ads

له تیاتر او سینما محروم خلک

د كندهار ولايت ممثلين او هنرپال وايي دوى په خپل لګښت سينمايي او هنري فعاليتونه كوي خو دولت تر اوسه ورته د يوې روزنيزې ادارې، تياتر يا سينما په پرانستلو هم نه دى توانېدلى.     د كندهار ولايت ممثلين او هنرپال وايي دوى په خپل لګښت سينمايي او هنري فعاليتونه كوي خو دولت تر […]

نویسنده: The Killid Group
20 مرغومی 1391
له تیاتر او سینما محروم خلک

د كندهار ولايت ممثلين او هنرپال وايي دوى په خپل لګښت سينمايي او هنري فعاليتونه كوي خو دولت تر اوسه ورته د يوې روزنيزې ادارې، تياتر يا سينما په پرانستلو هم نه دى توانېدلى.

 

 

د كندهار ولايت ممثلين او هنرپال وايي دوى په خپل لګښت سينمايي او هنري فعاليتونه كوي خو دولت تر اوسه ورته د يوې روزنيزې ادارې، تياتر يا سينما په پرانستلو هم نه دى توانېدلى.

دوى وايي په ټول كندهار كې يوازې يوې سينما فعاليت كاوه چې هغه هم دېرش كاله وړاندې وسوځول شوه او هنري فعاليتونه ورسره په ټپه ودرېدل.

د دغه ولايت ۲۲ كلن ممثل جاويد عابد چې د تياتر او هنري زده كړې ډېره مينه لري وايي، تر اوسه دومره هم نه دي شوي چې د سينما په برخه كې ځوانانو ته يو روزنيز وركشاپ پرانستل شي.

عابد زياتوي په كانكور ازموينه كې يې يوازې د كابل د ښكلو هنرونو پوهنځى انتخاب كړى خو په دې ډارېږي كه بريالى نشي، نو د هنر تنده به يې د زده كړې ارمان ور ووژني: (( وروره له دولسم څخه فارغ يم، غواړم د سينما او تياتر په برخه كې زده كړې وكړم خو دلته د ښكلو هنرونو پوهنځى هم نشته.))

په كندهار كې د يوازنۍ فلمي او هنري كمپنۍ (( پلار پروډكشن)) مشر فضل احمد انيس بيا وايي دوى د استعدادونو په روزنه كې د ډېرو ځوانانو لاسنيوى كړى او په پروډكشن كې يې كار وركړى، مګر ځينو رسنيو ته چې خپل توليد وړاندې كړي هغوى يې د خپرولو پېسې له دوى غواړي:((همدې خبرې موږ هم زړه بدي كړي يوو، په مشهورو رسنيو كې يوازې شمشاد ټلويزيون راڅخه د ((كرشمه)) ژباړل شوى سريال اخستى، باقي ملي ټلويزيون ته كله كله يوه ډرامه يا فلم جوړ كړو، استعدادونه ډېر دي، خو زموږ كمو امكاناتو ته په كتنه هغوى هم كله كله زړه بدي شي.))

نوموړى زياتوي، د هېواد د نورو ولايتونو په څېر دلته هم څوك كسان بازاري فلمونه توليدوي او پاكستانۍ ښځينه لوبغاړې په كې لوبوي، خو دا بيا د كندهار د  خلكو  له فرهنګ او كلتور سره په ټكر واقع كېږي: (( هنري فلم خو تر اوسه بېخي دلته چا نه دى جوړ كړى، څو كسان تش په نامه فلمونه جوړوي، يوازې د ((هجرت) په نامه فلم له هېواده بهر واحد نظري جوړ كړى و، بس زه به ووايم چې د كندهار د ټول سينمايي بهير يوازنى توليد  همدا فلم دى.))

فضل احمد انيس وايي له تېرو لسو كلونو څخه د هېواد د نامتو ممثل، جان محمد پلار په نامه خپل پروډكشن چلوي، فلمونه دوبله كوي، غږيزې او انځوريزې ډرامې جوړوي، مستند فلمونه وړاندې كوي، خو تر اوسه داسې څوك پيدا نه شو چې حتى د سناريو ليكنې په برخه كې د دوى لاسنيوى وكړي: ((كندهار فرهنګي ولايت دى خو تر اوسه نه موږ سره چا مالي او نه هم معنوي مرسته كړې چې موږ يې ياد وساتو، دلته ډېر ښه استعدادونه دي، استاد ف-فضلي، جان محمد پلار او حاجي كامران د همدې ځاى ممثلين وو، هغه وخت دوى تشويقېدل مګر اوس موږ له دې هر څه بې برخې يوو.))

د انيس په وينا، د كندهار زياتره ممثلين له دولته غواړي كه نور هېڅ نه وي نو يو د ښكلو هنرونو پوهنځى دى ورته تاسيس كړي چې له هغه ځايه دوى د تياتر او سينما مسلكي زده كړې تر لاسه او په خپل فعاليت د بازاري سينما مخه ونيسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA