ads

مسته ملنګه

((زما د زړه سلا رانغله نو… وئ ملنګ ته وايه چې زړه صبر، كړه مينه… وا مسته ملنګه…)) دا د خوږ ژبي او ځوان سندرغاړي جاويد اميرخېل په خواږه او جادوګر غږ زمزمه شوې هغه ټپې دي چې كلونه به پرې واوړي، خو خوږلني به يې هېڅكله هم كمه نه شي. ((زما د زړه سلا […]

نویسنده: The Killid Group
30 کب 1391
مسته ملنګه

((زما د زړه سلا رانغله نو… وئ ملنګ ته وايه چې زړه صبر، كړه مينه… وا مسته ملنګه…)) دا د خوږ ژبي او ځوان سندرغاړي جاويد اميرخېل په خواږه او جادوګر غږ زمزمه شوې هغه ټپې دي چې كلونه به پرې واوړي، خو خوږلني به يې هېڅكله هم كمه نه شي.

((زما د زړه سلا رانغله نو… وئ ملنګ ته وايه چې زړه صبر، كړه مينه… وا مسته ملنګه…)) دا د خوږ ژبي او ځوان سندرغاړي جاويد اميرخېل په خواږه او جادوګر غږ زمزمه شوې هغه ټپې دي چې كلونه به پرې واوړي، خو خوږلني به يې هېڅكله هم كمه نه شي.

دا سندرغاړى د پكتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ كې نږدې ۲۴ كاله وړاندې زېږېدلى دى، كه څه هم دومره زده كړې نه لري، خو د ډېرو لوړو زده كړو او پاخه ذوق خاوندان هم د ده هنري انتخاب ته ګوته په غاښ پاتې دي او په زرګونه باذوقه ځوانو زړونو كې اوسېږي، دا ځكه چې موسيقيت او لوړ هنري استعداد د ژوند له لومړۍ ورځې د ده په روح او زړه كې ځاله كړې ده.

جاويد امرخيل وايي: (( موسيقي زما مينه ده، د زړه له تله سندرې وايم او تمثيل نه كوم، ګنې اوس به مې چا سندرې هم نه اورېدلې، زما په كورنۍ كې نه څوك سندرغاړى و او نه به پيدا شي، زما به يې په تقدير كې د هنرمندۍ ليك وهلى و، ګنې پخوا مې يوازې له ځانه سره زمزمه كوله.))

د كلي په خړ چاپېريال كې رالوى شوى دا هنر مند په اتم ټولګي كې د ښوونځي له غېږې جلا شوى او د ژوند تودو سړو ته ورغاړې وتى، په ډېر لږ وخت كې يې خياطي زده كړه، خو ژوند ورته په دې كسب كې هم څه ورنه كړل او بيا يې برقي كارونه (( ويرنګ سازي)) پيل كړه، خو په دې كسب كې يې هم زړه راتنګ شو، ځكه د جاويد پر خيال او فكر د موسيقۍ پيريان ناست وو او اخر يې هم اړ كړ چې كوم پياوړي استاد ته ګوړه كېږدي او سندرې ووايي: (( د ويرنګ استاد راته ويل چې نور كارونه به درته ګټه ونه كړي، ځكه ستا مينه له سندرو سره ده، له احسان عرفان او ماسټر علي حيدر سره مې موسيقي زده كړه او له شپږو كلونو راپه دې خوا سندرې وايم.))

جاويد سندرو ته راغى خو دومره اسانه هم نه وه، دى د كور غړو ډېر منع كړ اخر خبره وهلو، غوسې او له كوره شړلو ته ووته، مګر اميرخېل هوډ كړى و، خپل ضد يې هماغسې نيولى و چې بايد سندرې ووايي او د خلكو خبرو ته غوږ ونه نيسي: (( كورنۍ مې راته ويل چې موږ ته د سندرو په ويلو پېغور مه جوړوه، زموږ د كلي خلكو رښتيا هم له سندرو ويلو كركه لرله، مګر كله چې زما سندرې خلكو ډېرې خوښې كړې، كليوالو مې په ټلوېزیون ننداره كړې او زما په فطرت يې ذهن ورسېده نو ورو- ورو د ټولو رويه راسره بدله شوه.))

جاويد اميرخېل تر دې دمه ۱۴ د سندرو البومونه لري، تصويرې سندرې يې د موسيقۍ، سكريپت، كامرې او تصوير له مخې ځانګړي احساسات راپاروي، نوموړى تر دې دمه د موسيقۍ په الاتو كې يوازې باجه ښه د زړه له تله غږولى شي، خو چې خبره د انتخاب او سندرې شي، نو بيا د ټولو ملګرو سره پخې مشورې كوي: (( دا د ښې شاعرۍ او ښو ملګرو برکت دی، د هنر په برخه كې تل ښې مشورې راکوي، داسې شعرونه انتخابوم چې د ولس د زړه خبرې وي، ښه شاعري وي، نو همدا علت دی چې خلک زما سندرې خوښوي.))

جاويد امېرخېل پخپله د هنر په ډګر كې د هارون پاچا له غږ او انتخاب څخه ډېر متاثر ښكاري او وايي د همدې هارون پاچا سندرو يې د خيال په دريڅه كې سندرو ويلو ته غځونې وكړې: (( له وړكتوبه مې د هغه سندرې خوښې دي، د شعر انتخاب ته يې اوس هم حيران يم او ډېر ترې متاثر يم، غږ يې ماته يو ډول حوصله راكوي.))

د جاويد امېرخېل وروستۍ څو سندرې بيخي زياتې مشهورې شوي چې يوه يې بېسواده او بله هغه يې بنجاره نومېږي، وا مسته ملنګه د ده لخوا له ساده موسيقۍ سره زمزمه شوې هغه ټپې دي چې د ملنګ فطرت درلودونكي ډېر خلك يې زنګولي دي، نوموړى اوسمهال په يوه سندريز البوم كار كوي چې د پښتو ژبې د ډېرو پخو شاعرانو له ګلبڼونو به د شعر غونچې په كې راټولې كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA