د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې نن سهار شاوخوا اته بجې يو تن، چې په يوه موټر سايكل كې يې چاوديدونكي توكي ځاى پرځاى كړي و مخكې تر دې، چې ټاكلي ځاى ته ورسيږي ځان والوزلو.
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍكې نن سهار شاوخوا اته بجې يوه تن، چې په يوه موټر سايكل كې يې چاوديدونكي توكي ځاى پرځاى كړي و مخكې له دې، چې هدفه ته ورسيږي ځان والوزلو.
د شينډنډ ولسوال وايي، چې په دغه بريد كې خپله بريد كونكى وژل شوى او له كبله يې د يوې ميرمنې په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي.
د چارواكو په وينا، بريد هغه مهال رامنځته شو، چې بريد كوونكي غوښتل په ياده ولسوالۍ كې يوه نظامي مركز ته ننوځي .
ديادولو وړ ده، چې په دغه وروستيو كې په هرات ولايت كې ترورستي پيښې زياتې شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ