ads

ګردېز كې د كرنې مسلكي لېسه پرانيستل شوه

د لومړي ځل لپاره د پكتيا په مركز ګردېز كې د كرنې مسلكي لېسه پرانيستل شوه. د پوهنې رييس انجينر محراب الدين شفق وايي، چې په دې لېسه كې به د كرنې اړوند د څلورو څانګو ۱۲۰ زده كوونكي لوست كوي او د ده په وينا د وخت په تېرېدو سره به د زده كوونكو […]

نویسنده: The Killid Group
4 غبرګولی 1390
ګردېز كې د كرنې مسلكي لېسه پرانيستل شوه

د لومړي ځل لپاره د پكتيا په مركز ګردېز كې د كرنې مسلكي لېسه پرانيستل شوه. د پوهنې رييس انجينر محراب الدين شفق وايي، چې په دې لېسه كې به د كرنې اړوند د څلورو څانګو ۱۲۰ زده كوونكي لوست كوي او د ده په وينا د وخت په تېرېدو سره به د زده كوونكو شمېره نوره هم پسې لوړه شي.

 

 

د لومړي ځل لپاره د پكتيا په مركز ګردېز كې د كرنې مسلكي لېسه پرانيستل شوه.

د پوهنې رييس انجينر محراب الدين شفق وايي، چې په دې لېسه كې به د كرنې اړوند د څلورو څانګو ۱۲۰ زده كوونكي لوست كوي او د ده په وينا د وخت په تېرېدو سره به د زده كوونكو شمېره نوره هم پسې لوړه شي.

شفق وايي، په دې لومړيو كې به نيمايې زده كوونكو ته ليليه وركوي او پاتې نور به يې نهاري وي.

نوموړي زياته كړه، چې د كرنې د لېسې زده كوونكو ته د اوس لپاره په يوه كرايي ودانۍ كې د لوست چارې پر مخ بيايې، خو په وينا يې دې ليېې ته يې هم د ودانۍ جوړېدو لپاره تابيا نيولي.

د پوهني د رياست د مسؤلينو په وينا دوى دا مهال د كرنې په لېسه كې د مسلكي استادانو د كمښت ستونزه لري، خو د كرنې له پوهنځي د فارغو كسانو نه غوښتنه كوي چې د تدريس لپاره دې اړوند رياست ته مراجعه وكړي.

دوى وايي كه چېرې مسلكي استادان د كرنې په لېسه كې تدريس ته حاضر شي نو لوړې تنخواګانې به ورته وټاكي.

د پكتيا د كرنې رييس انجينر نياز محمد ځدراڼ له پوهنې رياست سره ژمنه وكړه، چې دوى به دې لېسې ته ۱۰۰ جرېبه ځمكه وركوي.

كه څه هم په پكتيا كې د كرنې دا لومړۍ لېسه ده، چې د لسمو ټولګيو د جګو نومرو لرونكي زده كوونكي په كې د لوست لپاره شاملېداى شي، خو د مسؤلينو په وينا: غواړي د دې ولايت په پنځو ولسواليو كې هم ورته لېسې پرانيزي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA