ads

د ځنګلونو له قاچاقه مخالفين ګټه پورته كوي

د هېواد په ختيځ كې ډېرى ځنګلونه په بې رحمانه ډول وهل كېږي او د قاچاقبرو له خوا ګاونډي هېواد پاكستان ته په غلا وړل كېږي. د سيمې اوسېدونكې وايي چې په دې ځنګلونو له ډېرې مودې تالان ګډ دى او د زورواكو له خوا وهل كېږي.   د هېواد په ختيځ كې ډېرى ځنګلونه […]

نویسنده: The Killid Group
29 لیندۍ 1389

د هېواد په ختيځ كې ډېرى ځنګلونه په بې رحمانه ډول وهل كېږي او د قاچاقبرو له خوا ګاونډي هېواد پاكستان ته په غلا وړل كېږي. د سيمې اوسېدونكې وايي چې په دې ځنګلونو له ډېرې مودې تالان ګډ دى او د زورواكو له خوا وهل كېږي.

 

د هېواد په ختيځ كې ډېرى ځنګلونه په بې رحمانه ډول وهل كېږي او د قاچاقبرو له خوا ګاونډي هېواد پاكستان ته په غلا وړل كېږي.

د سيمې اوسېدونكې وايي چې په دې ځنګلونو له ډېرې مودې تالان ګډ دى او د زورواكو له خوا وهل كېږي.

د دوى په وينا، په دې سيمه كې طالبان او ځايي زورواکي په غير قانوني ډول ځنګلونه وهي او چار تراش يې ګاونډي هېواد پاكستان ته قاچاق كوي چې له دې سره کونړ د وسله والو مخالفينو د فعاليت په مرکز بدل شوى دى.

دوى وايي، وسله وال مخالفين له همدې لارې خپل ډېر اكمالات كولاى شي او له همدې لارې په تر لاسه شويو پيسو ډول ډول وسلې او مهمات اخلي.

د كونړ ولايت د خاص كونړ ولسوالۍ يو تن قومي مشر اجمل سعيد وايي چې ځنګلونه اوس په ختمېدو دي او له نږدې نيمايي زيات يې وهل شوي دي.

هغه وايي، د دولت مخالفين په دې ځنګلونو مسلط شوي او له يوې مخه يې وهي:((د دې ځنګلونو په پيسو بيا طالبان او د دولت  نور مخالفين ډول ډول وسلې اخلي او له  كونړه د طالبانو د فعاليت مركز جوړ شوى.))

د همدې ولايت د اسعد آباد ولسوالۍ قومي مشر اشرف الدين وايي چې عام خلك هم ملامت دي او په دې برخه كې له دولت سره مرسته نه كوي:((دولت په يوازيتوب سره نه شي كولاى په ټول هېواد كې د قاچاق مخه ونيسي. خلك دې هم خپل مسؤليت ادا كړي او مخالفين دې نه پرېږدي چې له سيمې ځنګلونه ووهي.))

د نوموړي په خبره، د دولت مخالفين له دې ځايه چار تراش پاكستان ته وړي او له هغه ځايه بيا نورو هېوادونو ته وړل كېږي چې هلته ډيرې پيسې جوړوي او خپل اكمالات ورباندې كوي.

دى وايي، د کونړ۶ فوټه لرګي يا په ځانګړي ډول چار تراش چې په خليج کې زيات اخيستونکي لري، په سيمه کې تر لسو ډالرو پلورل کېږي او کله چې دغه لرګي د کراچۍ بندر ته رسېږي، نو بيه يې۱۵۰ او په دوبۍ او قطر کې بيا۳۰۰ ډالرو ته خېژي .

د ننګرهار د عالي لېسې يو تن ښوونكى عبدالرحيم وايي چې دولت بايد د ځنګلونو د ساتنې او بيارغونې لپاره يو ميكانيزم جوړ كړي: ((كه څه هم جمهور رئیس كرزي په دې اړه يو فرمان  صادر كړى، خو ځايي چارواكي ورته هېڅ پاملرنه نه كوي.))

نوموړى په ځايي دولتي چارواكو او په ځانګړې توګه په سرحدي پوليسو تور لګوي چې له قاچاقبرو سره يې لاس يو كړى او د ځنګلونو په وهلو كې ورسره مرسته كوي.

خو افغان سرحدي پوليس بيا وايي، له کله چې جمهور رئيس د ځنګلونو پر وهلو بنديز لګولى، دوى توانيدلي چې له کونړ څخه د چار تراشو د قاچاق مخنيوی وکړي.

په كونړ كې د سرحدي ځواکونو يو افسر ډګروال عتيق الله وايي، اوس د لرګيو له لارې طالبانو ته يوه ټنګه هم نه رسېږي او په وينا يې د لرګيو قاچاق په بشپړه توګه درول شوى دى.

د كونړ د والي وياند اجمل هم وايي چې  دوه كاله وړاندې د لرګيو په وهلو او قاچاق بنديز لګيدلى و، خو اوس ماليې وزارت څو شركتونو ته د لرګيو د انتقال جوازونه وركړى چې خلك ورباندې د قاچاق ګمان كوي.

د نوموړي په خبره ولايتي چارواكو د لرګيو د قاچاق د مخنيوي لپاره ګړندۍ هڅې پيل كړې دي: ((د كونړ والي په دې هكله له قومي مشرانو سره سلا مشورې هم كړې دي، څو د لرګيو د قاچاق د مخنيوي لپاره له دولتي امنيتي ځواكونو سره مرستې وكړي او په دې توګه د ځنګلونو د پرې كولو او قاچاق مخه ونيول شي.))

په پارلمان کې د کونړ استازي او په کابل کې مقامات بيا دا خبرې  ردوي او زياتوي چې په کونړ کې د لرګيو قاچاقچيان له حکومت هېڅ ويره نه لري او د ځنګلونو وهلو ته دوام ورکوي.

په ولسي جرګه كې د كونړ ولايت استازي حاجي خانجان ویلي چې په دې ولايت كې د لرګيو د قاچاق هڅې د تېر په  پرتله  ډېرې شوې او دوى يې په اندېښنه كې اچولي دي: ((كه دا کار همداسې دوام پيدا كړي، نو له يوې خوا به وسله وال مخالفين خپل ځانونه مجهز كړي او له بل پلوه به مو ځنګلونه له ونو پاك شي.))

خو د كرنې وزارت د ځنګلونو آمر سيد امين الله آغا سيمه ييز چارواكي د ځنګلونو په قاچاق كې په لاس لرلو تورنوي.

د هغه په  خبره، كه څه هم له محلي چارواكو سره يې په دې اړه په دوامداره توګه ناستې درلودې، خو تراوسه يې هلې ځلې بې ګټې دي.

د نوموړي په وينا، يوازي د كرنې وزارت نه شي كولاى چې د ځنګلونو د قاچاق او پرېكولو مخه ونيسي.

نوموړى له دولت نه غوښتنه كوي چې د كورنيو چارو وزارت، لويه څارنوالي، د ملي امنيت رياست، د ملي فاع وزارت او سرحدي ځواكونه بايد ورسره مرسته وكړي: ((د دې ترڅنګ بايد د ټولو ولايتونو واليان هم په دې برخه كې خپله ونډه واخلي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA