ads

خوست كې یوه ساتنمن خپل امر وواژه

په خوست کې په جرمونو د تورنو ماشومانو په ساتنځای كې د مېشتو امنیتي کسانو له ډلې یوه تن ساتنمن خپل امر وواژه. د یاد مرکز مشر نوربادشاه خبریالانو ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه لس نیمې بجې شوې او په ترڅ کې يې څارمن خیالي جان وژل شوی دی. په خوست کې په […]

نویسنده: The Killid Group
27 کب 1391

په خوست کې په جرمونو د تورنو ماشومانو په ساتنځای كې د مېشتو امنیتي کسانو له ډلې یوه تن ساتنمن خپل امر وواژه. د یاد مرکز مشر نوربادشاه خبریالانو ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه لس نیمې بجې شوې او په ترڅ کې يې څارمن خیالي جان وژل شوی دی.

په خوست کې په جرمونو د تورنو ماشومانو په ساتنځای كې د مېشتو امنیتي کسانو له ډلې یوه تن ساتنمن خپل امر وواژه.

د یاد مرکز مشر نوربادشاه خبریالانو ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه لس نیمې بجې شوې او په ترڅ کې يې څارمن خیالي جان وژل شوی دی.

د نوربادشاه په وینا، دوی ته هماغه مهال خبر ورکړل شو، چې د عبدالوارث په نوم د یوه تن لخوا، چې رتبه یې ساتنمن وه او د شپې نوکري و، پرخپل امر، چې له کوټې یې بهر ورغوښتی و ډزې کړي او وژلی یې دی.

نوموړی زیاتوي، چې نه د دوی ترمنځ پخوا کومه ستونزه پېښه شوې وه او نه هم تېره شپه، خو د نامعلوم لامل له امله یې وژلی دی.

ده زياته كړه، قاتل نیول شوی او ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې په خوست دا لومړۍ پېښه نه ده، چې په ترڅ كې يې يو پوليس وژل كېږي، بلكې تردې څه موده وړاندې په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پولیسو ترمنځ ورته پېښه شوې وه، چې امنیتي مسؤلینو ېې هغه وخت لامل شخصي ستونزې یاد کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA