ads

رېپ جنګي جنایتکاران افشا کوي

افغانه سندرغاړې سوسن فېروز وايي، د رېپ موسيقۍ له لارې غواړي، د هغو څېرو له مخه پرده پورته كړي چې جنګي جنایتونه یې ترسره کړې دي. په رېپ موسيقۍ كې سندرغاړى د شخصي تجربې، سياسي انتقاد او يا ټولنيزو بدلاريو په اړه خبرې په سندريزه لهجه وايي او اوسمهال يې په جګړه ځپلو     […]

نویسنده: The Killid Group
5 لیندۍ 1391
رېپ جنګي جنایتکاران افشا کوي

افغانه سندرغاړې سوسن فېروز وايي، د رېپ موسيقۍ له لارې غواړي، د هغو څېرو له مخه پرده پورته كړي چې جنګي جنایتونه یې ترسره کړې دي. په رېپ موسيقۍ كې سندرغاړى د شخصي تجربې، سياسي انتقاد او يا ټولنيزو بدلاريو په اړه خبرې په سندريزه لهجه وايي او اوسمهال يې په جګړه ځپلو

 

 

افغانه سندرغاړې سوسن فېروز وايي، د رېپ موسيقۍ له لارې غواړي، د هغو څېرو له مخه پرده پورته كړي چې جنګي جنایتونه یې ترسره کړې دي.

په رېپ موسيقۍ كې سندرغاړى د شخصي تجربې، سياسي انتقاد او يا ټولنيزو بدلاريو په اړه خبرې په سندريزه لهجه وايي او اوسمهال يې په جګړه ځپلو هېوادونو كې مينه وال پيدا كړي دي.

۲۳کلنه سوسن چې تر دې وړاندې يې په ټلويزيوني سيريالونو كې د يوې ممثلې په توګه كار كاوه، اوس په افغانستان كې لومړنۍ رېپ سندرغاړې بلل کېږي.

د هغې په خبره خپله لومړنۍ سندره (( زموږ ګاونډيان)) يې د افغانانو پر ستونزمنو حالاتو ويلې او د كمپوز په برخه كې يې فريد رستګار مرسته كړې ده: (( رستګار صاحب لومړى كمپوز جوړ كړ، بيا يې راته ويل چې دې كمپوز ته سكريپت وليكه، ما په دې سندره كې هغه څه راخستي چې د كورنيو جګړو واقعي انځور وړاندې كوي، خلك له اوښكو او سلګيو سره هېواد پرېږدي، ډېره ژړوونكې سندره ده.))

سوسن فيروز دغه راز وايي، كه يې سندرې واورېدل شي، نو خلكو ته به څرګنده شي چې څه ډول د مهاجرت شپې يې تېرې كړي: (( موږ ته په ايران كې نانوايانو ډوډۍ نه راكوله،   ډېر افغانان مې وليدل چې د هغوى د ناسم چلند او د بېكارۍ له كبله په نشه توكو روږدي شول، كه پاكستان ته خلك اوښتي، نو هلته هم د هېواد ورانولو سبق ورزده شوى، زما د سندرو موضوع همدا ده.))

نوموړې چې له خپلې كورنۍ سره يې ډېره موده په ايران او پاكستان كې د مهاجرو په نوم تېره كړې، زیاتوي چې په خپله لومړنۍ سندره كې یې د ۹۰مې لسيزې ټولې ناخوالې او د مشرانو بې لارۍ رانغاړلي دي، هغه وايي: (( ما چې څومره ارزونه كړې، د ځوانانو پام د موسيقۍ له لارې نوښت او د انتقاد كولو خواته راګرځولى شم، په تېرو لسو كلونو كې د بې شمېره رسنيو رامنځته كېدا، همدا ښيي چې افغانان نوره جګړه نه خوښوي.))

سوسن د خپلې كورنۍ په خوښه رېپ سندرو ته مخه كړې او وايي داسې ورځ نه وي چې پخواني جګړه مار ورته په ټليفون د مرګ ګواښونه نه كوي، خو په خبره يې كه په دې لاره كې هرڅومره سخته پرې راشي، نو مبارزه به پرېنږدي: (( زه غواړم د نجونو سندرغاړو يوه رېپ ډله جوړه كړم، ډارېږم نه، د هر جنګي شخص په اړه به معلومات پيدا كوم او جرمونه به يې په سندرو كې څرګندوم.))

د سوسن استاد فريد رستګار بيا وايي، هغه يې ځكه دې ډول سندرو ته هڅولې چې په ځوانانو كې د بدلون غوښتنې او انتقاد جذبه راپورته كړي: (( موږ به له دې لارې خپلو مشرانو ته د جګړې نه خپرولو توصيه وكړو، له ګاونډيانو به هم په خپلو سندرو كې له افغانستانه د لاس په سر كېدلو غوښتنه كوو او دا كار مو تر ډېره كړى هم دى.))

دغه راز د سوسن پلار چې خپله دولتي دنده يې پريښې او له لور سره يو ځاى د هغې د ساتنې لپاره ګرځي، وايي په دې وياړي چې لور يې د رښتيا او حقيقت روښانه لاره نيولې ده: (( ماته خلك په ګواښ وايي لور دې له دې شيانو راوګرځوه، خو زه غواړم زما لور د بدلون راوستلو جذبه ځوانانو ته وركړي، كه په دې لاره كې راته هر ډول خطر وي، قبول مو دى.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA