ads

سوداګر: پكتيا كې پانګونه نه کېږي

د پکتيا سوداګر، پانګه وال او د سوداګرۍ خونې مسوولين په دې نظر دي چې په دې ولايت کې پانګونې ته له امنيتي پلوه زمينه برابره ده، خو د دولت اړوند ځينې نيمګړتياوې او د پانګه والو ناغېړي، د دې علت ګرځېدلی چې دلته په لويه کچه پانګونه نه ده شوې. د پکتيا سوداګر، پانګه […]

نویسنده: The Killid Group
16 چنګاښ 1392

د پکتيا سوداګر، پانګه وال او د سوداګرۍ خونې مسوولين په دې نظر دي چې په دې ولايت کې پانګونې ته له امنيتي پلوه زمينه برابره ده، خو د دولت اړوند ځينې نيمګړتياوې او د پانګه والو ناغېړي، د دې علت ګرځېدلی چې دلته په لويه کچه پانګونه نه ده شوې.

د پکتيا سوداګر، پانګه وال او د سوداګرۍ خونې مسوولين په دې نظر دي چې په دې ولايت کې پانګونې ته له امنيتي پلوه زمينه برابره ده، خو د دولت اړوند ځينې نيمګړتياوې او د پانګه والو ناغېړي، د دې علت ګرځېدلی چې دلته په لويه کچه پانګونه نه ده شوې.

دوی وايي پخوا به سوداګرو او پانګه والو ويل چې په پکتيا کې د امنيتي ستونزو له کبله پانګونه نه شي کولای، خو د دوی په وينا دا وخت په دې ولايت کې د هېواد د اکثره ولايتونو په پرتله امنيتي وضعه ښه بلل کېږي.

ياد سوداګر او پانګه وال ځينې حکومتي ستونزې هم يادوي، دوی د برېښنا نشتوالی او د صنعتي پارک نشت لوی خنډونه بولي چې له کلونو کلونو ځنډ وروسته يې هم غم نه دی خوړل شوی.

په پکتيا کې د سوداګرۍ او صنايعو خونو مشر ډاکتر عبدالنصير عالميار په دې اړه وايي، دلته پانګه وال ډېر دي، خو ځينې ستونزې يې په مخکې پرتې دي: (( تر ګردو لويه ستونزه د برېښنا نشتوالی دی چې هر وخت يې يوازې ژمنه شوې، برېښنا چې نه وي، پانګونه به په څه وشي، فابريکه به څه ډول وچلېږي.))

په پکتيا کې د سوداګرۍ رئيس رشاد باختري هم ورته خبره کوي او زياتوي، که چېرې د دولت له خوا ورته د کار زمينه برابره شي، نو شونې ده چې د دې ولايت اقتصادي وضعيت له پانګونې سره په چټکۍ وغوړيږي.

نوموړی وايي، د صنعتي پارک لپاره ځمکه هم ځانګړې شوې ده، مګر تر اوسه يې د وېش چارې ستونزمنې او په خپل حال پاتې دي.

باختري زياته كړه:(( په دې برخه کې يوازې کاغذپراني کېږي، کله يې ايسا( له سوداګرۍ د ملاتړ اداره) ته وسپاري، کله يې وزارت تجارت ته؛ له پارک وېشلو يې لويه مسئله جوړه کړې ده.))

ځايي چارواکي بيا د برېښنا او د صنعتي پارک د نشتوالي ستونزه مني او وايي، دا ډول ستونزې په نورو ولايتونو کې هم شته، خو پانګه وال بيا هلته هم پانګونه کوي.

د پکتيا والي جمعه خان همدرد وايي، دوی تر ډېره په دې ولايت کې پانګونې ته زمينه برابره کړې او له سوداګرو غواړي چې دلته پانګونه وکړي.

همدرد وړاندې زياتوي: ((امنيتي وضعه په بشپړ ډول پانګونې ته چمتو ده، سړکونه تر ډېره رغېدلي دي او نور پرمختګونه هم شوي دي، خو د پکتيا سوداګر په نورو ولايتونو کې پانګونه کوي، په پکتيا کې يې نه کوي.))

د پكتيا والي همدار راز وويل: (( موږ له دوی غوښتنه کوو چې د لته راشي او ټولنيزو پرمختګونو ته زمينه برابره کړي، يوازې په دولت هر څه نه کېږي.))

د پکتيا سوداګر په داسې حال کې د صنعتي پارک او برېښنا غوښتنه کوي چې له دې وړاندې د دولت له خوا ورسره په اړوند برخو کې په وارونو واورونو ژمنې شوې وي، خو تر اوسه پورې نه صنعتي پارک جوړ شوی او نه برېښنا شته.

د اوبو او برېښنا وزارت له خوا جنوب ختيځ زون ته د تاجکستان برېښنا د راوستو ژمنه هم شوې وه چې د ۱۸ مياشتو په اوږدو کې به يې چارې بشپړېږي، د اسيايي بانک له خوا ورته سل ملیونه امريکايي ډالر هم ځانګړي شوي و، خو دا پروژه تر اوسه پورې يوازې ژمنه پاتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA