ads

يو نيزاره شور

په زلفو کې مې ونغاړه راګوره لکه شپه له سپينو ستورو ډکه شه سمسوره لکه شپه آرامه مې په سترګو غوړېدله لکه خوب په خوا کې راته ناسته وه بې شوره لکه شپه حيا يې پښتنه ده په حجاب کې ده نغښتلېخاونده ته يې مه کاندې سرتوره لکه شپه   پيرمحمد کاروان غزلپه زلفو کې […]

نویسنده: The Killid Group
2 زمری 1389

په زلفو کې مې ونغاړه راګوره لکه شپه
له سپينو ستورو ډکه شه سمسوره لکه شپه

آرامه مې په سترګو غوړېدله لکه خوب
په خوا کې راته ناسته وه بې شوره لکه شپه

حيا يې پښتنه ده په حجاب کې ده نغښتلې
خاونده ته يې مه کاندې سرتوره لکه شپه

 

پيرمحمد کاروان
غزل
په زلفو کې مې ونغاړه راګوره لکه شپه
له سپينو ستورو ډکه شه سمسوره لکه شپه
آرامه مې په سترګو غوړېدله لکه خوب
په خوا کې راته ناسته وه بې شوره لکه شپه
حيا يې پښتنه ده په حجاب کې ده نغښتلې
خاونده ته يې مه کاندې سرتوره لکه شپه
رانجه د ليونۍ مينې يې څکلي وو نشه وه
په غېږ کې وه بې واکه را نسکوره لکه شپه
د ستورو په چشمو کې نظر واچوه تر لرې
په شپې پسې کاروانه غلی ګوره لکه شپه

سليم راز
سپوږمۍ ستا شانې ښايسته ده
دا تشــــــبیه مبالغــــــــــــــــه ده
اوس دې چرې سحر نه شي
په زلفانو کې مې شپه ده
مينه ځای ګوري نه عمر
زما خپله تـــــــــــجربه ده
+++
سترګو يې خوږ مزاحمت کولو
باد د سحر چې شرارت کولو
چا په نفرت کې محبت لټوه
چا محبت نه هم نفرت کولو
که يې تيارو سره نسبت نه وي نو
ما به د زلفو عبادت کولو

سلطان احمدزى
غزل
ژوند مې څو سلګۍ خو پاتې ترېنه ځمه روانېږم
د خپل ذات سره يو كېږم د خپل ځانه جدا كېږم
ستا د سپين رخسار رڼا وه اوس چې نشته نو زه نه يم
د تيارو په تور وجود كې لكه سيورى فنا كېږم
پښه نيولى يم په دې چې ستا د سترګو ديدار غواړم
د ژوندو له هسكه بامه په كرار كرار كوزېږم
عشق دې داسې چارې وكړې له هرڅه نه مې زړه موړ دى
نه له ژوند سره جوړېږم، نه تر تا پورې رسېږم
د خندا هېڅ وسيله په زړه كې نه لرم سلطانه
لېوني غوندې له سوزه، په خپل ژوند پورې خندېږم

حنيف حيران
غزل
ګرځي اوتر لار له شپانه ورکه ده
ترېنه رمه د ژوندانه ورکه ده
ځم له هندارو غبارونه څنډم
يو تلوسه مې له خپل زړه ورکه ده
دا سړی چاته په سجده پرېوزي؟
ترېنه قبله چې په لمانځه ورکه ده
زه چې بې لارې وم نو ده په لار کړم
اوس خپله لاره له هغه ورکه ده
غل او خاوند دواړه يې لټه کې دي
لار کې سيکه بېرته له غله ورکه ده
حيرانه خدای خبر چې چرته به وي؟
مينه د زړونو له کاله ورکه ده

سعدالله فطرت
غزل
زما اخلاص او د يار چل په خپل ځاى
خو زړه کې يې بيا هم ساتم تل په خپل ځاى
والله چې دواړه د يو بل نه سخت دي
انکار په خپل ځاى او اجل په خپل ځاى
حقيقت دا دى چې هېڅ فرق يې نشته
قيامت هم سخت دى خو خندل په خپل ځاى
ته زړونه وړې هغه کورونه لوټي
ستا هوښياري منم د غل په خپل ځاى
زما د قصده له محفله وځي
پښتو يې نه منم بدل په خپل ځاى
فطــــــــــرته تاو د دواړو سيځي سړى
د اور په خپل ځاى د اوربل په خپل ځاى

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA