ads

لغمان كې د ۲ كانالونو د جوړېدا كار پيل شو

د لغمان چارواکي د يوسلو څلور شپېتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت د کرنيزو ځمکو لپاره د اوبو د دوو کانالونو د جوړېدو د پيل خبرورکوي. د لغمان د والي وياند ګل رحمان همدرد وايي   د لغمان چارواکي د يوسلو څلور شپېتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت د کرنيزو ځمکو لپاره د اوبو د […]

نویسنده: The Killid Group
13 تله 1389

د لغمان چارواکي د يوسلو څلور شپېتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت د کرنيزو ځمکو لپاره د اوبو د دوو کانالونو د جوړېدو د پيل خبرورکوي. د لغمان د والي وياند ګل رحمان همدرد وايي

 

د لغمان چارواکي د يوسلو څلور شپېتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت د کرنيزو ځمکو لپاره د اوبو د دوو کانالونو د جوړېدو د پيل خبرورکوي.

د لغمان د والي وياند ګل رحمان همدرد وايي يو کانال د مرکز مهترلام په علي خېلو کې د دوه وېشت زرو امريکايي ډالرو او بل په الېشنګ ولسوالۍ کې د يوسلو دوه څلوېښت زرو امريکايي ډالرو په لګښت د امريکايي پي،آر،ټي د کرنيزې څانګې لخوا جوړيږي.

د ده په وينا، په درېيو مياشتو کې جوړيدونکى لومړى کانال به درې سوه جريبه ځمکه او دويم به اوه زره جريبه بې اوبو کرنيزه ځمکه خړوبه کړي.

د لغمان چارواکي د ځينو نورو رغنيزو پروژو په شان د دې دوو د پيل خبر په داسې حال کې کوي، چې يو شمېر ولسي بزګر لا هم د ګڼو ستونزو له شتوالي سرټکوي او ولايتي چارواکي يې په ختمولو کې پاتې بولي.

دوى خپلو کرنيزو توليداتو ته د بازار نشتوالى، کروندګرو سره د اړينو مرستو نه کېدل او يا يې هم په کېدو کې درغلي هغه ستونزې ګڼي، چې په وينايې، بايد تر نورو وړاندې حل شي.

خو چارواکي بيا تر خپله وسه د کار د دعوې په خواکې وايي، چې له بزګرو سره د نورو مرستو وړانديزونه يې مرستندويو ادارو ته کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA