ads

د چرګانو قصابانو خوست ککړ کړی

د خوست ښاريان د چرګانو د قصابانو له ټولي ګيله من دي چې په خپله شاوخوا سیمه کې د پاکې او نظافت خيال نه ساتي او په ټول ښار کې یې بدبويي خوره کړې ده. د خوست ښاريان د چرګانو د قصابانو له ټولي ګيله من دي چې په خپله شاوخوا سیمه کې د پاکې […]

نویسنده: The Killid Group
5 تله 1390
د چرګانو قصابانو خوست ککړ کړی

د خوست ښاريان د چرګانو د قصابانو له ټولي ګيله من دي چې په خپله شاوخوا سیمه کې د پاکې او نظافت خيال نه ساتي او په ټول ښار کې یې بدبويي خوره کړې ده.

د خوست ښاريان د چرګانو د قصابانو له ټولي ګيله من دي چې په خپله شاوخوا سیمه کې د پاکې او نظافت خيال نه ساتي او په ټول ښار کې یې بدبويي خوره کړې ده.

د دې ولايت ښاريان په وار وار دا شاهدي وركوي چې د چرګانو قصابان چرګان د سړکونو او لارو په څنډو کې حلالوي او ترهغه وروسته یې بڼکې او نور پاتې شونې سړک ته په ورڅېرمه نږدې لښتې کې غورځوي چې  د دوى په وينا له دې كبله د ښار فضا بدبويۍ په سر اخیستې ده.

سلیم او رحمت الله چې د خوست ښار د چرګانو په کوڅه کې د نورو  توکو دکانونه لري، كليد اوونيزې ته وويل چې د چرګانو د پاتې شونو د بدبويۍ له كبله یې مشتريان له دکانه تېښته کوي: (( بازار یې راته په ټپه درولی، څوک سودا ته زړه نه ښه كوي.))

سليم وايي چې د دغې بدبویۍ په نه مخنیوي، دوی ښايي مجبور شي چې خپل دکانونه کوم بل ځای ولېږدوي: (( دا ښار خو نور د ګوزارې نه دی.))

رحمت الله وايي، په سیمه کې د چرګانو د پاتې شونو بدبویي هومره زیاته ده چې د سړي ساه په کې تنګېږي: ((  لاروي خلك خو به خوله او پزه په څادر بند کړي، موږ به څه وكړو، په دا څنګ یې راته دکانونه جوړ کړي، باور وکړه کله چې ماسکونه وتړو، هغه هم اغېزه نه لري او بدبويي مو لیوني کوي.))

بختلي خان چې د چرګو په کوڅه کې د چرګوړو د خرڅولو لوی كارو بار كوي، د خلکو دا نیوکې نه منې چې ګواکې دوی دې په پلیو لارو کې چرګان حلال کړي او يا دې د چرګانو بڼکې او نور کثافات په  ویالو او لښتیو کې وغورځوي.

بختلي خان چې د لاسونو خوځولو ترڅنګ خپله کیسه ټکي په ټکي کوله د  چرګانو په کوڅه کې د بدبویۍ علت د چرګوړو یو ډول خوراكي توكي وبلل، هغه وايي: (( دا د هغو خوراكي توكو وجه ده چې موږ يې چرګانو ته وركوو او كه موږ چرګانو ته دغه توكي ورنه كړو، سمدستي په ناروغيو اخته كېږي. )) خو نوموړي ونه ویل چې دا څه ډول خوراکي توکي دي چې چرګانو ته ورکول کېږي.

په خوست ولایت کې طبي ډاکتران یاده بدبویي د انسان روغتیا لپاره ښه نه ګڼې او وایي چې په دې سره له یوې خوا چاپیریال ککړېږې او له بلې خوا د راز راز ناروغیو د خپریدا ویره هم ورسره تړلې ده، لكه کانګې، پیچش او داسې نورې.

د یاد ستونزې په اړه د ښاري کمسیون مشر ډاکټر محمد ابراهیم مشفق نظر وایي چې دوی لا له وړاندې یاده مسئله درک کړې او څو څو واره یې د چرګانو پلورونکو ته توصیه کړې چې خپل چرګان  په بی ځایه ځای کې حلال نه کړې.

نوموړي په دې اړه د خپلو پلټنو له مخې وايي: (( دوى دې د نومونې په ډول یو څو چرګې دباندې ږدي او نورې دې د خپل دکان په دننه کې حلالې کړې.))

د ښاري كمسيون مشر زياته كړه چې په نږدې راتلونکي کې، به دوى يو قاطع تصمیم ونیسي: ((  په دې اړه به له جدیت څخه کار واخلو او یا خو به یې له دې ځایه کوم بل ځای ته نقل کړو.))

د یادلو ده چې یوازې د ښار دننه د چرګانو کوڅه نه ده چې په دې لاره تلونکو خلکو ته یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي، بلکې دې ته ورته  ښار ته په لږه فاصله کې د مالونو د حلالولو ځاى هم د اندېښنې وړ دى چې له كبله يې هغه ویاله چې د كليو په منځ كې تېريږي چټله شوې او بد بوی ځنې خیژي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA