د لوګر ولايت چارواكي وايي، چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې د ګڼ شمېر مخالفينو ترڅنګ درې عام وګړي هم وژل شوي، خو ځايي اوسېدونکي د لسګونو عامو وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د لوګر ولايت چارواكي وايي، چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې د ګڼ شمېر مخالفينو ترڅنګ درې عام وګړي هم وژل شوي، خو ځايي اوسېدونکي د لسګونو عامو وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
افغان او ايساف ځواکونو وړمه ورځ او پرون په دې ولسوالۍ کې وروسته له هغه پراخ تصفيوي عمليات ترسره کړل، چې وسله والو مخالفينو د ولايت له مرکز پل علم څخه د ملي اردو درې سرتېري وتښتول.
پرون د ګډو ځواکونو په عملياتو کې تښتول شوي دوه سرتېري بېرته راخلاص شول، خو يو بل وسله والو طالبانو وژلى و.
د ملي دفاع وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د برکي برک ولسوالۍ په تصفيوي عملياتو کې ٢٣ وسله وال مخالفين وژل شوي، ٢٦ نور ټپيان دي او يو شمېر نور ژوندي نيول شوي دي.
د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې پرون پر وسله والو مخالفينو د ايساف ځواکونو په هوايي بمبار کې تر ٢٠ زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي، خو د برکي برک ولسوال محمدرحيم امين بيا وايي، چې دوى د درېيو ملکي وګړو د وژل کېدو راپور ترلاسه کړى دى.
وسله والو طالبانو په پرونيو عملياتو كې د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژلو او تر څلوېښتو پورې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر وركړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ