ads

افغانان د شكسپير په انګړ كې

چا هم فکر نه کاوه چې د جګړه ځپلي افغانستان خړ پړ ممثلين به د شكسپير په ټاټوبي او بيا د ګلوب په تياتر كې په خپله يوه ادا د نړيوالو اوښکې راوبهوي او په بله به د همدغو خلكو پر شونډو خندا خپره کړي. چا هم فکر نه کاوه چې د جګړه ځپلي افغانستان […]

نویسنده: The Killid Group
4 چنګاښ 1391
افغانان د شكسپير په انګړ كې

چا هم فکر نه کاوه چې د جګړه ځپلي افغانستان خړ پړ ممثلين به د شكسپير په ټاټوبي او بيا د ګلوب په تياتر كې په خپله يوه ادا د نړيوالو اوښکې راوبهوي او په بله به د همدغو خلكو پر شونډو خندا خپره کړي.

چا هم فکر نه کاوه چې د جګړه ځپلي افغانستان خړ پړ ممثلين به د شكسپير په ټاټوبي او بيا د ګلوب په تياتر كې په خپله يوه ادا د نړيوالو اوښکې راوبهوي او په بله به د همدغو خلكو پر شونډو خندا خپره کړي.

د مى په ۳۰مه د افغاني تياتر يوه ۱۲ كسيزه ډله په دې وتوانېده چې په لندن ګلوب تياتر كې د شكسپير په فیستيوال كې ګډون وكړي. كه څه هم د فیستيوال بشپړې پايلي تر دې دمه اعلان شوې نه دي، خو نوموړې ډلې ته د ګارډين د ارزونې د پلاوي لخوا  ۴ ستوري د ستاينې او ارزونې له مخې ورکړل شول.

زموږ د هېواد تكړه او وتلى كركټر استاد ممنون مقصودي هم په دغه ډله كې شامل او په همدې اړه مو هغه پوښتلى دی:

كليد: دا فیستيوال د څه لپاره جوړ شوى و؟

مقصودي: د ګډون كوونكو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي روابطو د پياوړتيا او د دې لپاره چې د شكسپير د جهان بينۍ سره نوره نړۍ څومره اشنايي لري. هلته په ګلوب تياتر كې چې شكسپير هم په كې لوبېدلى، د نړۍ په ۳۷ ژبو د هغه ۳۷ ډرامې ننداره شوې او دا وښودل شوه چې شكسپير څومره همه ګير نظريات او افكار پرېښي دي.

كليد: ستاسې ګروپ د شكسپېر كومه ډرامه تمثيل كړه او څومره نندارچيان يې لرل؟

مقصودي: كميډي اف د ايرر يا د اشتباهاتو كميډي، د فیستيوال منتظمينو غوښتل چې دا ډرامه دې افغانان ولوبوي چې په دري ژبه اړول شوې وه، مكانات او تسميې ورته بدلې شوې، له اصلي موضوع پرته يې د افغاني كلتور ښكارندويي كوله او د ګلوب په تياتر كې چې درې منزله دى د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغليو ۱۶۰۰ نندارچيانو ته وړاندې شوه.

كليد: په افغانستان كې خو تياتر د نشت برابر دى، دغې ډرامې ته مو تمرينونه چېرته وكړل او بله دا چې لارښوونكي مو څوك وو؟

مقصودي: دا ريښتيا ده چې د افغانستان تياتر برخه اوس په هغه ډول نه ده پاتې، خو موږ ډېر غښتلي ځوان استعدادونه هم لرو، موږ په هند كې د يوې فرانسوۍ ډايركټرې كورين جابر او د يو انګليس پروډيوسر راجر ګرانويلټ په لارښوونو  د ۶ اوونيو پرله پسې تمرين وکړ او د بنګلور په رنګا شنكرا، پونا، پرتوير راج كپور تياترونو كې مو اووه ځلې نندارې جوړې کړي او وروسته مو د ګلوب انګړ ته لار پيدا كړه. دا زموږ د هڅو پايله وه چې په هغه ځاى كې هم موږ ته د ګارډين په نامه د ارزوونكې كمېټې له خوا ۴ ستوري راكول شول.

كليد: تاسې يوازې د انګلستان په ګلوب تياتر كې ننداره وړاندې كړه او كه د هغه هېواد نورو خلكو ته مو هم خپل هنر وځلاوه؟

مقصودي: نه، موږ په ګلوب تياتر كې ۱۶ نمبر درلود، له هغې وروسته مو په اكسفورډ ښار، د هارټ فيل په ماڼۍ كې او په جرمني كې هم نندارې وړاندې كړې. د هغه ځاى خلكو موږ ډېر تشويق کړو، د نورو هېوادونو ممثلين راته حيران وو او ويل يې چې تاسو ډېر حقيقت ته نږدې رولونه ولوبول.

كليد: له تاسې سره په ۱۲ كسيز ټيم كې کوم ممثلين ملګري وو؟ او له نړيوالو ممثلينو مو څه زده كړل؟

مقصودي: د ټولو نومونو اخستل به سخته شي خو ماسټر عبدالحق حقجو، عابده فروتن، شاه محمد نوري، فرزانه سلطاني، داود لودين، شكور شمشاد درته د بېلګې په توګه يادولى شم او ستا د بلې پوښتنې په ځواب كې بايد ووايم چې موږ لا په ډېر ابتدايي حالت كې يو، دا ډول سفرونه زموږ لپاره ډېر ګټور ځكه دي چې د جهان بينۍ او افكارو د تبادلې لپاره يې اړتيا ډېره ليدل كېږي او يوازينى شى چې له موږ څخه نورو زده كړ هغه د ملي احساس او د زړه له تله د كركټر د ادا مسئله وه.

كليد: ستاسو د ډرامې موضوع څه وه؟

مقصودي: زموږ  ډرامه د سمرقند د يو سوداګر په ژوند راڅرخېده چې اولاد او كورنۍ يې د خوارزميانو له خوا در په در كېږي، په مركزي كركټر کې چې رول يې زما په غاړه و، د اعدام امر كېږي خو بيا تقدير خپله فيصله بدلوي، د سوداګر ټوله كورنۍ يو ځاى كېږي چې په دې ترڅ كې زياتې خندوونكې او بيا تراژيديكې صحنې د نړيوالو له چكچكو سره بدرګه كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA