ads

افغان كركټ لوبډلې تاجكستان لوبډلې ته ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې تاجكستان ملي لوبډلې ته په یوې ورځنۍ لوبې کې ماتې ورکړه. دا لوبه نن د مرغومي په ۶مه، د ننګرهار د غازي امان الله خان په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.     د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې تاجكستان ملي لوبډلې ته په یوې ورځنۍ لوبې کې ماتې ورکړه. […]

نویسنده: The Killid Group
6 مرغومی 1392
افغان كركټ لوبډلې تاجكستان لوبډلې ته ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې تاجكستان ملي لوبډلې ته په یوې ورځنۍ لوبې کې ماتې ورکړه. دا لوبه نن د مرغومي په ۶مه، د ننګرهار د غازي امان الله خان په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

 

 

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې تاجكستان ملي لوبډلې ته په یوې ورځنۍ لوبې کې ماتې ورکړه.

دا لوبه نن د مرغومي په ۶مه، د ننګرهار د غازي امان الله خان په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک ته وویل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هغه زیاته کړه د افغانستان الف لوبډلې په ۴۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۰ منډې وکړې او تاجکستان ته یې د ۲۹۱ منډو هدف کېښود.

د افغانستان له لوري جاوید احمدی ۱۱، نجیب تره کی ۹۲ او شفیق الله شفق ۳۲ منډې وکړې، د تاجکستان له لوري منور او احمد نبيل ۲، ۲ لوبغاړي وسوځول.

هوتک وویل چې د تاجکستان ټوله لوبډله په ۳۹ اورونو کې یواځې ۱۵۴ منډې وکړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۴۶ منډو په توپیر سره وګټله.

جاوید احمدي د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د لوبې په پای کې د افغانستان کرکټ لوی رییس او سلاکار وزیر شهزاده مسعود، اجرايیوی رییس او د تاجکستان د کرکټ پلاوي لخوا پر لوبغاړو جایزې ووېشل شوې.

د تاجکستان لوبډلې لوبډل مشر احمدشاه پژواک ته وویل چې لوبډله یې د یوه پیاوړې لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې لوبډله یې د روزنې په حال کې ده او هیله یې څرګنده کړه چې له افغانانو به ډیر څه زده کړي.

د افغانستان د الف لوبډلې لوبډلمشر جاوید احمدي پژواک ته وویل چې لوبغاړو یې په بیټنګ او بالنګ دواړو کې ښه لوبه وکړه.

هغه د تاجک لوبډلې هم ستاینه وکړه، چې خپله وړتیا یې وښوده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA