانينو کمېټې تاييدکړې، وزيرانو شورا ته يې استولې، هلته د ځينو هغو مالي کتنو له امله چې ماليې وزارت درلودې، کار يې ځنډولى او ويلي يې دي چې بايد مالي ستونزې يې حل او بيا کابينې ته وړاندې شي، اوس هم په دې اړه بحث روان دى، څو ستونزې يې حل  شي.))

په مسوولو بنسټونو کې فساد

په  ملي شورا کې د خلکو ځينې استازي ، په مسوولو ادارو کې د فساد شتون، د مديريت بحران او د چارواکيو د مسووليت نه احساس، يادو ستونزو ته د حل نه موندلو له عمده دلايلو ګڼي.

په ولسي جرګه کې د روغتيا، کار او بدني روزنې کمېسيون رييس نقيب الله فايق وويل: ((په هغو تدابيرو چې سنجول شوي يا هغه امکانات چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت يې لري، ډېره ګرانه ده چې په دې ستونزې لاسبري شو. له بلې خوا په کار او ټولنيزو چارو وزارت کې د مديريت بحران هم يو له هغو مواردو څخه دى چې د دې ستونزو د حل مخه يې ډب کړې، همدا اوسنى مديريت هم کمزورى دى او نه شي کولى چې دا موضوع په نظر کې ونيسي.))

همدارنګه په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې شکريې پيکان هم وويل: ((که چېرې مسوول ارګانونه د کار زمينه مساعده او سوالګر له واټونو راټول کړي او هغه کورنۍ تر جدي پوښتنو ګروېږونو لاندې ونيسي، چې له خپلو ماشومانو په سوالګرۍ کې کار اخلي ، نو فکر نه کوم چې نور دې څوک دغه کار ته مخه کړي، خو د مسووليت د نه احساس له امله دغه کار نه کوي او پاملرنه ورته نه لري.))

پيکان په هېواد کې د بهرنيو سوالګرو د شتون په اړه د اندېښنې په څرګندولو وويل چې په مسوولو ارګانونو کې شته فساد دې معضلې ته د نه پاملرنې لامل دى.

هغه زياته کړه: ((د مسوولو ارګانونو بې کفايتي ده، که چېرته دوى دا موضوع څېړلې واى، ان  په يوه ساعت کې د بهرنيو سوالګرو هويت او بانډونه پېژندل کېداى شوى . د هغوى ډېرى يې پاکستانيان دي او له شتون يې معلومېږي، چې هرو مرو دلته کوم فساد شته او ځينې کسان په کې  شريک دي. له همدې امله ده چې له  بازارونو سوالګر نه ټولېږي.))

خو د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند علي افتخاري د يادو نيوکو په اړه وويل: ((نيوکې اسانه دي، کله چې يو کس د يوې ادارې له پروګرامونو خبر ونه لري، نو څنګه کولى شي، چې نيوکه وکړي.))

ده  د ټولنيز ملاتړ قانون طرحې ته په اشارې وويل، چې په دې برخه کې کارونه شوي دي.

هغه هيله څرګنده کړه، چې د د ياد شوي  قانون د طرحې په وروستي  کېدو او عملي کېدو سره به سوالګر له ښارونو را ټول او د سوالګرۍ پالنې فرهنګ به هم له منځه يوړل شي.

د ازادو رسنيو مشارکت له پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ، هشت صبح ورځپاڼې او سبا نشراتي موسسې څخه جوړ شوى چې د اداري فساد او له بشري حقونو څخه د سرغړونو په برخو کې څېړنيز راپورونه چمتو کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA