ads

خيبرپښتونخوا كې د الوتكو د ټكر له كبله ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

له پاکستان څخه په تازه ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن شاوخوا لس بجې د خيبر پښتونخوا ايالت د نوښار په رسالپور سيمه کې دوو پوځي روزنيزو الوتکو د ټكر له کبله د دوو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. له پاکستان څخه په تازه ترلاسه شويو […]

نویسنده: The Killid Group
28 غویی 1391
خيبرپښتونخوا كې د الوتكو د ټكر له كبله ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

له پاکستان څخه په تازه ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن شاوخوا لس بجې د خيبر پښتونخوا ايالت د نوښار په رسالپور سيمه کې دوو پوځي روزنيزو الوتکو د ټكر له کبله د دوو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له پاکستان څخه په تازه ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن شاوخوا لس بجې د خيبر پښتونخوا ايالت د نوښار په رسالپور سيمه کې دوو پوځي روزنيزو الوتکو د ټكر له کبله د دوو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون ۹تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځايي چارواکي وايي، چې الوتکې له لږ الوت وروسته پخپلو کې ټکر وکړ، له کبله يې په دواړو الوتکو کې ناست څلور پيلوټان وژل شوي او په ۵ تنه، چې دوه هغه يې ماشومان يوه ښځه او دوه نور لارويان دي ټپيان شوي

د پاکستان د پوځ وياند هم دغه پېښه تايد کړې، خو د پېښې د رامنځته کېدو په اړه يې تردې دمه څه نه دي ويلي.

راپورونه وايي، چې له جنګېدو وروسته يوه الوتکه په ولاړو فصلونو کې او بله په يوه کور غورځېدلې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې تراوسه د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دی څرګند، خو په اړه يې پلټنې پیل کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA