ads

تڼيو ولسوالۍ كې د كرنې لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره كېښودل شوه

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د كرنې مسلکي لېسې لپاره د دیارلس میلیونو افغانیو په ارزښت د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د خوست ولایتي ادارې د عامه اړیکو مسؤل بریالى روان وایي، دغه ودانۍ د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ایکویپ موسسې په مالې لګښت جوړېږي، چې د خوست په تڼیو […]

نویسنده: The Killid Group
1 زمری 1392
تڼيو ولسوالۍ كې د كرنې لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره كېښودل شوه

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د كرنې مسلکي لېسې لپاره د دیارلس میلیونو افغانیو په ارزښت د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د خوست ولایتي ادارې د عامه اړیکو مسؤل بریالى روان وایي، دغه ودانۍ د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ایکویپ موسسې په مالې لګښت جوړېږي، چې

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د كرنې مسلکي لېسې لپاره د دیارلس میلیونو افغانیو په ارزښت د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د خوست ولایتي ادارې د عامه اړیکو مسؤل بریالى روان وایي، دغه ودانۍ د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ایکویپ موسسې په مالې لګښت جوړېږي، چې شپاړس درسي خونې به ولري.

د ده په وینا، د تڼیو ولسوالۍ ډېری خلک په کرنه بوخت دي او د دې لیسې په پرمختګ سره به دا سیمه نوره هم کرنیزه شي.

بریالي روان د ولایت په نماینده ګۍ د دې لیسې له مسؤلینو او زده کونکو سره ژمنه وکړه، چې دوی به هڅه وکړي، تر څو د وادنۍ ترڅنګ د عملي زده کړې لپاره هم سهولتونه ورته برابر کړي.

د تڼیو ولسوالۍ د كرنې مسلکي لېسې استاذ شاه یونس په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی د نورو ستونزو ترڅنګ د ودانۍ له نه شتون سره مخامخ وو او د دې ودانۍ په جوړېدو سره به په دې برخه کې ټولې ستونزې هوارې شي.

نوموړي زياته كړه، دا چې تر اوسه دوی دې لېسې لپاره كومه ځانګړې وداني نه درلوده، نو د اړتيا له مخې يې خپلې چارې د خوست کرنې ریاست اړوند ودانۍ کې پرمخ بیولې.

د تڼیو ولسوالۍ د پوهنې مدیریت د معلوماتو په اساس، اوس مهال په دې ولسوالی کې نیږدې څلور څلوېښت لومړني ښوونځي او لېسې فعالې دي، چې په دې کې له شلو زرو څخه زیات زده کونکي په زده  کړو بوخت دي او په دې سیمه کې د مسلکي لېسو څخه یوازنۍ د كرنې مسلکې لیسه ده، چې نېږدې درې کاله مخکې یې په فعالیت پیل کړی او تراوسه پورې یې د زده کونکو شمېر سلو ته رسېدلی، چې په لسم، یولسم او دولسم ټولګیو کې په زده کړو بوخت دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA