ads

خاموش كردارونه

تياتر دوه زره كاله وړاندې په يونان كې سترګې وغړولې، له هغې را وروسته دې هنر په پرله پسې ډول د روم د ((پابلي ويرژايل او ان د شكسپير)) تر زمانې ډېرې لوړې ژورې مشاهده كړې او د صامتې سينما په منځته راتګ د تياتر په برخه كې هم د صامت كركټر تر سره كولو […]

نویسنده: The Killid Group
31 وږی 1392
خاموش كردارونه

تياتر دوه زره كاله وړاندې په يونان كې سترګې وغړولې، له هغې را وروسته دې هنر په پرله پسې ډول د روم د ((پابلي ويرژايل او ان د شكسپير)) تر زمانې ډېرې لوړې ژورې مشاهده كړې او د صامتې سينما په منځته راتګ د تياتر په برخه كې هم د صامت كركټر تر سره كولو سوژې دود وموند.

تياتر دوه زره كاله وړاندې په يونان كې سترګې وغړولې، له هغې را وروسته دې هنر په پرله پسې ډول د روم د ((پابلي ويرژايل او ان د شكسپير)) تر زمانې ډېرې لوړې ژورې مشاهده كړې او د صامتې سينما په منځته راتګ د تياتر په برخه كې هم د صامت كركټر تر سره كولو سوژې دود وموند.

د سټېج پر سر صامت كردارونو اداكولو ته په انګليسي ژبه كې پانټوميم تياتر وايي، په دې كې كركټر خبرې نه كوي، مګر د سكریپټ او داستان له مخې لوى سبقونه او ژور نصيحتونه وړاندې كوي.

دا هنر د كوچنيانو د روزنې په برخه كې ډېره ونډه لرلى شي او له همدې كبله اوس زموږ په جګړه ځپلي هېواد كې د برېټانيا كلتوري مركز او د افغانستان كلتوري كور په مرسته د (( كاپيلا)) هنري بنسټ لخوا د پانټوميم تياتر لومړنى نندارتون پرانستل شوى چې لسګونه نندارچيان او شاګردان يې د زده كړې په ټغر ورته ناست دي.

د كابل په يو لومړني ښوونځي كې په تورو جامو كې د صامت كركټر لرونكى يو سړى چې ټول بدن او مخ يې په سپين رنګ لړلى په حقيقت كې د پانټوميم تياتر كاركوونكى دى، خو د زده كوونكو لپاره ډېر حېرانوونكى دى، د پانتوميم تياتر دغه كركټر تر اوسه په ټلويزيون هم افغان ماشومانو نه دى ليدلى، خو اوس هغوى له ډېر حېرانتيا دې ته اړ دي چې يوه يوه افغانۍ تحويل كړي او د پانتوميم تياتر نندارې ته كېني، يو تن زده كوونكى ساجد وايي: (( دا ډېر ښايسته تمثيل و، زه غواړم د پانټوميم لوبغاړى شم.))

افغان فلم جوړوونکې او د كاپيلا هنري بنسټ مشره صحرا کریمي وايي، پانټومیم یې له دې كبله وټاکه چې پخوا تر دې په افغانستان کې دا ډول نندارتون نه و او په وینا یې هيله منه ده چې نندارې به يې ليدونكو ته په زړه پورې وي: (( دا پروګرام یو سېستم لري چې لیدونکي ماشومان باید ټکټ واخلي، بیا هغه مسوولینو ته وسپاري او په خپلو ځایونو کېني او د پروګرام ننداره وکړي.))

نوموړې وړاندې وايي: ((که څه هم د سینما، تیاتر او نورو هنرونو په برخو کې به دا پرمختګ ډېر زیات نه وي، خو په دې برخه کې زموږ پورته شوي ګامونه د یوه روښانه هنري راتلونکي لپاره هیلې زېږوي.))

د كريمي په خبره هنري بنسټ يې په پام كې لري چې د پانټومیم لوبغاړي په خپل لومړي كاري كال كې د کابل ۴۸ لومړنیو ښوونځیو ته ولاړ شي او د تیاتر له لارې به د شلمې پېړۍ نړيوال اديب انتوان دوسنت اکزوپېري  مشهوراثر ((کوچنی شهزاده)) نندارې ته وړاندې کړي: (( لومړۍ ننداره مو څو مياشتې وړاندې وه، اوس دغه دى پرله پسې نندارې وركوو، خلك ورسره علاقه ښيي، ځكه دا د يو هلك د ژوند كيسه ده چې له مشكلاتو سره مبارزه كوي.))

د تیاتر لوبغاړى کاوه ایرک په دغه نندارتون کې د کیسې د لومړي شخصیت رول لوبوي، نوموړی وايي، له هنر سره د کوچنیانو بلدول د دوی پر زده کړو او روزنه رغنده او مخامخ اغېز کوي: (( له دې لارې ادبیات د دوی په ذهن کې ځای نیسي. له بده مرغه په افغانستان کې پر کوچنیانو په دې برخه کې کار نه دی شوی. موږ باید په خپلو ماشومانو په دې برخه کې پانګونه وکړو.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA