ads

د پکتيا (۹۰٪) ځنګلونه وهل شوي

پکتيا د هېواد له ځنګلزارو ولايتونو څخه يو هغه دی، چې تر دې مهاله يې ګڼ ځنګلونه په بې پروايى سره وهل شوي او له لرګيو يې يوازې د سون لپاره کار اخيستل شوی. پکتيا د هېواد له ځنګلزارو ولايتونو څخه يو هغه دی، چې تر دې مهاله يې ګڼ ځنګلونه په بې پروايى سره […]

نویسنده: The Killid Group
11 تله 1389

پکتيا د هېواد له ځنګلزارو ولايتونو څخه يو هغه دی، چې تر دې مهاله يې ګڼ ځنګلونه په بې پروايى سره وهل شوي او له لرګيو يې يوازې د سون لپاره کار اخيستل شوی.

پکتيا د هېواد له ځنګلزارو ولايتونو څخه يو هغه دی، چې تر دې مهاله يې ګڼ ځنګلونه په بې پروايى سره وهل شوي او له لرګيو يې يوازې د سون لپاره کار اخيستل شوی.

د غرنيزو سيمو اوسيدونکي، چې د کښت لپاره مناسبه ځمکه نه لري د ونو وهل او د لرګيو خرڅول يې روزګار ګرځېدلی.

دوى ځنګلي ونې وهي او له هغه ځايه یې بیا نورو ولايتونو او خپله د پکتيا هغهو سيمو ته د خرڅلاو لپاره وړي، چې ځنګل نه لري او دا لرګي یوازې د سون له پاره کارېږي.

که څه هم د پکتیا په ځنګلي ونو کې داسې لرګي هم شته، چې د ښه کيفيت لرونکي دي او د کارپوهانو په اند په کاغذ جوړولو، فرنيچر او نورو لرګينو سامان الاتو کې ترې ښه کار اخستل کېدای شي.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ځنګلونو د وهلو د مخنيوي او د وهل شويو ځنګلونو د بيا شنه کولو په پار غونډه کې د کرنې رئيس انجينر نياز محمد لعلي ځدران وويل، په دې ولايت کې له جګړو وړاندې څلورنيم لکه هکټاره ځنګلونه وو، چې دا مهال يې نږدې (۱۰٪) پاتې دي.

ياده دې وي، چې څه موده وړاندې د کرنې د رياست اړوند د ځنګلونو او طبعي منابعو مدير انجیر خواجه ګل له کليد سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي وو، چې دا مهال د دې ولايت (۷۰) سلنه ځنګلونه وهل شوي.

چارواکي وايې، چې د پکتيا د ځنګلونو وهنه لا دوام لري او داسې هم ويل کېږي، چې د ونو د وهلو له پاره برقي ارې له نورو هېوادونو څخه راوړل کېږي، چې له اره کولو څخه ورسته د ډېری ونو رېښې له کاره غورځي او د بيا شنه کېدو توان له لاسه ورکوي.

د ځاځې ارويوب ولسوالۍ، چې د پکتيا ولايت تر ټولو ځنګلزاره سيمه ده او د منډه هير په نوم ځنګل هم په ياده ولسوالۍ کې دی، د همدې ولسوالۍ ولسوال ازاد خان يې له دولته د ځنګلونو د احيا او احداث غوښتنه کوي.

که څه هم دا مهال د دې ولايت ډیری ځنګلونه وهل شوي دي، خو ولسي وګړي او د ولايتي شورا غړي ادعا کوي، چې مرکزي دولت د ځنګلونو په بيا احداث او د ونو د وهل کېدو د مخنيوي په برخه کې ورسره مرسته نه ده کړې.

د ولايتي شورا مرستيال شايسته جان احدي  وايي، پکتیا ته د نورو ولايتونو په پرتله کمه کلنۍ کرنېزه پراختيايې بودیجه ځانګړې شوې وه.

احدي وړاندې وايې دې ولايت ته پراختيايې بوديجه د نورو ولايتونو د ولسوالیو په څېر هم نه وه، بلکې له دې هم کمه وه.

دی دا هم وايي، چې د ځنګل ساتنې په برخه کې هيڅ هم نه دي شوي، وړاندې، چې په وينا يې، که چېرته د غرونو اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شي، نو دوى خپله هم له دې کاره لاس اخلي.

څه موده وړاندې د کرنې رئيس انجینر نيازمحمد لعلي ځدراڼ هم ورته شکايت په یوه خبري غونډه کې کړی و، چې د تېر کال لپاره دې ولايت ته کمه کرنیزه پراختيايې بوديجه ورکړل شوې ده.

د پکتيا والي جمعه خان همدرد بيا په ولس غږ کوي، چې د ملي احساس له مخې دې د ونو له وهلو ډډه وکړي.

همدرد وايي، که چېرته هر ونه وهونکی ونې ته د خپل اولاد په سترګه وګوري، نو زموږ ځنګل به بشپړ پاتې شي.

نوموړي د ځنګلونو د وهلو د مخنيوي په لاره کې تر ټولو مهم قومي تړون او د خلکو له خوا يې د مخنيوي چاره ښه وبلله.

ځنګل وهونکي بيا سرټکوي، چې د دوى لپاره د کار زمينه نه ده برابره شوې تر څو له دې روزګاره لاس په سر شي او خپلو بچو ته روزي له بلې لارې پيدا کړي.

د پکتيا ولايت له ديارلسو ولسواليو څخه لس ځنګل زاره دي، چې په دې کې ځدراڼ مېشتې درې ولسوالۍ (( وزې ځدراڼ ، ګرده څېړۍ ، ښواک )) جاني خيل ، ارويوب ځاځي ، لجه منګل ، څمکني او احمد خيل ولسوالۍ شاملې دي.

د يادو ولسواليو ډېری اوسیدونکي د ونو وهل خپل روزګار بولي او له دې لارې د خپلو کورونو د لګښت پيسې پیدا کوي.

د سيمې څارونکي په دې اند دي، که چېرته ځنګل وهنه هم داسې دوام وکړي، نو پکتيا به ډېر ژر له طبعي ناورينونو سره مخ شي.

د کرنيزو چارو كارپوه استاد نذیر احمد وايي، د پکتيا غرونه، چې په کومو ځنګلونو پوښل شوي وو هغه اوس په خپل حال پاتې نه دي او که همدا سې يې وهل دوام وکړي، نو لرې نه ده، چې پکتيا له سيلابونو، د غره له را ښوېدو او ورته نورو طبعي ناورينونو سره مخامخ شي.

تر دې دمه د پکتيا ځنګلونه په بې رحمانه ډول وهل کېږي که څه هم په ځينو سيمو کې د ځنګل د نه وهلو قومي تړونونه شوي، خو لا هم په غرونو او درو کې د تبرونو او ارو د غږونو انګازې اورېدل كېږي.

د کارپوهانو په اند، که د ځنګلونو وهل همداسې دوام وکړي، نو په راتلونکو لسو کلونو کې به د پکتيا ټول غرونه له ونو لغړ شي او ونه وهونکي به له دې روزګاره هم بې برخې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA