د امريکا دفاع وزارت وايي چې پر هوايي ځواك د افغان ملي ځوكونو د سمبالولو لپاره غواړي له روسيې څخه د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت څرخۍ او ثابت وزر لرونكې الوتكې وپېري.
د امريکا دفاع وزارت وايي چې پر هوايي ځواك د افغان ملي ځوكونو د سمبالولو لپاره غواړي له روسيې څخه د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت څرخۍ او ثابت وزر لرونكې الوتكې وپېري.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړى سرمفتش له دې الوتکو د کار اخيستو لپاره د لازم مسلکي پرسونل د نشتوالي په اړه خبردارى ورکړى، خو افغان چارواكو د هغه دا څېړنه ناسمه ببللې ده.
پنټاګون د تېرې جون مياشتې په اولسمه نېټه اعلان وکړ، چې د 554 ميليونه ډالرو په ارزښت د دېرشو مې اولس ډوله الوتکو د پېرودلو تړون يې له روس ابرون ايکسپورت شرکت سره لاسليک کړى دى.
د راپورونو له مخې د امريکا دفاع وزارت پر مي اولس هيليکوپټرو سربېره د افغانستان لپاره له سيرانېوادا Sierra Nevada شرکت څخه اتلس پي سي دولس PC-12 ډوله ترانسپورتي الوتکې هم پېري.
له دې الوتکو څخه به د تروريزم او مخدره موادو ضد ځانګړو عملياتو لپاره کار واخيستل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ