ads

د تېر په پرتله د مخالفينو په حملو كې ۳۹ فيصده ډېروالى راغلى

د كورنيوچارو وزارت چارواكي وايي چې په تيره اونۍ كې د دولت مخالفينو 93 حملې كړې دي چې د تېرې اونۍ په پرتله د مخالفينو په حملو كې نهه دېرش سلنه ډېروالى راغلى دى. د كورنيوچارو وزارت چارواكي وايي چې په تيره اونۍ كې د دولت مخالفينو 93 حملې كړې دي چې د تېرې اونۍ […]

نویسنده: The Killid Group
11 سلواغه 1389

د كورنيوچارو وزارت چارواكي وايي چې په تيره اونۍ كې د دولت مخالفينو 93 حملې كړې دي چې د تېرې اونۍ په پرتله د مخالفينو په حملو كې نهه دېرش سلنه ډېروالى راغلى دى.

د كورنيوچارو وزارت چارواكي وايي چې په تيره اونۍ كې د دولت مخالفينو 93 حملې كړې دي چې د تېرې اونۍ په پرتله د مخالفينو په حملو كې نهه دېرش سلنه ډېروالى راغلى دى.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ د اونۍ د امنيتي ريپوټ د وړاندې كولو پر مهال خبريالانو ته وويل: د دې حملو ډېرى يې د هېواد په جنوبي، جنوب ختيځو او ځنې شمالي ولايتونو كې رامنځ ته شوي دي.

بشري زياتوي، په تېره اونۍ كې 108 جرمي پېښې شوي دي، چې له دې څخه 59 پېښې كشف او په تور يې 105 تنه شكمن كسان نيول شوي دي او په دې جرمونو كې د تېرې اونۍ په پرتله 20 سلنه لږوالى راغلى دى.

همداراز بشري وويل: په تېره اونۍ كې پوليسو د مخدره موادو او الكولي مشروباتو سره په مبارزه كې ښې لاسته راوړنې درلودې، چې 389 كيلو ګرامه مخدره مواد يې ترلاسه او له منځه يوړل او همدار راز يې 1243 بوتله الكولي مشروبات هم كشف او له منځه يوړل، چې په تور يې 44 تورن كسان هم نيول شوي دي.

نوموړي زياته كړه، چې په تېره اونۍ كې ډيره خونړۍ د جمعې ورځ وه، چې په دې ورځ په هېواد كې 18 تنه ملكي وګړي وژل شوي وو او په تېرو اوو ورځو كې دوه ځانمرګي بريدونه شوي دي، چې يو يې په كابل او بل يې په كندهار كې و.

په همدې حال كې بشري د كورنيو چارو د وزير د سفر په اړه، چې په دې ورستيو كې يې د هالنډ هېواد ته درلود معلومات وركړل او ويې ويل، چې د دې سفر موخه د پوليسو په روزنه كې د هالنډ هېواد د همكاريو جلبول و، چې د هالنډ حكومت د كورنيو چارو د وزير او ملګري پلاوي سره په دې هوكړه وكړه او په نژدې راتلونكې كې به د ياد هېواد له پنځه سوو زيات روزونكي هېواد ته راورسيږي.

دا په داسې حال كې ده، چې په روان ميلادي كال كې هم بهرنيو ځواكونو او هم وسله والو مخالفينو ګواښ كړى و، چې خپلې حملې به سختې كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA