ads

د څلور سوه زرو كورنيو كډوالي

چارواكي وايي چې د كابل اوسنى نفوس له هغه څو چنده زيات دى چې د دې ښار لپاره په ماسټر پلان كې نيول شوى، خو په دې وروستيو كې چې  جګړو او بې وزلۍ وزرې غوړولې، پر ښار يې د كډوالو په زرګونو كورنيو بهير رامات كړى دى.     چارواكي وايي چې د كابل […]

نویسنده: The Killid Group
29 چنګاښ 1390
د څلور سوه زرو كورنيو كډوالي

چارواكي وايي چې د كابل اوسنى نفوس له هغه څو چنده زيات دى چې د دې ښار لپاره په ماسټر پلان كې نيول شوى، خو په دې وروستيو كې چې  جګړو او بې وزلۍ وزرې غوړولې، پر ښار يې د كډوالو په زرګونو كورنيو بهير رامات كړى دى.

 

 

چارواكي وايي چې د كابل اوسنى نفوس له هغه څو چنده زيات دى چې د دې ښار لپاره په ماسټر پلان كې نيول شوى، خو په دې وروستيو كې چې  جګړو او بې وزلۍ وزرې غوړولې، پر ښار يې د كډوالو په زرګونو كورنيو بهير رامات كړى دى.

دا كډوال چې د كابل ښار د قرغې پر لويه لار، حضوري چمن او د بګراميو په دښته كې مېشت شوي، د ژمې سړو او د دوبي ګرميو ته يوازې په خيمو كې چې د دوى ژوند يې له ګواښ سره مخ كړى دى، اوسي.

دا كډوال وايي چې دوى له بارانه ناوې ته ناست دي، له جګړو را وتښتېدل او اوس په كابل كې بې سرپرسته د موټرو ګردونو ته ورځې شپې تېروي.

د دې کډوالو زیاته برخه د هلمند ولایت اوسېدونکي دي. دا کسان تېرکال په مارجه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې راکډه شوي دي.

د هلمند ترڅنګ ورو ورو د دې كډوالو شمېر مخ پر زياتېدو شو او دې آرامې سيمې ته د هلمند ترڅنګ د ارزګان، زابل او كندهار ولسي وګړي چې د دوى په خبره له جګس راغلل، راکډه شول او د كابل په لوېديځ  او ختیځو سیمو کې یې واړول.

که څه هم د دغو کډوالو له ډلې تر سلو زیاتې کورنۍ  یې بېرته ارزګان ولایت ته لېږدېدلي دي، خو زیات پاتې کډوال وايي چې هېڅ يوې دولتي او نا دولتي ادارې ورسره جدي مرسته نه ده كړې او كه يې كړې وي په نشت حساب ده.

په اصطلاح په دې كمپونو كې اوس پراته بې ځایه شوي وارخطايي ښيي او وايي چې روانه ګرمي او روژه به له سختو كړاونو سره تېره كړي.

د دې مهاجرو يو تن روزي شاه وايي چې له هلمنده په دې خاطر راغلى چې هلته يې عمليات ونه شو زغملاى او دوى ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دلته هم په ګرمۍ كې ژوند سخت دى: (( اوس روژې ته حیران یو چې څنګه به کوو؟))

له هلمند ولايت څخه راغلى يو بل مهاجر فيض الله وايي، له دې كبله يې كابل ته خپله كورنۍ راوړې چې د جګړو له شره خوندي او لږ تر لږه د آرامۍ احساس وكړي.

نوموړى وايي: (بمبارۍ راباندې شوې دي، كورونه مو ړنګ شوي او ډېركليوال مو شهيدان شوي دي.))

۵۴ کلن دادمحمد چې له كندهاره راغلى وايي چې جګړو سخت ځورولى او ويرولى دى:(( د بمباریو او جګړو دلاسه د کور پرېښودو ته اړ شو،زما د کور څلور غړي په كې شهيدان شول.))

نوموړی چې دا مهال دكابل ښار د قرغې د لويې لار پر سر خيمه وهلې وايي چې تراوسه يې چا لاسنيوى نه دى كړى: (( په غريبۍ كې شپې ورځې تېرو.))

د کابل د بګرامیو په سیمه کې مېشت کډوال هم ورته ستونزې لري، د دغو كډوال له جملې څخه يوتن عبدالله چې په څېره كې يې مايوسي له ورايه څرګندېږي وايي چې دې سيمو ته له مجبوريته راغلي، خو له دولتي چارواكو هيله كوي د ميشته كېدلو لپاره ځايونه وركړي او د كار زمينه ورته مساعده كړي: ” د ورځې اتیا سل افغانۍ ګټو چې د چایو مو هم نه کېږي.”

دا بېځایه شوي په داسې حال کې د حکومت له بې وسۍ سرټکوي چې له تېرو دریو اوونیو راهیسې د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې هم  د طالبانو پر ضد د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د خلکو د کډوالېدو لړۍ جار شوې دي.

د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ د کوز بازار سیمې اوسېدونکی عبدالله ګل وايي چې کلي او کورونه یې د جګړې په ډګر بدل شول او دوی ترې لوڅې پښې راتښتیدلي دي: (( ډېره بې خونده جګړه، دوست او دښمن په کې نه معلومېږي، بس کور په کور نښته وه، ډېر طالبان او د ملي اردو کسان مړه شول.))

د وټه پور ولسوالۍ یو شمېر کډوال چې د کونړ ولایت د مقام تر مخ راټول شوي وو، له دولتي چارواکو غوښتنه کوله چې د دوی د بدې ورځې غمه دي وخوري.

یوه تن بې ځایه شوي چې چیغې وهلي او نور ډېر کسان پرې راټول وو، ویل: (( دا دولت نه دی، دوی مو په خپله تېښتې ته مجبوروي، دا زما حال وګورئ ماشومان مې په خپلوانو دیره کړي او کپ ډوډۍ هم نشته.))

د سبحان الله په نوم يو بل كډوال وايي چې د يو شمېر كډوالو كورنيو كوچينان په ډول ډول ناروغيو اخته دي، او دولت ورته هيڅ ډول دارو درمل نه دي برابر کړي.

د كونړ د ولايتي شورا رئيس حاجي مياحسن عادل وايي چې تر دا مهاله په كونړ كې ۶۰۰ سوه كورنۍ كډوالې شوې او خپلې كورنۍ يې پرې اېښې دي.

خو د وټه پور ولسوالۍ امنيي قومندان سمونمل عبدالاحد وايي دا شمېره ۸۰۰  كورنیو ته رسېږي.

د کونړد والي وياند واصف الله واصفي وايي چې له كډوالو شو كورنيو به مرستې وكړي چې د ده په خبره په دې اړه يې اړونده ادارو ته د مرستو کولو لارښوونه کړې ده چې په خبره يې ډېر ژر به يې پري وويشي.

خو په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي اداره په ترسره شويو علمياتو كې د عملياتو پر مهال په سيمه کې ميشتو خلکو ته د زیان اوښتو او کډوالۍ خبرونه ردوي.

پر دې سربېره په دې وروسيتو كې په ختيځ او جنوب ختيځ كې پر افغان پوله د پاكستاني پوځ له خوا د بريدونو له كبله هم ډېرې كورنۍ كډوالى ته اړې شوې دي.

د کونړ د ولایتي شورا منشي سطان صدیقي وايي چې د پاکستان د دغو راکټي بریدونو په نتیجه کې د مالي ځان ترڅنګ د کونړ له شیګل څخه ۶۶۷ کورنۍ کډوالې شوې دي: ((د سركاڼو ولسوالۍ د شونكړۍ، ښادي خېلو، سكندري او سوباګي كليو، خلك په بشپړه توګه له خپلو کلیو وتلي دي. ))

د شيګل ولسوالۍ اوسېدونكى محمد سليم چې له خپلې مېنې بې ځایه شوی وايي چې  په دغو بريدونو كې يې د كورنۍ څو تنه غړي له لاسه وركړي دي.

سليم زياتوي چې دوى اوس له خپل كلي د شلطن درې ته راغلي دي او اوس هلته اوسېږي.

خو د  كونړ والي سيد فضل الله واحدي وايي چې د پاكستان له لوري پر كونړ ولايت د شويو بريدونو په نتیجه کې د دانګام، سركاڼو، شيګل او ناړۍ ولسواليو ۱۶۰۰ كورنۍ بې ځايه شوې دي: (( دوی له خپلوانو سره اوسېږي، هېڅ مرسته ورسره نه ده شوې.))

پر دې سربېره د ننګرهار ولایت پر ګوشتې ولسوالۍ د پاکستان له لوري په تېرو شپږو میاشتو کې د وقفه يي بریدونو او هوايي بمبار له کبله نږدې۲۵۰۰ تنه نورو ولسواليو ته په كډه كولو مجبوره شوي ځينې يې د خپلو عزيزانو كورونو ته پناه وړې ده.

د ننګرهار او كونړ پېښې لا جريان لري چې له پكتيا ولايت څخه د کلید خبریال رپوټ ورکوي چې د وسله والو طالبانو له ويرې د ګردۍ څېړۍ ولسوالۍ څخه ځينې كورنۍ د پكتيا مركز ګردېز ښار ته مهاجرې شوې دي.

د پكتيا مركز ته دغه راغلي كډوال وايي چې دوى د وسله والو طالبانو له ويرې كډوالۍ ته مخه كړې، خپل كلي كورنه يې پرېښې او دلته يې پر شاړو اړولي دي.

يوه زړه بوډۍ ښځه چې په دغو كډوالو كورنيو كې راغلې وايي: (( طالبان راغلل، كورونه يې په توپونو راوويشتل، كډې مو ترې رابار كړې او اوس مو پر سپېره دښته اړولې دى.))

د دغو كورنيو شمېر چې شاوخوا ۸۰  ته رسېږي، د ګردې څېړۍ ولسوالۍ له سوري خيلو څخه هغه مهال كډوالۍ ته اړ شوې چې په سيمه كې يې له وسله والو سره نښته وشوه، په كډوالو كې چې ښځې، ماشومان، بوډاګان او ناروغان شامل دي له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.

له دې كډوالو سره تر دې مهال يوازې سرې مياشتې د خوراكي توكو او پوښاك مرسته كړې ده چې د كډوالو په خبره دا دوى اړتيا نه شي پوره كولى.

د شاه ولي خان په نوم يوتن كډوال چې د سرې مياشتې د رياست په انګړ كې د مرستې په هدف ولاړو د خپلې كډوالۍ كيسه داسې كوي: ((وزير وو، كه څوك وو ؟ خو د پاكستان زنده باد نارې يې وهلې او په موږ يې له څلورو لورو بريد وكړ.))

د پكتيا مرستيال والي عبدالرحمان منګل د كډوالو په اړه وايي چې دوی د سياسي او ځينې قومي دښمنيو له کبله را كوچېدلې دي، دى دا هم وايي چې د كډوالو د خونديتوب لپاره يې بشپړ تدابير نيولي دي.

كه څه هم چارواكي وايي چې د وسله والو او د سيمې د اوسيدونكو ترمنځ نښته د سياسي او قومي دښمنيو په بنسټ رامنځته شوې، خو  وسله والو طالبانو ويلي چې دوی په سيمه كې د يوې كورنۍ له كسانو سره په دې نښته كړې چې د دوی په وينا يې د بهرنيو ځواكونو د څارګرې ډلې يو تن غړى ورته نه سپاره.

که ماضي ته کتنه وکړو په تېركال كې د جګړو له کبله د مهاجرتونو تر ټولو لوى بهير د كندهار په ولسواليو كې هغه مهال رامنځته شو چې كله په ارغنداب او ژړۍ ولسواليو كې د مخالفينو د ځپلو لپاره ستر عمليات پيل شول.

د کندهار ولایت د کډوالو د چارو رئیس محمد اعظم نوابي هغه مهال فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي و:« په یوه میاشت کې کندهار ښار ته له ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو څخه تر۹۰۰زیاتې کورنۍ راغلې وې.))

سره له دې چې په هېواد كې د جګړې له کبله د نویو مهاجرتونو لړۍ ګرمه روانه ده، په ګاونډيو هېوادونو كې ميشت افغانان چې په تېرو درېيو لسيزو كې مهاجر شوي وو، بېرته خپل هېواد ته د راتګ لپاره زړه ښه كړی، خو دلته له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

په كابل كې د کډوالو او راستنېدونکو د چارو رياست مخې ته هره ورځ په سلګونه کډوال په دې تمه ولاړ وي چې د ځمکې د ورکړې چارې به يې بشپړې شي، خو د مياشتو او کلونو په تېرېدو دغه تمه پای ته نه رسېږي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه يو شمېر راستانه شوي افغانان چې په کابل کې د ياد رياست مخې ته ولاړ وو، وايي چې د جمهور رئيس د ۱۰۴ فرمان پر بنسټ دوی د يوې نومرې اخيستلو وړ دي چې د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت لخوا به دوی ته ورکول کېږي.

له پاکستان د څخه را ستون شوی نظر ګل وايي یو کال کېږي چې  وطن ته راغلی او دا مهال د  لغمان په شاه منګل کې اوسېږي چې شپږ ځلې د ځمکې د اخيستو په هدف د کابل د کډوالو او راستانه شوو رياست ته ورغلى دی.

نوموړى زياتوي: (( په نن او سبا کې کلونه راباندې تېر شول، د اسنادو په راوړلو کې راته سمه لارښوونه نه کېږي او د يو سند لپاره لغمان ته لېږل کېږم او چې بيا کابل ته راشم نو بل سند پسې مې ليږي.))

حبيب وايي چې د اوسېدو ځاى نه لري او په لغمان کې په يوه انګړ کې له خپلې کورنۍ سره پروت دى چې د کرايې وس هم نه لري او په ګډ کور کې د ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال عبدالصمد روحاني د معلوماتو له مخې په تېره یوه لسیزه کې پنځه نیم ملیونه افغانان په خپله خوښه له ایران اوپاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

روحاني وايي د هغو مهاجرو لپاره چې هېواد ته راګرځي د ځای پرځای کېدو زمینه برابره شوې: ((د مهاجرنیو وزارت د هېواد ۳۲ ولایتونو کې ۶۰ ښارګوټي په پام کې نیولې دي.))

روحاني جنګ، بې وزلې او بې کاري د افغانانو د بې ځایه کېدو اساسي علت بولي او وايي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو ۱۱ ورځې مخکې د کډوالو د یوې نړیوالې ادارې له رپوټ سره سم په افغانستان کې د جګړې د زور اخیستلو په نتیجه کې په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۲۵۰ زره افغانان بې ځایه شوي دي.

د ریفوجي انټرنشنل په رپوټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې کډوالېدا څه نوې خبره نه ده، بلکې له څو لسیزو راهیسي ملیونونه افغانان د جګړو او شخړو له لاسه مهاجر دي، خو د وروستیو مهاجرتونو علت او شکل له تېرو هغو سره توپیر لري.

په رپوټ کې ویل شوي چې اوس ډېر بې ځایه شوي خلک نه غواړی چې بېرته خپلو مېنو ته لاړ شي، ځکه دوی ويره لري چې کلي یې په امن کې نه دي.

د ریفوجي انټرنشنل په رپوټ کې د ناټو ځواکونو له لوري د شپې پر چاپو هم نیوکه شوې او دا ډول حملې د نورو عواملو ترڅنګ له کلیو څخه د مهاجرتونو د زیاتېدا سبب بلل شوې دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې په فاریاب ولایت کې د طالبانو پرضد د ایساف او افغان ځواکونو عملیات سبب شول چې ۱۰ زره تنه د جنورۍ په میاشت کې او ۱۲ زره تنه د ۲۰۱۰ کال په می کې د کور اور پرېښودلو ته مجبور شي.

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره  (یو،ای، اچ،سي،ار) هم په هېواد کې دننه بې ځایه کېدنې په جګړو كې ويني او وايي چې زیات شمېر خلکو له همدې کبله خپل کورونه پرېښي دي.

د يادې ادارې وياند فرهاد وايي چې دا مهال په افغانستان كې د  ۴۰۰ زره كورنيو په شاوخوا كې بې ځايه شوې كورنۍ شته چې د ده په خبره يوازې په تېرو ۲ كلونو كې يې د ۲۵۰ زرو په شاوخوا كې په نا ارآمه سيمو كې كډوالۍى ته اړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA